د نوي کال له ننګو سره د خوشحالۍ یو عجب احساس

جرار جانباز

0 588

۱۳۹۹ل. کال د افغانستان د اسلامي جمهوري دولت له خوا د « پیوستون او اصلاحتو» په نامه و نومول شو، د نامه او حالتو تر منځ مناسبت رښتیا هم زیات او مناسب دی، ګډوډي او فساد تر دا حده رسېدلي چي غل هم ناري وهي مل هم، په نفاق کي خو حالات دومره سپین سترګي شوي چي د زغم له کلتور او د ورورولۍ له فضاء یې د نفرتونو میدان جوړ کړی.

نوی کال عموماً په داسي وخت کي را ورسیدی، چي په هیواد کي د دوو رئیس جمهورانو معضله لا تر اوسه لا ینحل پاته ده، چي د تېر ۹۸ل. کال په اخېره کي یې تر زیاتو کش مکشو وروسته په یوه ورځ یوه وخت هیواد او هیوادوالو ته د وفادارۍ لوړه وکړه.

د افغانانو هیلي او ارمان ته لا هم د ټګانو تعویضونه ور په غاړه دي ځکه خو یې لوبه نور هم پېچلې شوه، په بین الخارجي مذاکراتو کي خارجیان (امریکایان) نه یوازي دا چي معاف شول او وزي به بلکي د اینده ګوښونو څخه د خوندیتوب ډاډ یې هم تر لاسه کړ، اما بین لافغاني مذاکرات لا تر اوسه د ګېم دندانې ته سم نه دي برابر شوي او د زمینه سازۍ له پاره یې د تاوتریخوالي د کمښت له برکته سره،سره نن د نوي کال اوله په زابل کي د افغانانو تر منځ ۲۵ تنه یوځای مړه او وسوځېدل.

بل ناورین چي تر نوي کال مخکي یې ځان راته را ورساوو د کرونا څو مخی ویروس دی، چي نه یې شاه معلومیږي نه مخ، له چین څخه خپور او په ټوله نړۍ کي یې سرایت وکاوو او دا مهال ۲۴ مثبتي پېښي چي زیاتره یې په هرات ولایت پوري مربوطیږي ثبت دي، بل خوا  د دا ویروس له امله ایران ته په زرهاو د مزدورۍ له پاره تللي افغانان بیرته په یوه وار هیواد ته راغلل او لا جوفې، جوفې را روان دي، دا چي ذکر شوی ویروس به له دوی سره په کومه اندازه زیات شي او همدا رنګه د شیانو ګراني او د دونه زیات شمېر نورو ځوانانو بېکاري به د نوي کال نیکمرغي او د هیواد اقتصادي حالت او سیاسي وضعه کومي خوا ته بوزي؟ د تشویش وړ سوچونه دي، دا خو منو چي روزي به خدای را رسوي  اما بېکاري خو بدبختي زیږوي!

له دومره ننګونو سره، سره زه بیا هم نوي کال ته نه یوازي دا چي هیله من یم، بلکي خوشحاله هم یم، دا چي هیلي به مي پوره او که نیمګړې پاته شي خدای ته معلومه ده، اما زما خوشحالي تر هر نوي کال دغه ۹۹ کال ته چي زیاتره میله ځایونه قرنطین دي او هر ځای چپه چپایي ده، زیاته ده، په داسي حال کي زما خوشحالي ماته هم د تعجب وړ احساس دی، لاملونه یې ممکن ځیني لاسته راوړني وي، مګر یو عمده او د تعجب وړ عامل یې خپله ۹۹ دی، تاسو پوهیږی موږ تر اوسه هم د اساطیرو تر څنګ د خپل ځانګړي فرهنګ او فلکولوریکو روایاتو ( کږنو او انګېرنو) تر تاثیر لاندي یو، چي دا د انسانانو په هوډ، قناعت، ډاډ او روان باندي زیاته منفي او یا هم مثبته اغېزه لري، زه چي زیات وخت په عدادو کي انتخاب کوم په ۹۹ پسي ګرځم لکه –  د ټېلفون شمېره مي – دا یو ډول رواني هڅونه او ډاډ را باندي حس کړي، تاسو هم شاید کله، کله داسي کفیت ولرئ، دا چي ولي؟ دې پوښتني ته ارواپوهنه خپل جوابونه لري، خدای ج دي وکړي چي تاسو هم زما په څېر نوي ۹۹ کال ته نوي مثبت فکرونه او نوې ارزوګاني ولری، هغه ارزوګاني مو خدای ج در پوره کړه، چي ستاسي د خوښۍ په ملاتړ کي تر هر څه لومړۍ وي.

له هیواد څخه د ناپوهۍ، جنګ، بدبختۍ او بې عدالتي د ورکېدو په هیله!

۱  / حمل / ۱۳۹۹ل. کال

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply