پر دیني عالمانو بریدونه؛ آی اېس آی غواړي د

نوید احمد څرک

0 629

پر دیني عالمانو بریدونه؛ آی اېس آی غواړي د افغانستان دیني او مذهبي سټېج د طالبانو په لاس ور کړي

پرون د بشري حقونو خپلواک کمېسیون راپور خپور کړو چې پکې ویل شوي په تېرو نهو میاشتو کې پر لمونځ کوونکو، امامانو او عبادت ځایونو ۱۷ځانمرګي بریدونه، چاودنې او هدفي وژنې شوې دي.

د کمیسیون په وینا په دې بریدونو کې د هېواد د مطرحو دیني عالمانو په ګډون ۱۷۰ تنه وژل شوي او ۲۷۲ تنه ټپیان شوي دي.

د بشري حقونو خپلواک کمیسیون ویلي چې د دغو بریدونو مسؤلیت طالبانو او داعش ډلې منلی دی.

د بشري حقونو خپلواک کمېسیون په دغه راپور کې راغلي دي چې د سږکال په جوزا میاشت کې طالب جنګیالیو د بغلان ولایت د دهنه غوري ولسوالۍ د زاړه کلي د شیخ حسین جومات ملا امام د سیمه ییزو پولیسو د یوه قومندان د جنازې او فاتحې د اعلان له امله وډباوه او وروسته یې ووژاه.

ممکن د ځینو سره اوس هم دا سوال وي چې پر دیني عالمانو او مرکزونو بریدونه څوک کوي؟

که چې مسائل تحلیلوو، موږ باید ماضي ته لاړ شو، د وروستي برید نوعیت، باید د تېرو بریدونو سره مقایسه کړو، په دیني مرکزونو بریدونه او د ديني عالمانو وژنې تېر شل کاله په سلسله وار او ځنځیري ډول شويدي او ډېر کاله یې طالبانو مسؤلیت اخیستی دی.

په ننګرهار کې پر مولوي ظاهر حقاني برید، مولوي حقاني روانه جګړه ناروا بلله، طالبان یې سولې ته را بلل، مولوي سمیع الله ریحان چې دیني دعوت یې کاوه، د افغان امنیتي ځواکونو ملاتړ یې کاوه، ووژل شو، د مولوي بصیر حقاني وژنه، د مولوي ګل پاچا حماد وژنه د دغو ټولو بریدونو مسؤلیت طالبانو منلی او دوی یې د امریکا نوکران او غلامان ملایان بللي دي.

د غزني په اندړو کې یې ۸۶ کلن مولوي نورالله د خپلو دوو زامنو سره پر لمانځه ولاړ شهید کړو.

د شاهین قول اردو پر جومات د لسو ځانمرګو برید چې سرتېري د جعمې پر لمانځه ولاړ و، طالبانو یې په ډېر ویاړ مسؤلیت ومانه، کله چې له طالبانو وپوښتل شول چې ولې یې پر جومات برید وکړو، دوی دلیل ووایه چې دا خو د منافقینو جوماتونه دي او ویل چې د پیغبر ص په وخت کې مسجد ضرار ړنګ شو، چې د منافقینو مسجد و.

طالبانو تر دې وړاندې د سږ کال په روژه کې په پکتیا کې په پولیسو د روژه ماتي پر مهال برید وکړو، د کندهار په پنجوايي ولسوالی کې یې ۱۷ پولیس د روژه ماتي پر مهال ووژل طالبانو یې مسؤلیت واخیسته.

په تېره روژه کې یې په پروان او خوست کې پر تراوېحو ولاړ کسان شهیدان کړل.

خو اوس پوښتنه دا ده چې طالبان او داعش ولې مذهبي ځایونه او دیني عالمان په نښه کوي؟

په مذهبي ځایونو کې ځانمرګي بریدونه او چاودنې د جګړې تر ټولو وحشي اړخ دی، چې د بهرنیو استخباراتي کړیو لخوا د دوی د لاسپوڅو ترهګرو په لاس ترسره کیږي. چې طالبان او داعش دي، استخباراتي کړۍ په ځانګړي ډول  آی اېس آی د دې ډول کړنو په ترسره کولو سره غواړي، خپلو راتلونکو شومو موخو ته د رسیدلو لپاره لار هواره کړي، ځکه دوی غواړې طالبان یو ځل بیا د افغانستان واک ترلاسه کړي او هر هغه څوک چې د دوی د لارې خنډ ګرځي او د دوی افراطي مفکوره او طرحه ننګوي، په ځانګړي توګه هغه دیني عالمان چې خلکو ته حق بیانوي، د اسلام رښتینی تبلیغ کوي او د دوی د جګړې مشروعیت ننګوي، له مخې لېري کړي او د افغانستان دیني سټېج طالبانو ته په لاس ور کړي.

زما په اند په دې کار سره دوی غواړي لاندې موخې ترلاسه کړي:

د هغو جیدو او رښتینو دیني علماوو وژل او له مخې لېرې کول چې د دوی افراطي فکر ننګوي او په راتلونکې کې یې د خپلې لارې خنډ بولي.

د برید له ترسره کیدو وروسته په ټولنیزو رسنیو کې د خپلو ګوډاګیانو په واسطه د حکومت او امنیتي بنسټونو تورنول تر څو خلک پر دوی شکمن کړي او باور یې زیانمن کړي.

د ولس او دولت، د منبر او ارګ ترمنځ  فاصله رامنځته کوي او ولس پر خپل دولت بې باوره کوي.

دا ډول بریدونه د داعش ترسیوري لاندې تر سره کول ترڅو له طالبانو سره د سولې وروسته د داعش په نوم جګړې اوږدیدو ته زمینه برابره شي او د داعش پروژې ته پراخ تبلیغاتي کمپاین کول.

په هیواد کې مذهبي او فرقه یي جګړو ته لمن وهل، ترڅو په هیواد کې د سني او شیعه په نوم د جګړې یو بل ډګر پرانیزي.

دولت باید د هغو دیني علماوو، قومي مشرانو او نورو علمي کدرونو امنیت ته ځانګړې پاملرنه وکړي چې د هیواد د دښمنانو لخوا په نښه شوي او غواړي لمنځه یې یوسي.

د هیواد مشهور جوماتونه، تیکه خانې، دیني او فرهنګي مراکزو امنیت ته باید ځانګړې پاملرنه وشي او د جمعې او اخترونو د لمونځونو او نورو دیني او فرهنګي غونډو څخه مخکې باید خامخا یو ځل وپلټل شي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply