حالتونه او ،،زما،، که ،،دما،، او نور 

ډاکتر ماخان میږی شینواری

0 847

       حالتونه او ،،زما،، که ،،دما،، او نور   Causus

له هغه وخته مې چې د نومځانیوو او حالت په هکله لیکنې کړي، نو د همغه وخت راپه دېخوا مې زړه وو، چې دا لیکنه سرته ورسوم، خو په خيل اند او فکر مې  ورسره ستونځې هم پوره ډېرې وې. په دې لیکنې دادۍ پیل کوم، په دې هیله، چې ژبپوهان او نور د ژبې مینه وال به په کې شونې ونډه واخلي، زه یواځې دا موضوع تاسو ته د خپل اند سره وړاندې کوم. دا چې څنګه مخ ته لاړ شو او لاسته راوړنه به یې څنګه او څه وي، دا تاسو ژبپوهانو ته درپاتې دۍ.

زما لیکنې ټولې د الماني په مرسته دي، نو دا چې په الماني کې حالت څنګه دۍ، هلته روښانه لار شته او ټولې لارې هم د نومځاینیوو او نورو له لارې روښانه شوې دي، خو په پښتو کې داسې نه ده او زه ورسره ستونځې لرم، چې دا نو باید څنګه وشي. دا چې پښتو هم یوه پوره ژبه ده، داسې لارې یا خپلې لارې لري، چې زه یې تاسو ته مخ ته کوم او دا چې څنګه وشي او څنګه د ژبلارې له لارې دي، ستاسو دنده دې وي. که په دې هکله لیکنې ولرو، زه لکه تل په خواشینۍ وایم، چې ترې خبر نه یم او که لیکنې وي هم باور وکړۍ، چې دا به خپل  بلډولوالی ولري او تاسو به ګډ کار ته راوهڅوي.

ګرانو لوستونکو!

د دې لیکنې څخه مې موخه دا ده، چې دا حالتونه موږ په پښتو کې وڅېړو ، چې څو او کوم دي او په دې برسېره د همدې حالتونو په بنسټ یا مرسته وڅېړو، چې دا  د ملکیت له پاره دا دما، دتا سم دې او که نه زما او ستا. موږ دا دواړه په ژبه کې لرو، چې ځنې ځایونه دما، دتا او ځنې بیا زما او ستا وایي. دا یوه پوهنیزه څېړنه ده او  دا اجازه به ځان ته ورکړم، چې له تاسو درنو ژبپوهان او مینه والو لوستونکو څخه د ګډ کار هیله وکړم.

دا حالتونه د پوښتنو په بنسټ رامنځ ته کیږي

 نومیناتیوNominativ (له لاتین څخه، نومونه) په ګرامر کې د یوه حالت نومونه ده، چې د هرڅه له مخه ( سمه لیکنه یې: له هرڅه دمخه) په جمله کې د شي د نخښونې په چوپړکې دۍ، د دې له پاره دا هم تیپیکي دۍ چې د یوه شي د خپلواک کارونې له پاره رامنځ ته کیږي ( دا په دې مانا چې بې د بل له واکه).

لنډ: دا حالت دۍ، چې د ،،څوک-، چا – او څه حالت،، بلل کیږي، د یوه حالت سیستم په توګه رامنځ ته کیږي، چې دا نومیناتیو – اکوزاتیوسیستم بلل کیږي.

 بیا: د نومیناتیو یا د ،، څوک،،،چا – ،،  او ،،څه شي،، حالت.

موږ د ګړنو یا کړ له مخې د دوه ډوله لیکنو سره مخامخ یو:

لومړی:

سپین یا هغه کار ته ځي

سپین یا هغه کار ته لاړ

سپین یا هغه به کار ته لاړ شي

سپین  یا هغه کار ته تللی وو

څوک کار ته…….

سپین یا هغه

زه کار ته ځم

زه  کار ته لاړم

زه به کار ته لاړ شم.

زه کار ته تللی وم.

دویم ډول یې:

زه  مڼه خورم

زه به مڼه وخورم

ما مڼه وخوړه

ما مڼه خوړلې وه.

دا همداسې د دویم کس له پراه  ته او تاسې راځي او د ریم کس له پاره هم هغه او هغه راځي( په دې دریم کس کې لیکنه یو ډول ده، خو د ویلو څخه برېښي، چې لومړۍ ه څرګنده یا روښانه ه ده او په دویم کې بیا دا پڅه ه ده او که بل ډول یې بولۍ)

یعنې په دريواړو کسانو کې یې توپیر یو ډول دۍ، چې د کړنې پرته یې په ځو کړنو کې نومځاینیوی هم بدلیږي، نو له دې امله دا د څه – ، چا- او څه حالت دې.

مور کار ته ځي.

څوک کار ته ځي؟ ځواب: مور

کاليمینځونی خرابیږي.

څه شی خرابیږي؟ ځواب: کاليمینځونی

یادونه: ماته هم دا نومونه توکلې د لیکونې ( قلم) خولې ته راځي.نه پوهیږم،،چې دا اله، چې کالي پرېمینځي، کالیمینځی، کالیمینځونی یا کاليمینځو کی وبولو. او که نه، نو کالي مینځلو اله. څنګه مو چې خوښه وي.

جینیتیو Der Genitiv

جینیتیو د الماني ګرامردویم حالت دۍ.دا حالت د ملکیت حالت یا د ،، ،،د،، چاحالت،، په نامه هم یادیږي.

بیلګې: ،،د ګاونډې کور،،. ،، د یوه لرې زنګ غږ،،.

د جینیتیو  په څه شي حالت

هغه په غلا تورن دۍ.

هغه په څه شي تورن دي ؟ ځواب: په غلا

Der Dativ  داتیو

داتیو د الماني ژبې دریم حالت دۍ یا په جمله کې دریم حالت په ګوته کوي. داتیو  د ،، چاته حالت،، هم بلل کیږي.

د داتیوله پاره په الماني پوښتنه پوښتنه کیږي، چې چا ته؟

بیلګې: زه دې میرمن ته د یادښت کتابچه ورکوم. چا ته د یادښت کتابچه ورکوم؟ ځواب: میرمن ته.

هوګۍ سوغات سپین ته ورکړ.

هوګۍ سوغات چا ته ورکړ؟ ځواب: سپین ته

زه زماملګري ته یوکتاب سوغات ورکوم.

چا ته سوغات ورکوم؟ځواب: زما ملګري ته.

اکوزاتیو Akkusativ

  اکوزاتیو یوګرامري حالت دۍ. په ورځنې الماني ګرامر کې دا د څلورم حالت سره ترتیبیږي. د دې د روښانتیا له پاره په الماني کې پوښتنه کیږي، چې څه شی یا څوک او که د چا؟؟؟، نو دا له دې امله د څوک حالت هم بلل کیږي.

اکوزاتیو: د ،، چا – یا څه شي حالت

ښاغلی سپین خپلورور ګوري

ښاغلی سپین د چا لیدنه کوي؟ ځواب: د خپل ورور

زه خپل ملګريته یوکتاب سوغات ورکو.

زه خپل ملګري ته څه شی سوغاتوم؟ ځواب: یوکتاب

دلته له هرڅه د مخه یوه یادونه ده، چې باید پام موورته وي:

ما دلته سربل لیکلی یا پ،دلته د پښتو اوستربلونه زیات دي او همداسې کیدی شي سیرکومپوزېشنونه هم وي،چې هغه به ګران لوستونکي په اړونده ځای کې ولوستلی شي. د نه کارڅخه نیمګړی کار هم هرومرو ښه دۍ، په ډېره بخښنه، که دا کار موستړي کړي.

دلته به بیا د لږ بیا لوستنې سره مخامخ شو، ما که لیکلو ستړی کوي هم، هیله ده، چې تاسو په لوستلو ستړي نه کړي.

که له الماني څخه یې راواخلو، نو (باید فکر ورته وکړو، چې په پښتو کې به څنګه وي؟) حالت یا کاسوس   په الماني کې څلور حالتونه  په نخښه کوي. حالت موږ ته ښایي، چې نومن د نورو توکو سره په جمله کې  د نومن، د ، ملکیت، داتیو او؟؟؟؟ څنګ نورې څه اړیکې لري. نومن یا نومونه، د هغه ملګري(چې ښځینه ناارینه ترې څرګندیږی( الماني یې ارتیکل)) همداسې وکیل یا نماینده( نومځاینیوی) په حالت کې جوړیږي.

دې ته سړی کردان یا بدلون وایي. نومونه، ارتیکل یا نر- ښځینه والی  او نومځاینیوي د خپلې دندې له مخې ګردانیږي یا بڼه بدلیږي

Wofür braucht man den Kasus?حالت د څه له پاره په کار راځي؟

د دې له پاره چې د حالت موخه باندې وپوهیږو، غوره ده چې یوځل  یوه جمله په پام کې راولو، چې توکي یې ګردان یا بڼه-بدل شوي نه وي.  دلته پام ته راځي، چې دا چې دایوګوني حالتونه نه یواځې یوه دنده لري، بلکه د دې له پاره  مسئولیت یا دنده لري، چې موږ وپوهیږو. یوه غونډاله چې دا په پام کې ونه نیسي د پوهېدلو نه ده.

دلته یوه بېلګه راوړو:

نابڼه بدلون سره: ښځه ورورملا لور  خولې ورکوي.

بڼه بدلون سره: د ورور ښځه د  ښوونکي لور ته خولې ورکوي.

لاندې یې الماني:

Nicht dekliniert: Die Frau der Bruder geben der Tochter der Pfarrer der Hut.
Dekliniert: Die Frau des Bruders gibt der Tochter des Lrhrers den Hut.

په لومړۍ غونډاله کې  د غونډالې ځانګړي توکي بڼه بدل شوي نه دي او په لاس ته راوړنه کې په اړونده حالتونو هم نه دي برابر شوي او په پام راځي، چې غونډاله پوهوړ نه ده. د دې په الماني کې (په پښتو کې باید ځانله څيړنې هپرې نه شي) د څلورو حالتونو غوره دۍ، چې دا الماني او زموږ په حالت کې دا پښتو یې وپوهیږو.

ګردان یا بڼه بدلېدنه شونې کوي، چې د نومه ونې یا نومیناتیو اړیکې نورو توکو ته روښانه شي سمه ګردانونه یا بڼه بدلونه یې په الماني کې سمه ده او پښتو کې به ورته پام وکړو.

دا چې په دې غونډاله کې کوم حالتونه او څنګه راغلي، د الماني څخه یې پیل کوو او بیا پښتو ته راځو.

Nominativ + genitiv   Prädikat  Dativ+genetiv  Akusativ

Die   Frau der Bruder  gibt der Tochter desLehrers den Huz

 ملکیت(؟) + نوموی  ملکیت+ داتیو(؟)   نومن کړنه یا پرېدیکات

د ورور ښځه     د ښوونکي لور ته   خولې   ورکوي.

لږ تر لږه دلته ګورو، چې د پښتو غونډاله له ملکیت څخه پیل کیږي او پسې ته به ګډ فکر وکړو…

په الماني کې څلور حالتونه دي او په پښتو کې به ورته وګورو، چې ستاسو کار په کې اړیین دۍ.

د الماني غونډاله په نومونه پیلیږي، خو لاندې پښتو یې په خاوندوالي پیلیږي، پسې نومیناتیو راځي بیا خاوندالی پسې داتیو پسې خولې باندې پرېګړه نه کوم، چې د ګرامر له مخې څه شی دۍ او پسې ورکوي پرېدیکات یا کړنه ده.

د پښتو حالتونه یې داسې

د ورور ښځه د ښوونکي لور ته خولې ورکوي.

د دې پوښتنه به داسې وکړو:

د چا څوک د چا چاته څه شی ورکوي؟

واکوالی نومونه واکوال داتیو نومونه کړنه.

دلته په پښتو کې د اکوزاتیو حالت ګومان مې دۍ نه شته. پوښتنه دا ده، چې ایا موږ د اکوزاتیو حالت لرو او که څنګه؟دا د خبرو یوه موصوع د. په الماني کې هم کله کله داتیو د اکوزاتیو سره رآځي. په پورته غونډاله کې خولۍ په الماني کې اکوزاتیو دۍ، خو پښتو کې داسې برېښي، چې نومیناتیو دۍ، و بیا هم پوره څېړنې ته یې اړتیا شته.

نوموی کېدی شي د چا /څهشی له ؟ له لارې وپوښتل شي.

دا حالتونه چې پیژندل – او څېړلکیږي د همدې پورته پوښتنویونو له لارې کیږي.

په پښتو کې نومځاینیوي او حالتونه

ما تراوسه له تاسو سره د الماني نومځاینیوو او همدا ډول د حالتونو په هکله خپلې لیکنې ګډې کړې. راځۍ، چې وګورو، چې دا به په پښتو کې څنګه وي.  دا به هم له الماني څخه په ګټه اخستنه باندې ودانې وي.

په پښتو کې نومځاینیوي:

 په الماني کې مو ولیدل، چې د نومځاینیوو ډېر ډولونه دي، خو موږ په پښتو کې ګورو چې پیداېښتي باید بل ډول وي، زه به یې له ډلې دا لاندې راواخلم او نور به هم سره خبرو ته راواچوو.

Personalpronomen ځانیز یا شخصي نومځاینیوي

د هرې ژبې د ویونو او همداسې د نومځاینیوو جوړښت سره توپیر لري او باید یې هم ولري، دا پیداېښتي ده. دا نومځاینیوي په المانې کې ډېر ډولونه لري، خو موږ په پښتو کې دا ساده څېړو او په نورو وړو غټو یې نه غږېږم، دا به نورو ګرانو د ژبې مینه والو ته پرېږدو.

نومځاینیوي د کړنو ډولونو سره هم توپیر لري، چې په لاندې  کې به یې وګورو:

موږ نوځاینیوي لرو:

لومړی کس: زه، ما.

دویم کس: ته، تا،

نږدې دریم کی نارینه:  دی ، ده،

ښځینه : دا ، دې

دریم لرې نارینه: هغه ( دلته ه روښانه ده)، هغه( دلته ه پڅه ده)،

ښځینه: هغه، هغې.

زیات یې : موږ، تاسو، دوي او هغوي

اوس غواړو دا په غونډالو کې وکاروو:

زه اوس غواړم یواځې د لومړي کس له پاره دا د کړنې سره وکاروم. او وبه ګورو، چې توپیر یې د نورو .ژبو یا د الماني سره څه دۍ. الماني غونډالې به را نه وړو، یواځې به یې څرنګوالي ته کوته ونیسو.

 د ځم یا تلل سره: زه ځم ، زه لاړم، زه به لاړ شم، زه تللم، زه تللی وم.

ګورو دلته په ټولو مهالونو کې همغه ،، زه ،، راځي.

د یو بلې کړنې ،، خوړل،، سره:

زه مڼه خورم، زه به مڼه وخورم.

ما مڼه وخوړه. ما مڼه خوړه. ما مڼه خوړلی وه.

پهپورته کې د ،، خوړل،، سره ګورۍ، چې په ځنو مهلونو کې  ،، زه ،، راځي او بیا دا ،، زه ،، په ما اوړي یا د زه په ځای ما راځي.

موږ داسې مخ ته ځو:

لومړی:

په دې نورو، یعنې د دویم کس او دریمو کسانو له پاره هم په همدې ډول  د کړن د بڼه بدلون سره  په ځنو  کړنو کې نومځانیوی هم (بڼه) بدلیږي.

له پورته نومځاینیوو برېښي، چې د زه، ته، دا، هغه(؟روښانه یا څرګنده ه) له پاره زیات نه شته، چې دا د پښتو ژبې و الماني ته یوه بله ځانګړنه ده.

ځنې کسان بیا د تا له پاره زیات تاسو نه لیکي، دوي د ته له پاره تسولیکې، چې دا ناسم دۍ او دا تاسو د تا زیات دۍ او نه د ته.

دویم:

زموږ د څيړنې دویمه دنده دې دا وي، چې دکومو کړنو له پاره نومځاینیوي بدلیږي او د کومو له پاره نه بدلیږي او د دې له پاره کومه ژبپوهنیزه لار شته او که څنګه؟.

یادونه: په الماني ژبه کې لکه په پښتو کې چې له زه څخه بیا ،، ما،، جوړیږي، داسې لار نه شته او په ټولو وختونو کې همغه نومځاینیوی راځي.

دریم:

موږ خو په الماني ژبه کې د نومځاینیوو څو ډولونه  وکتل یا و څېړل. دادې د ګرانو لوستونکو او مینه والو دنده وي، چې په پښتو کې هم وڅېړي، چې موږ څو ډوله نومځاینیوي لرو او یا همدا ځانیز نومځای نیوي لرو او بس..

 کازوس یا حالت په پښتو کې:

په الماني کې مو حالتونه د ګرامر په بنسټ یا له مخې وڅېړل، چې نومیناتیو، جینیتیو، اکوزاتیو او داتیو  دي. راځۍ، چې دا  او یا موږ دا انډول څنګه بیا لیک، ژبې سره ورته دي، خو کټمټ نه دي، چې دا ځانګړنوالی د پښتو او الماني منخ کې هم شته. راځۍ چې دا په پښتو کې هم وڅېړو، چې څو او ولې شته یا نه شته  او یا د دې له پاره نورې کومې لارې شته.

دا چې پښتو هم یوه ژبه ده او پوره ژبه ده، نو هرومرو په پښتو کې هم د دې لهپاره د لیکنو او ویلو انډول یا د موخې روښانه ونې له پاره څه لرو، چې په دې به سره اندونه ګډ کړو.

موږ دا د الماني حالتونه  یو ځل را اخلو او بیا یې هر یو د پښتو د څرنګوالي سرهپرتله کوو:

. موږ یې الماني لیکو او په پښتو یې هم زپاړو یا اړوو. پهپښتو به یې نو پیداېښتي ده، چې د پښتو ژبلار سره لیکو او بیا به یې څرنګوالی څېړو

لومړی حالت نومیناتیو:

Der Vater schießt ein Tor!
Wer oder was schießt ein Tor? Der Vater!

.پلار یو ګول کوې یا وهي
څوک یو ګول کوي یا وهې؟ پلار!

یا دا لاندې

پلار یو ګول وواهه.

چا یو ګول وواهه؟ پلار!

دلته په پښتو کې ګوره څوک او چا راغلل

دویم: د ملکیت حالت

Wir gedenken der Verstorbenen.
Wessen gedenken wir? Der Verstorbenen!

موږ د مړو دعا کوو

!موږ د چا دعا کوو؟ د مړو

یا دا داسې هم سمه لیکو:

موږ مړو ته دعا کوو.

موږ چا ته دعا کوو؟ مړو ته!

په پورته پښتو دوه غوڼدالو کې موږ دا پوښتنویونه داسې کارولې: ( د ) چا آو چا (ته) .

دریم: کموتاتیوحالت

Das Auto gehört der Mutter.
Wem gehört das Auto? Der Mutter!

دا موټر د مور دۍ. او که غواړۍ: دا موټر په مور پورې اړه لري، خو زموږ له پاره یې همغه لومړۍ لیکنه سمه ده او ورځنۍ ده.

دا موټر د چا دۍ؟ د مور!

څلورم: اسوڅیاتیو حالت

Das Mädchen sucht ihren Bruder.
Wen oder was sucht das Mädchen? Ihren Bruder!

نجلۍ ورور لټوي.

!نجلۍ څوک یا څه(شی) لټوي؟ د هغې د ورور.

 موږ ته په پورته کې یواځې یو د نومیناتیو حالت روښانه شو، چې پهپښتو شته، نور څه  په داسې روښانه توګه ، چې هغه دې حالت وي، نه شو کتلی، د حالت د يېژند په بنسټ، خو دې لاندې ته مو پام رااوړي:

موږ د څوک او چا څخه پرته نور  لرو چې هغه د چا سره یوځای راوړل کیږي او یوه موخه ترې روښانه کیږي، د ،، د ،، او ،، ته ،، په مرسته، چې زه يې همدا راوړم او نور کار دې زموږ د ځوانو ژبپوهان په لاس کې وي، خو دا دوي د پلې ژبې له مرستې پرته نه شي کولی، موږ باید خپله ژبه یا ښه یې د ژبې ژبلار د نورو ژبو ژبلار په مرسته  کره او پوره کړو.

یو د ،، د ،، سره  غونډالې چې راځي ملکیت پهکوته کوي او د انډول نومځاینیوي سره.

بېلګې یې

دا د سپین کور دۍ. د ملکیت د مورفیم یا یو سېلبي ،، د ،، سره

دا د جنیتیو د حالت سره انډول دۍ، خو پوښتنه اوس دا ده، چې ایا دا ،، د چا،،  موږ دا حالت بللی شو او که دا یواځې د ،، د ،، حالت بولو، چې دا هم د څېړنې دۍ.

دا د چا کور دۍ؟ د سپین!

دوه: موږ ،، ته ،، لرو

زه خپلې دا خبرې یا لیکنې دپه دې هکله دلته پایوم او نور مې ګومان کوم بس دۍ. که ما په خپلو پخونویو لیکنو کې څوک زړهبدي کړي وي، د هغوي څخه زیاته بخښنه غواړم. هر څه چې کوم، ګومان مې دۍ، چې سم به وي، خو ګومان یوه پوهنیز څه ویل نه دي

 زما،، که ،،دما،، څنګه یې لیکو او لولو ،،

زموږ په ولس کې دادواړه وېنې یا ویونه شته. په ځنو ځایونو کې زما، ستا، زموږ ستاسو کاروي او بیا په نورو ځایونو کې د ما، د تا، د موږ ، د تاسو، د هغه، د هغوي کاروي، چې په دریم کی کې یې کارونه بیا یو   ډول ده.دلته پرې کړه اړيینه ده، چې د ژبلارې له لارې یې کوم سم دۍ؟

  دا ګرامري ستونځه یواځې د لومړي، دویک او د همدې نومځانیوو د زیاتو له پاره په ملکیت کې رامنځ ته کیږي، نو اوس باید پرېکړه دا وي، چې دا ،، د ،، د ملکیت مورفیم  دۍ او یواځې داد وملکیت له پاره جوګه دۍ او نه د دې لیکنې له دا ،، یواځې،، زما،، او ،، ستا ،، د ملکیت مورفیمونه دۍ د لومړي او دویم کس له پاره. د دریم کس له پاره بیا همهغه ،، د ،، د ملکیت مورفیم راځي .

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply