د کرونا ناروغۍ په اړه هیله بښوونکې خبرې

لیکوال:‌ ډاکټر عطاالله زیارمل

0 653

 

په امریکا کې د کرونا ناروغۍ د تشخیص لپاره یو داسې ماشین تازه جوړ شوی دی چې په پنځو دقیقو کې معلومولی شي چې یو کس په ناروغۍ اخته دی کنه. پخوا به د ناروغۍ د تشخیص پروسه ډېره اوږده وه او یو کس ته به په داسې وخت کې د هغه د معایناتو نتیجه ویل کېده چې ممکن د هغه ناروغ کس د کورنۍ نورو غړو ته به لا وختي دې مرض سرایت کړی و. پر وخت د نه قرنطین کېدو له امله د نورو د اخته کېدو چانس هم ور سره زیات و.

د کابل پوهنتون یوه پخواني استاد کيسه کوله چې ملګری یې امریکا کې اوسېږي، عمر یې تر شپېتو کالو اوښتی او تېره اونۍ په کرونا مرض باندې اخته شوی و. ویل یې چې وچ ټوخی را ته پیدا شو نو ډاکټر ته ولاړم. هلته یې را څخه د معایناتو لپاره مواد واخیستل او بېرته کور ته راغلم. د شپې درې بجې به وې چې زنګ راغی او له خواږه خوبه یې پاڅولم. ټلیفون مې را واخیست او له ځان سره مې ویل چې بیا به چا له کابله زحمت ایستلی وي. سترګې مې وغړولې ګورم چې شمېره ځايي ده نو له (هلو) ویلو وروسته یې سمدستي را باندې دا زیری وکړ چې د کرونا معاینات دې مثبت دي او باید سمدستي ځان قرنطین کړې. وايي چې تر سهار په کوټه کې همداسې سربداله یوه خوا بله خوا ګرځېدم او د کرونا له وېرې مې مېرات مړی خوب بېخي وتښتېده. له ځان سره مې ویل چې وه کور ګډې! ولې دې تر سهاره دا د غم زیری نه ځنډاوه؟ خوب خو به مې پوره کړی وای بیا به مې دې قرنطین ته ځان برابر کړی وای. دا لا څه کوې، په شنه سهار یې زما د ټولې کورنۍ غړي د معایناتو لپاره کلینیک ته بوتلل چې له دوی څخه یوازې زما په کورودانې کمبختې دا ټکه را لوېدلې وه. دواړه په خپله کوټه کې بند شو او بچیانو به مو را ته ډوډۍ له دروازې دباندې کېښوده.

ویل یې چې هماغه اوله ورځ ډېره سخته را باندې تېره شوه. په یوه ورځ کې را باندې د مرض څو نښې را ښکار شوې.‌ کله یوه او کله بله علامه راښکاره کېده. ممکن دا ټولې د وېرې له امله وې ځکه چې له رسنیو څخه مو د دې مرض په اړه کافي معلومات ترلاسه کړي و. کله به مو سر خوږېده او کله هم ځان خو همدا پراسټامول ګولیو ته لګېدلي و د ورځې درې وخته به مو تر خولې کولې چې اوس دا دی ورځ تر بلې دواړه رغېږو او له خیره لکه چې له دې بلا روغ ووتو.

له نېکه مرغه د دواړو صحت اوس ښه دی او مرض یې مخ اړولی دی. زموږ دوست ورسره ټوکې کړې وې چې تر دوو کلونو پورې باید زموږ کره سر را ایسته نه کړې چې خدای مکړه موږ په کرونا اخته نه کړې. دوست مې چې د خپل همصنفي کیسه کوله په خندا یې وویل چې: دا لا چا ویل چې کرونا مشران وژني او کشرانو ته څه نه وايي؟ چا ورغبرګه کړه چې د دوی راز په دې کې دی چې دواړه یوه کوټه کې قرنطین وو. ځکه چې ځينې مېرمنې خپل مېړونه هم له کرونا کم نه ګڼي خصوصاً چې کله په کور پاتې شي. مېړونه بیا وايي‌ چې کرونا په متاهلینو باندې اغېز نه کوي ځکه چې دوی باندې عین کانې دویم ځل نه کېږي! 

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply