دوې لارې، د محمودي مرغلرې

ليکنه: حبيب وقار

0 1,133

هر کتاب یو درس، يوه لاره، يو لارښود، ګټه وټه او شتمني ده. هر کتاب چې لولو يو څه ترې زده کوو، يو څه ترې اخلو او ان اخيستل شوي څه نورو ته هم ورکوو، ځکه چې له خلکو سره د راشه درشه چلند، د راکړې ورکړې ډول او په ټولنه کې فعاليتونه مو له مطالعې سره رښتيني، ښکلي، په زړه پورې او د خلکو د قناعت وړ کېږي، نو کتاب ولولئ خو د لوستو تر څنګ مو چې څه ترې واخيستل ويې ليکئ، څو ستاسې له اخيستنې نور ځوانان هم يو څه واخلي او پوه شي چې کتاب لوستل ژوند راښيي.

دا دی د (دوې لارې) په نوم نوي چاپ شوی کتاب، د مطالعې نوبت را ورسېد او ولوستل شو. غواړم يو څه نچوړ يې له تاسې درنو لوستونکو سره هم شريک کړم. دوې لارې، د لنډو کيسو ټولګه په ۷۸ مخونو کې په خړ رنګه کاغذ د کلي عامه کتابتون له لوري د ليکوال په خپل مالي لګښت چاپ شوی دی. په دې کتاب کې ټولټال تر دې (بوټونه، چيغه، جنازه، سينګار، ړوند، ناشکري، بې وسي، دعا، غواړم نن مې زوی ووينم، د شنې څادرۍ څېښتنه، دوې لارې، تر ټولو بدمرغه انسان، د کارېز اوبه، تور سرې، ټکسي چلوونکی، مرسته، خیرات، ولور او علم او شتمني) عنوانونو لاندې (۱۹) له ښکلو پيغامونو ډکې کيسې راغلې دي.

 د محمودي صیب نثر ډېر خوږ، روان او له ښکلو پيغامونو ډک دی. کتاب مې ولوست ډېر څه مې ترې زده کړل. په کتاب کې د (دوې لارې) په نوم کيسه چې کتاب يې هم په همدې نوم نومولی دی راغلې. په ياده کیسه کې د ښار له يوې لويې تېروتنې پرده پورته شوې. زموږ ډېری هېوادوال د (دوې لارې) کيسې له برخليک سره مخ شوي دي، ځينو يې په پيسو ځان خلاص کړی او ځينې بيا د خلکو او ښاريانو له لويو ملنډو، وهلو، ډبولو او بې عزتيو سره مخ شوي دي.

هر کيسه ليکوال، کيسه يوازې د دې له پاره نه ليکي چې لوستونکی له پېښو خوند واخلي او په تلوسه يې ولولي، هره لنډه کيسه له ځان سره لوی لوی مفهومونه لېږدوي او خلکو ته لوی لوی پیغامونه لري چې ډېری يې د خلکو په ژوند نېغه اغېزه لري. راځئ د خپلو خلکو له پاره یو څه وکړو، که هغه د ليکوالۍ، ژباړې او يا بل هر مسلک او هنر له مخې وي، ځکه چې ټولنه پر موږ حق لري او موږ يې بايد حق په ښه او اغېزناکه توګه ور اداء کړو. لکه څنګه چې محمودي صیب په (دوې لارې) کتاب کې خپلو هېوادوالو ته له کچې ډېر پيغامونه او د ژوند لارې ور په ګوته کړې دي.

په (دوې لارې) کتاب کې د (ړوند) په نوم کيسه راغلې په دې کيسه کې انور یتيم کېږي، مور يې هڅه کوي انور زوی يې تعليم وکړي او لوی انسان ترې جوړ شي. زوی ته يې وايي پوهېږي چې له خاوند يې زوی ته ډېره دنيا ورپاتې ده خو بې تعليمه انسان د ړوند په څېر دی.

اما انور يې نه مني هغه وايي چې دا دی هرڅه لیدی شي او ړوند نه دی. انور لويېږي يوه ورځ له ډاکټر څخه د معايناتو پاڼه اخلي او لابراتوار ته وړي خو لابراتوار پيداکوی نه شي، د لابراتوار په مخه کې ولاړ دی، له يوه موچي پوښتي کاکا پلانی لابراتوار چېرته دی. موچي ورته وايي ولې ړوند یې نه وينې چې په سر دې لوحه ولاړه ده. انور وايي په همدې وخت کې پوه شوم چې مور مې کلونه مخکې راته ويلي وو چې بې زده کړو انسان د ړوند په څېر وي. زه خو په رښتيا هم ړوند یم.

که د (ړوند) په نوم کيسې پيغام ته پام وکړو، په دې کيسه کې د هغو کسانو له پاره چې زده کړو ته ارزښت نه ورکوي لوی پيغام او لوی درس دی. هغه کسان چې زده کړې نه لري په رښتيا هم ړانده دي او ړانده خو هېڅ کله هم لاره او ګودر ليدی نه شي، نو هر چا چې هره لاره ورته وښوده په هماغه لاره روانېږي. د ښې او بدې لارې تفکيک يوازې هغه وخت ليدی او کړای شي چې له پايلې سره يې مخ شي، تر بې ارزښته، بدرنګې، زيانمنې او تباه کوونکې پايلې ليدو وروسته يې پوهېږي چې په کومه روان دی او چا د کومې موخې له پاره روان کړی دی.

د محمودي صیب يوازې د (ړوند) او (دوې لارې) کيسې د ستاينې وړ نه بلکې، هره کيسه يې په ډېر څه ليکلو ارزي، د (بوټونو) په نوم کيسه کې د بشیر لوی همت او لوړ مرام وينو. بشیر پلاستيکي کڅوړې پلوري، يوه ښايسته پېغله چې د مېوې له یوه پلورنځي راوزي، په لاسونه کې يې کتابونه او د مېوې کڅوړې دي. له وړوکي بشير يوه پلاستيکي کڅوړه اخلي، بشیر چې د پېغلې بوټونو ته ګوري، ووووو يې له خولې وزي نجلۍ ته وايي دا دومره ښکلي بوټونه دې له کومه کړي، هغه ورته وايي ورور يې ورته اخيستي.

نجلۍ ورته وويل ایا تاسې هم غواړئ چې زما په څېر وئ او ورور دې ښايسته بوټونه درته واخلي؟

 وړوکی بشير ورته وايي:

 نه، نه غواړم ستا په څېر وم او ستا په څېر ښکلي بوټونه ولرم. نجلۍ حيرانېږي ورته وايي نو بيا څه غواړې، ماشوم ورته وايي غواړم ستا د ورور په څېر شم چې خور ته مې ښکلي بوټونه واخلم.

دلته يو ماشوم دا هيله نه لري چې خپله ښکلي بوټونه ولري خو غواړي چې خور ته يې ښکلي بوټونه واخلي، دلته موږ ته راښيي چې زموږ هر ماشوم چې درانه کارونه کوي او په سخته يې کورنۍ ته يوه مړۍ ډوډۍ پيداکوي په خپل کوچني ذهن کې لوی لوی ارمانونه لري او مخکې تر دې چې ځان ته څه پيداکړي د خپلې کورنۍ غړي يې په فکر کې دي او خپله ماشومه خور يې چې له ده پرته بل سيوری نه لري له ياده ويستې نه ده او لومړی د خپلې خور خوښي لټوي.

دوه لارې کتاب له بهترينو پیغامونو ډک دی، د ځينو کیسو په اړه مې يې معلومات درسره شريک کړل. د يادونې وړ ده چې تر دې وړاندې د محمودي صیب پنځه نور کتابونه ليکنې او ژباړې هم خپرې شوې دي، نوموړي ته د لابرياوو په هيله يو، قلم يې دې تاند او روان وي، په پای کې به د خيرات په نوم يوه کيسه په بشپړه توګه درسره شريکه کړم چې په لوستو به يې د خپلې ټولنې بشپړ انځور په خپلو سترګو ووينئ او د هر هغه کور له حاله به چې له زياتې بېوزلۍ سره مخ دي خبر شئ. خيرات کيسه زموږ د ټولنې بشپړ انځور دی.

خيرات

ماشوم له اوږې څخه بوجۍ ښکته کړه، لاسونه يې خولې ته يوړل، بېرته يې يو پر بل وموښل چې لږ څه ورسره تاوده شول، په بيړه يې د کثافت ټوکرۍ په ژۍ کې بند کړل، ښۍ پښه يې ور پورته کړه او په احتیاط ور ښکته شو.

لومړی يې د پيپسي په يوه قوتي سترګې ولګېدې، په خوشالۍ يې را پورته کړ، بهر ته يې وغورځاوه، وروسته يې تر څنګ توره پلاستيکي کڅوړه په لغته ووهله، د وريجو په ليدو يې تندی وځلېد، کېناست د کڅوړې خوله يې خلاصه کړه، وريجې يخ وهلې وې، خو ښکلی رنګ يې درلود، په خوړو يې پيل وکړ.

ماشوم ته څه به زړه کې ور وګرځېدل، د کڅوړې خوله يې بنده کړه، له ځان سره په خبرو شو، دا به کور ته يوسم، يوازې مې له ستوني نه تېرېږي، خوندورې دي، په کور کې به يې په ګډه وخورو.

ماشوم په بيړه له کثافت ټوکرۍ راښکته شو، د وريجو ډکه کڅوړه يې په خپله بوجۍ کې واچوله، د کور په خوا روان شو، په تلو تلو کې يې وويل:

خدای يې دې خيرات قبول کړي، رښتيا هم چې ښه خيرات يې کړی، پرون چې خلکو د دوی د خيرات غورې کولې، خو ملامت نه وو.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply