قرنطین که کورنټین؟

لیکوال: عصمت الله شینواری

0 840

د بایومېټریکو ټاکنو وروسته د <قرنطین> کلمه مې مخ ته راغله. چې رښتیا شي، پرې پوه نشوم او چې <ق> او <ط> توري مې پکې ولیدل، نو ما ویل چې دا کلمه به د عربۍ ژبې وي. په فکر کې مې وه چې پر دې کلمې به ځان پوهوم، خو د دنیا کارو را ځنې هېره کړه. اوس اوس چې د کرونا وایرس خبره د ډېرو په خولو کې وه او ورسره به یې دا هم ویل چې د چین بشپړ ووهان ولایت قرنطین شوی دی، نو زما مغزو کې بیا دا خبره راغله چې زه خو یې اوس هم په مانا نه پوهېږم، راشه همدا یې وخت دی او ځان پرې پوه کړه چې <قرنطین> کلمه په عربۍ کې څه ته وايي؟ عبدالنافع همت صاحب ته دې خدای دا دنیا او هغه دنیا دواړې ورکړي، د دغسې کلمو لپاره یې یوه لړۍ د (میرزا ډوله خبریالان او لیکوالان) په نوم پیل کړې ده، خو لکه چې هغه هم دې شي ته نه دی فکر شوی.

ښه! کله مې په <قرنطین> کلمې پسې عربي او پاړسي ژبې وکتلې، نو د عربۍ ژبې په پرلیکې (المعاني) وییپانګې کې د /کورنټین/ یا /قرنطین/ کلمې ته د /قرنطین/ کلمه نه وه کارېدلې. زه حیران شوم چې څرنګه کېدی شي چې د عربۍ کلمه هم نه ده او په <ق> او <ط> تورو لیکلو سره په پښتو او پاړسۍ ژبه کې دود شوې. بیا مې په همدې وییپانګې کې پیدا کړه چې عرب د کورنټین کلمې پر ځای خپله کلمه (الحجر الصحي) کاروي.([1]) وروسته راغلم چې پاړسي وګورم. د پاړسۍ ژبې (لغت­نامه دهخدا) کې دا کلمه همداسې لیکل شوې وه او داسې مانا ورته لیکل شوې وه: (قرنطین یا قرنطینه هغه ځای چې په هغه کې مساپر او لارویان تم او معاینه کېږي او د ناروغیو له خپرېدو مخنیوی کېږي. دغه کلمه د پرانسوۍ ژبې له کارانتن څخه اخیستل شوې ده.)([2])

دلته بله خبره غوټه شوه او هغه دا چې کلمه خو نه د عربو ده او نه د پاړسیانو، مجبور وم چې پرانسوي پسې وګورم، د پرانسوۍ ژبې د کلتوري وییپانګې (Dictionnaire Culturel en Langue Française) لیکوال الین رې (Alain Rey) د دغې ویيپانګې په ۲۲۷۴ مخ کې د کورنټین کلمې د ریښې په اړه لیکلي: (د کورنټین ګړنه د دولسمې زېږدیزې پېړۍ په اتمې لسیزې (۱۱۸۰ ز.) کې په پرانسوۍ ژبې کې دود وه چې مانا یې د څلوېښتو ورځو دمه وه، خو هغه وخت یوازې یوه عامه ګړنه وه او چا په ځانګړي شي او حالت پورې نه وه تړلې، وروسته د کورنټین کلمه په دغې اوسنۍ مانا د ایټالیایۍ ژبې د وېنېټي ګړدود (Venetian Variant) له (Quaranta Giorni) کلمې څخه را اخیستل شوې او په دغه وېنېټي ګړدود کې یې مانا هغه څلوېښت ورځې وې چې د اوولسمې پېړۍ د تور مرګ د وبا پر مهال به د ایټالیا بندرونو ته د راغلو کیښتیو مساپر څلوېښت ورځې نه پرېښودل کېدل چې په ایټالیا کې ازاد وګرځي، بلکې تر ځانګړې څارنې او کتنې لاندې به یې نیول چې د وبا د خپراوي مخنیوی وشي.)([3])

اوس خو خبره سپینه شوه چې د کورنټین کلمه نه د عربو ده او نه د پاړسیانو، نو بیا یې ولې په <ق> او <ط> تورو ولیکو؟ دا خو زموږ دیني او مذهبي کلمه هم نه ده. لومړی خو ښه دا وه چې موږ ورته خپله پښتو کلمه لرلی او یا پښتو ژبپوهانو او وییپوهانو ورته کوم نویز جوړ کړی وی، خو چې خبره له دې دواړو مهالونو راوتلې او د کورنټین کلمه په پښتو کې بېخرته د (قرنطین) په شکل کارېږي، نو اړینه ده چې لږ تر لږه خو یې سمه ولیکو.

زه د کورنټین کلمې مانا پسې نه ګرځم او خبرې نه پرې کوم او کېدی شي له پورتني متن څخه هم یې مانا څرګنده شوې وي، زما موخه دا ده چې موږ یوه پرانسوۍ – ایټالیایۍ کلمه ولې په <ق> او <ط> ولیکو؟ عربو سره خو پیسې هم شته، خو که څوک ورته له هغې ډېرې هم ورکړي، نو د (پښتو) کلمه به (پښتو) ونه لیکي. هغوی یې (البشتو) لیکي. پړه نه دي، ځکه ژبه یې /پ/ او /ښ/ نه لري. دا خو موږ پخپله په لوی لاس له خپلې خوږې، اسانې او ښایسته ژبې اچار جوړ کړی، هر چا ته وایو، پښتو ډېره سخته ده.

د کورنټین (Quarantine) کلمې انګرېزی وینګ [kwarəntin] دی. که څه هم د انګرېزۍ [t] د پښتو له [ټ] غږ سره ډېر توپیر لري، خو له [ط] به ډېر غوره وي چې [ټ] ولیکو. نو ګرانو لیکوالو، ژورنالیستانو، خبریالانو، د رسنیو مسولینو ته زه دا خبره وړاندیځوم چې هر څه په پاړسۍ کې مه ګورئ؛ او هر څه له پاړسۍ مه را اخلئ. که رښتیا هم خپلې دندې او ژبې ته ځان ژمن بولئ، نو لږ تر لږه د دې ډول کلمو سره داسې چلند وکړئ چې ژبې ته مو زیان ونه رسېږي. پښتنو ته له (قرنطین) کلمې څخه د (کورنټین) کلمه هم اسانه ده، هم یې وینګ په هغه اصلي انګرېزۍ بڼه دی، قرنطین خو پاړسیانو راجوړه کړې او بېخرته یې کاروي چې اغېزې دا دی په پښتو کې هم ګورو.

درنښت

د پښتو ژبې هراړخیزې بشپړتیا په هیله

د هر پښتانه د پښو خاورې: عصمت الله شینواری

درېیمه کارته – کابل ښار

۲۰۲۰/ مارچ / ۵

[1] https://www.almaany.com/en/dict/ar-en/%D8%A7%D9%84%D8%AD%D8%AC%D8%B1-%D8%A7%D9%84%D8%B5%D8%AD%D9%8A/

[2] https://www.vajehyab.com/dehkhoda/%D9%82%D8%B1%D9%86%D8%B7%DB%8C%D9%86%D9%87

[3] Rey, Alain. (2005). “Dictionnaire Culturel en Langue Française”, Le Robert, P. 2274.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply