له ډاکټر ماخان شینواري سره

عصمت الله شینواری عصمت الله شینواری عصمت الله شینواری

0 833

نه پوهېږم چې هڅونه پخپله څه ده او ولې انسان په یوې وړې او ښې خبرې ډېر کار ته هڅېږي. زه خپله داسې یم چې په وړې او ښې خبره انګېزه اخلم او پارېږم، خو په پښتنو کې بیا ډېر کم خلک شته چې بل پښتون دې وهڅوي. له دغو کمو خلکو یو ستر انسان کاکا جان ډاکټر ماخان شینواری دی چې تل یې هڅولی یم او زما نشت کار یې ستایلی دی. که څه هم کاکا ماخان پخپله فزیکپوه او شمېرپوه دی او فزیکپوهنه او شمېرپوهنه کې یې تر ډاکټرۍ زدکړې کړي دي، خو له خپلې ژبې سره بې کچې مینې دې ته هڅولی چې په ژبه کې ده ته منشه شوي شیانو باندې لیکل وکړي.

ما چې کله پښتو ژبپوهنیزې لیکنې خپرې کړې، نو کاکا ماخان ډېر وهڅولم او په فیسبوک کې یې څو وارې د ستاینې او هڅونې څرګندونې راکړې. سږکالې هغه وخت چې په کابل پوهنتون کې زموږ د درانه استاد پوهاند محمد اسمعیل یون «نیمه پېړۍ یون» سیمینار جوړ شو، نو کاکا ماخان هم راغلی و. هغه وخت مې له نژدې ورسره ولیدل، خو ما په پوهنتون کې درسونه لرل او ډېر بنډار مو سره ونه کړو. دی المان ته لاړو او زه دلته پخپلو درسونو بوخت شوم. اوس چې په نوي زېږدیز کال (۲۰۲۰) کې ډاکټر ماخان بېرته کابل ته راغلو، نو د ده په بلنه ورغلم او څه ناڅه نیمه ورځ بنډار مو سره وکړو. په دې بنډار کې مو د جودرې د شهیدان غم یادولو ورهاخوا پر ځینو نورو ژبنیو توکو هم خبرې وکړې چې په دې لیکنه کې یې را اخلم.

ډاکټر صاحب د ژبو په اړه پر عمومي لیارو باندې وغږېدو. ده وویل چې ټولې ژبې د لیارو او قاعدو له پلوه سره ډېرې نژدې او زیاتره یې یو شان دي، نو که چېرته یوه ژبه پخپل ځان کې څه ونه لري، کولی شو په بله ژبه کې د هغه شي انډول وګورو او خپلې ژبې ته یې د هماغه انډول له مخې ژباړه وکړو. بېلګه یې د ضمیر یاده کړه. ده وویل چې ضمیر عربي کلمه ده او انګرېزۍ کې ورته Pronoun وايي چې کله د پروناون مفهوم پخپله په انګرېزۍ کې وګورو، نو پوهېږو چې دا هغه څه دی چې د نوم پر ځای کارېږي، نو ژباړه یې که د (نومځاینیوی) شي خبره جوړېږي. هم په پښتو کې د کلمې انډول پیدا کېږي او هم یې مانا د بلې ژبې له مفهومه سره په ټکر کې نه راځي. د همدې موضوع اړوند ده د فزیک او شمېرپوهنې (حساب) اړوند ځینې نومونې لکه جامد ته کلک، مایع ته بهېدونکی او غاز ته تښتېدونکی او … نومونو بېلګې هم راکړې چې ډېرې پرځای او معقولې نومونې دي.

له ډاکټر صاحب سره مې د ده په (ئ په پښتو تپل شوې) سرلیک سره پر یوه لیکنه چې تاند خپره کړې، هم خبرې وکړې. ده ډېر ښه دلیلونه وړاندې کړل. ویې ویل چې د «ئ» غږ او «ۍ» غږ یو ډول دی، نو څه اړتیا چې یوه غږ ته دې دوه توري وټاکل شي. که خبره د نوم او کړ (فعل) د بېلتانه وي، نو دا نورې یېګانې هم باید سره توپیر شي. د بېلګې په ډول؛ (ادې) یو نوم دی او په (ې) غږ پای دی، خو (خورې) یو فعل دی او هغه هم په همدې غږ سره پای دی او دواړو ته یو توری لرو. که هلته نوم او کړ په (ئ او ۍ) سره بېلوو، نو دلته یې هم باید بېل کړو. ده وویل که چېرته دا ډول کار وکړو یانې د نومونو او کړونو لپاره بېله بېله (یې) وټاکو، نو یېګانې به تر شلو واوړي، نو پایله یې دا چې د (ئ) پر ځای که یوازې (ۍ) ولیکو، ښه به وي.

کاکا ماخان بیا ډېره په زړه پورې سکالو د (منځ کې between او په منځ کې middle) راواخیسته چې زه یې هم ورته ځیر کړم. ده وویل چې (منځ کې) یو روستربل post-position دی او هغه وخت یې کاروو چې له دوو خواوو را ایسار شی په نښه شوی وي. کاکا ماخان ما ته ډېرې ښې بېلګې راکړلې، خو دلته به زه خپلې څو بېلګې راوړم چې د ده له خبرو څخه ما خپله جوړې کړې دي او سکالو پکې ښه روښانه شوې، لکه؛

۱- زما او ستا منځ کې مننه نشته – There’s no thanking between you & me.

۲- د ډانګ او پړانګ منځ کې را ایسار یم – I am between the bludgeon and the tiger.

کاکا ماخان وویل چې دلته د (منځ کې) د (په) سربل یا د (تر) سربل ته اړتیا نه لري، ځکه (منځ کې) پخپله روستربل دی. او دویمه بڼه یې (په منځ کې) ده چې د (په) سربل او (کې) روستربل ترې راټول او (منځ) پخپله نوم دی. دلته د کاکا ماخان د دې خبرې لپاره زه بیا هم خپلې بېلګې راوړم:

۱- کابل پوهنتون دکابل ښار په منځ کې دی – Kabul University is in the middle of the Kabul City.

۲- د خونې په منځ کې بخارۍ ده – The stove is in the middle of the room.

ډاکټر ماخان دا خبره نوره هم ډېره وسپړله، خو زه فکر کوم چې د ده له خبرو زما دې کوچني اخځ به تاسې ته مفهوم در رسولی وي، نو له نورې سپړنې یې تېرېږم.

بله خبره د یې د ژباړې یاده کړه چې په ژباړه کې باید ژباړن له خیانته او مفهوم خرابولو ځان وساتي. ده وویل چې ژباړن چې په دواړو ژبو ښه پوه وي، باید په هغې ژبې کې چې ژباړه ورته کېږي، د ژباړې مفهوم خراب نه کړي او ورسره ورسره د لیکوال امانت سم سيي ورسوي.

ده ځینو نورو موضوعګانو باندې هم خبرې وکړې چې ما تېروتنه وکړله او هغه مې یاداښت نه کړلې. د ده له بنډار وروسته زه خپله ځینو نورو موضوعګانو ته ځیر شوم او نوې سوژې مې پیدا کړلې. که ژوند و، نو لیکنې به پرې وکړم. له کاکا ماخان سره ناستې ډېره انرژي راکړله او زما دا قناعت وشو چې پښتو د پرمختګ پر لور روانه ده او اوس ورته پښتانه پوهان خپل دروند او قیمتي وخت ورکوي او څېړنې پکې کوي.

کاکا ماخان ته د اوږده عمر او خوښ ژوند غوښتونکی یم.

د پښتو ژبې هراړخیزې بشپړتیا په هیله

درنښت

له تاسې ټولو کشروټی، عصمت الله شینواری

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply