د اوبو د وېش نړیوال اصول، افغانستان او ګاونډیان

ليکوال : محمد داود نيازى

0 1,614

د اوبو نړیوال کنوانسیون د دومې مادې له مخې  نړیوالې اوبه هغه اوبو ته ویل کيږي چې په څو هیوادونو کې جریان لري . کله چې د دوه هیوادونو تر مینځ په یوه مسله کې اصولي او قانوني تړون یا پریکړه په رسمی ډول شتون ولري نو ستونزه هغه وخت پیدا کيږي چې یوه غاړه د اوبو د ویش تړون تر پښتو لاندې کړي او بیا سرغړوونکي جریمه کيږي .د اوبو د نړیوالو اصولو پر بنسټ په هر يوطاد کې چې اوبه یا سیند وي دا د هغه هېواد ملکیت محسوبيږي کله چې اوبه له یو هیواد څخه بل هیواد ته بهیږي بیا هغه اوبه نړېوالې اوبه وايي او دویم هېواد ته چې بهيږي دا د دویم هېواد حق دی یانې دا اوبه بیا د دواړو  هېوادونو حق ګڼل کيږي او که دریم هېواد ته هم ځي نو بیا د دریم هېواد اوبه هم ګڼل کيږي .

خو که چیرته د یو هېواد اوبه دویم هېواد ته لاړې شي او بیا بیرته لومړي هېواد ته راوګرځي دا اوبه د لومړي هېواد حق محسوبيږي خو دویم هېواد د اوبو د اندازې او په هغه سیمه کې چې مسیر دی د اوبو حق لري . چې په ټوله کې نړۍ کې دوه ډوله سیندونه شتون لري:

لومړی هغه سیندونه چې سرچینه او ختم یې په یو هېواد پورې اړه لري چې ملکیت یې هم د دې همدې هېواد بلل کيږي.

دویم ډول هغه سیندونه دي چې سرچینه یې له يو هېواد څخه خو په څو هېوادونو کې بهيږي چې دی ته نړيوالې اوبه یا سرحدي اوبه وايي چې په ټوله نړۍ کې 250 په شاه خوا کې داسې سیندونه شتون لري .  چې د د ګټې اخیستنې اصول يې  په لاندې ډول دي:

الف: هغه هیواد چې د سرچینې خاوند وي او د سیند ډېره برخه په یاد هیواد کې وبهېږي.

ب: د سیند د اوبو تاوان چې کوم هېواد ته ډېر وي هغه د ډېرو اوبو مستحق دی.

ج: د اوبو د وېش نه وړاندې پانګونه چې کوم هېواد ډېره کړې وي لکه ابادي، بندونه، انهار، کانالونه او داسې نور یې جوړ کړي وي د هغه هیواد برخه هم په اوبو کې ډېره ده.

چې د هېواد اوبو د قانون د اتمه مادې او نهمې فقره داسې وايي : د افغانستان او د ګاونډيو د ګډو پولو د اوبو تنظیم ،پلان جوړونه،لوري دبلولو،د بهرنیو چارو وزارت،کورنیو چارو وزارت او د قومونو او قبایلو چارو د وزارت په هوکړه  د اوبو بريښنا د وازرته له دندو څخه ګڼل کيږي .

افغانستان د اوبو ستونزه اوس د مرغاب سیند له وجه کیدای شی ترکمنستان سره ولری ځکه پخوا د مرغاب سیند دلتا په پنجده کی وه چی هغه سیمه د افغانستان ملکیت وه .

د هیواد د اوبو تیر اوس او راتلونکی : د هزار سم او د هندوکش په سیمه کې کرنیزې ځمکې کرل شوي دی چې 30000-20000 مخکې له میلاد څخه پورې رسيږي نو په دې احتمال سره ویلی شو چې د هیواد شمالي برخه د نړۍ د لومړنیو سیمو څخه ګنل کيږي چې حیوانات او کورني نباتات په کې ول او وروسته بیا کرنیز کلي چې 7000-5000 کاله وړاندې د ده مراسی غونډی کې په قندهار ولایت کې د انسان د تغیر حالت څرګندوي چې کرنیزې خمکې وې او وروسته بیا په کوچنیو ښارونو بدلې شوي دي. چې په دې دوران کې کې داسې نښې شته چې د برنزو او فارفورز دور دی د ځمکو او کلیو د پراخیتا په صورت کې د هندوکش خلکو د اوبو لګونې لومړنې چارې ترسره کړي دي او هغوی ته اجازه ورکړې چې د غلو کښت ترسره کړي .دا شمالي سیمې هماغه د باختر سیمه ده چې لودیزو لیکوالان یې «باکتریا» (Bactria) بولي . په هیواد کې په لومړی ځل د امیر حبیب الله خان په وخت کې د بريښنا د تولید بنسټ په کال 1912 کې د جبل السراج د بند په جوړیو سره کیښودل شو . چې وروسته بیا په هیواد کې یو شمیر بندونه او د اوبو خور سیستمونه او کانالونه جوړ شول چې تیر څپرکي کې یادونه شوې ده . له بله اړخه د افغانستان  د اوبو قانون د هیواد د اوبو په اړه داسې وايي :

دویمه ماده :اوبه عامه ملکیت دي دولت یې د هغوی د ساتنې او ادارې مسول دی

افغانستان د اوبو له کبله يو غني هيواد دی چې د اوبو کلنۍ جريان يې 75 ميليارد متره مکعبو ته رسيږي .څيړنې ښيي چې په افغانستان کې نظر د اوبو نورو سرچينو ته له سيندنو او کانالونو ډيره ګټه پورته  کيږي، د ارقامو له مخې داوبو د لګولو د سيستم  84سلمه سيندنو او کانالونه،8سلمه چينې 7سلمه کاريزونو او 1سلمه څاګانې جوړوي.د افغانستان د اوبو زيرمې سيندونه او  ولاړې اوبه يا جهيلونه  دي.د افغانستان ولاړې اوبه ډيری په مرکزی او يا غرنيو سيمو او په غربی دښتو کی شتونه لري. دافغانستان داوبو سرچنې او اوبه اخستونکې حوزې دهندوکش لړۍ او دهغه لوړې څوکې جوړوي په تيره بيا هغه  تلپاتې واورې چې دواخان ،پامير ،ختيځ او لويديځ هندوکش او د بابا په غره باندې کلونه کلونه  پرتې وي .په پسرلي او دوبي کي ويلي کيږي او په بيلا بيلو حوزو کې بهيدونکي اوبه منځته راوړي ، همدا اوبه او سيندونه  د پسرلي او دوبي په موسمونو  کي دومره زياني او طوفاني کيږي چي د کافي نباتاتو د نه شتون  له  کبله د ځمکو د ويجاړۍ او ښويدني لامل ګرځي چي کرنيزې ځمکې هم له ځانه سره خرابوي .په ټوليز ډول  د افغانستان سيندونه د اوبو بهيدنه تونده ده چي د اصلي سيندونه مرستيالان د لوړو څوکو څخه سر چينه اخلي او په کږو وږو لارو مخ په ځوړو رابهيږي او له بله پلوه د سيندونو تل په  ټوليزه توگه کوچني او تنګي بڼه لري چي له همدي امله د ځمکو د تخريب سبب گرځي .

د افغانستان د روانو اوبو له ډلې څخه 11سلمه دپاکستان خاورې ته 10سلمه د ازبکستان او ترکمنستان خاورې ته 79 سلمه د هيواد پولو په دننه کي ولاړو اوبو دښتو او جهيلونو ته ورتوئيږي . په هيواد کې له سیندونو څخه دبريښنا د توليد،دکرنې د اړتیا لپاره ، د باغونو او ځنګلونو د سمسور تیا او د حیواناتو د روزنې لپاره کارول کيږي . د تفريح ځايونو ،چمنونو ، زينتي ونو اوګلانو پراختيا ليدونکي (سيا حانو ) تو جه راجلبوي.

په هيواد کې په هره ثانیه کې 1100 متره معکب اوبه په کرنه کې لګول کيږي او په هيواد کې د هر نفره لپاره کلنې لګښت د اوبه 1 څخه تر دوه زره متره معکب په نظر کې نیول شوی دي .که چیرته په هيوادونو کې د یو نفر ته زره متره معکب چې 2740 لیتره کيږي په نظر کې ونیول شي نو هغه هيواد ته د کمو اوبو هيواد وايي . چې په ټوله نړۍ کې 26 هيوادونه او 232 میلونه خلک دي .

اوسمهال افغانستان د خپلو ټولو اوبو څخه  دريش سلنه ګټه پورته کوي د هيواد د ټولې ځمکې څخه  5.3 میلیون هکتاره ځمکه د کښت وړ ده خوا اوس یوازې 1.6 میلیون هکتاره ځمکه د استفادې وړ ده  دا په داسې حال کې چې په هیواد کې د اوبو 554 لويو او کوچینو بندونو د جوړویدو امکان  هم شته همدارنګه په هیواد کې د بريښنا دوه بنسټيز سرچینې شتون لري چې يوه یې وارداتي او بله یې ټولید ده د دغو دوو سرچینو څخه تولیدي سرچینه 23 سلنه د هیواد له ټولنې بريښنا څخه او وارداتي بريښنا بیا 77 سلنه جوړه وي په همدې ډول اوسمهال په ټول هیواد کې 23 سلنه خلک له بريشنا څخه ګټه پورته کوي پورتني ارقام  څرګندوي چې افغانستان په وارداتي بريښنا تکیه لري.

افغانستان د بريښنا ظرفیت تر دیرش زرو میګاواټو پورې دی خو له بده مرغه تر اوسه موږ د خپلې اړتیا وړ بريښنا هم خپله نه ده تولید کړې .

افغانستان د اوبه یو له مهمو مسایل څخه ګڼل کيږي چې د ګاونډي هیوادونو سره  په یو نه یو ډول لاس او ګریوان دي او په هيواد کې جنګ یو لوی عامل هم اوبه ګڼل کيږي چې ښې بیلګې په پکتیا کې د مچلغو بند او په فراه او نیمرو ز او هلمند کې د کمال خان ، سلما او کجکي بندونه دي چې ګاونډي هېوادونه پرې بریدونه کوي .

افغانستان له ایران سره د اوبو په ویش کومه ستونز نه لري ځکه دا موضوع حل شوي چې افغانستان له ایران د اوبو د ویش یو تړون لري چې د دې تړون له مخې ایران د افغانستان په اوبو کې په یوه ثانیه کې 26 متره معکب حق لري له پاکستان سره د اوبو په اړه موږ ځکه خبرې نه کوو چې د ډیورنډ مسله هم دلته ذکر کيږي دا افغانستان اوبه اباسین ته ځي چې د لوی افغانستان برخه ده .

په دریم قدم کې د مرکزي اسیا سره د اوبو مسله ده چې دا اړینه ده ځکه د امو سیند څلويښت سلنه مرستیالان د افغانستان له خاورې دي او زیان هم ډیر افغانستان ته دی .

نو که له مرکزي اسیا سره د اوبو د ویش مسله څومره زر حليږي  د افغانستان په ګټه ده خکه دوی له همدې اوبه بريښنا تولیدوي بیا پر موږ پلوري نو ښه خبره ده چې د افغانستان حق معلوم شي که اوبه نه وي نو بريښنا دی راکوي په همدې ډول د پاکستان سره د اوبو مسله باید ذکر نه شي یوازې له اوبو چې هر ډول وي ګټه واخیستل شي او له ایران سره موږ ستونزه نه لرو ځکه له ایران سره د اوبو مسله حل شوی ده.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply