بیکاري څنګه ښه مدیریت کولای سو؟

خیبر حیات

0 819

هر کال پوهنتونونه سلګونه تنه ځوانان پر لوړو زده کړو سمبال ټولنې ته د خدمت په موخه وړاندې کوي مګر ډیر کم تعداد یې په دندو ګمارل کیږي او ډیری نور یې بیکاره ګرځي.

دغه تعلیم یافته بیکاره ځوانان د دې پرځای چې دغه بیکارۍ کې د خپلو ظرفیتونو د لوړولو لپاره کار وکړي, خپله انرژي په ډیرو نورو بیهوده او بې ګټې څیزونو مصرفوي. ځینې د ډلو ټپلو د شومو اهدافو ښکار ګرځي او د ګټورو احمقانو په توګه ترې ګټه اخلي او ځینې نور دغه وخت په ډیر خفګان او خلکو ته د شکایتونو په کولو تیروي.
دغو ځوانانو ته چې د ژوند په ډیر مهم او سرنوشت ټاکونکي پړاو کې قرار لري, څو سپارښتنې لرم!

1- مطالعه وکړی:

په فکري لحاظ د ځوان او خوځنده پاتې کیدو لپاره مطالعه اړینه ده. هڅه وکړی, څومره پراخه مطالعه کولای سی ویې کړی. دې جریان کې که فوکس په مسلکي مطالعه وسي ګټه به یې دا وي که چیرې کوم خالي بست اعلانیږي نو تر ډیرو به مخکښ او تکړه هستی. که مبالغه ونه کړم نو دغه بست ته به د کاندیدانو په لیست کې د کامیاب کاندید په توګه لومړی ستاسو نوم وي.

2- سالمې اړیکې پراخې کړی او زړې اړیکې مو ورغوئ :

دغه بحراني وضیعت کې داړیکو د پاللو په اړه بې تفاوته مه پاتې کیږی, څومره مو چې سالمې اړیکې پراخیږي همغومره ورسره ستاسو د پرمختګ او د وظیفې د پیداکولو خوشبیني زیاتیږي. که چیرې کوم پوزیشن اعلانیږي نو لومړی به تاسې خبریږئ.

3- بهرنۍ ژبې زده او د کمپیوټر مهارتونه مو لوړ کړی:

ددغه قیمتي وخت څخه د عبثیاتو پرځای اعظمي ګټه واخلی ځکه د وظیفو د نه پیدا کیدو یو لامل دا هم کیدای سي چې انګلیسي زبه یاد ونه لری او یا په کمپیوټر پوه نه اوسی وظیفه له لاسه ورکړی. تاسې په کافي اندازه وخت لری چې دغه مهارتونه مو لوړ کړی او په هسکه غاړه په هره ازموینه کې ګډون وکړی او د بریالیتوب زیري واورئ.

4- کم معاش باندې هم دنده اجرا کړئ:

ډیری ځوانان په دې خاطر هم بې دندې دي چې په کم معاش دنده نه اجرا کوي مګر تاسې باید دغه دنده فرصت وګڼئ او له دې د ستر پرمختګ لپاره ګټه واخلی. زه ډاډه یم که تاسې تکړه اوسی نو کولای سی هر ډول کاري چاپیریال څخه د خپل ځان د پرمختګ لپاره ګټه واخلی.

5- دا باید ومنئ چې ژر پرمختګ نه کیږي:

تاسې پوهیږئ, هغه څوک ګټه او پرمختګ کوي چې ورو مزل کوي خو تل یې کوي او په دې هم سترګې نه پټوئ چې منډه اخیستل غورځیدل لري. تاسې ته وړاندیز کوم چې هر فرصت د خپل پرمختګ غنیمت وګڼئ او د خپلو هڅو او کوښښونو پایله ژر مه غواړئ بلکې کلونه ورته انتظار وکړی. تاسې به لس کاله وروسته د خپل موقف څخه ډیر راضي هستئ.

6- مخلص لارښود ومومئ:

همدغه تعلیم یافته بیکاره ځوانان چې داسې سرګردانه ګرځي او د خپل ژوند په اړه د درست تصمیم نیولو په مهارتونو نه پوهیږي, د ژمنو او مخلصو لارښوونکو د نشتون پایله ده.

مونږ بدبختانه د ګوتو په شمار مخلص لارښوونکي لرو او نور ټول یې د بخیلۍ او ددې لپاره چې له دوی مخکې نه سي یا له مشورو ځان غولوي او یا داسې لاره درښيي چې هغه ترکستان ته تللې وي.

7- ټولنیز فعالیتونه او خیریه کارونه ترسره کړئ:

هڅه وکړی چې له ټولنې لرې پاتې نه سی او په خپلو رغنده ټولنیزو فعالیتونو هم ځان او هم ټولنه زوندی وساتی. د خپلو, خپلوانو او ملګرو په مړي او زوندي کې فعاله برخه واخلئ او که چیرې مو ملګري رسنۍ کې کار کوي, کوښښ وکړی چې رسنیو کې په بیلا بیلو موضوعاتو د بحث په پار د میلمه په توګه ګډون وکړی.

زمونږ ټولنه هم په مادي او هم په معنوي لحاظ ډیره غریبه ده. خیریه کارونه تنها د پیسو پورې تړلي نه دي بلکې خلکو ته ښه لاره ښودل او ښه خبره کول هم خیریه کارونو او صدقه کې راځي.

ډاډه یم, که پورته کارونه تعلیم یافته بیکاره ځوانان په ښه او منظم ډول ترسره کړي, د وظیفې د پیداکیدو اندیښنه به یې کمه سي او کاري ظرفیتونه به مو په کافي اندازې سره لوړ سوي وي.
درنښت

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply