د عامې روغتیا چارواکو ته یو وړاندیز

0 727

په راتلونکو اونیو کې ممکن په افغانستان کې د کورونا ناروغي له شته ۴۰ پېښو څخه نورې هم ډېرې زیاتې شي ځکه چې تر اوسه یې ځينې خلک هسې ټوکې ګڼي او د مخنیوي او وقایې لپاره یې هیڅ تدابیر نه دي نیولي او حتی په هغه چا چې دغو تدابیرو ته پام کوي دغه ناخبره خلک ورباندې ملنډې وهي. دا هر څه له ناخبرۍ څخه کېږي خو حکومت ته پکار دي چې د نویو روغتونونو په جوړولو سره د خلکو په سترګو کې خاورې وا نه چوي.‌ د نویو روغتونونو جوړول په اضطراري حالاتو کې معقوله لاره نه ده. دغه بودیجه باید د تعمیرونو د جوړولو پر ځای په طبي تجهیزاتو او هم د اختلاطي ناروغانو سره د مرستې لپاره په درملو او طبي الاتو باندې ولګوي. دا ځکه چې زموږ اقتصاد او امکانات د چين په شان نه دي چې په یوه اونۍ کې یو لوی روغتون جوړ کړای شو.‌ دلته د روغتونونو د جوړولو مسابقه باید پرېښودل شي، چې موږ یې په څو ورځو کې جوړولای شو؟ دلته د خپلو انجینیرانو د امتحانولو وخت نه دی بلکې باید د ناروغۍ د مخنیوي او هم د درملنې لپاره په شته امکاناتو باندې غور وشي او د روغتیا وزارت باید شته امکانات د خپل کاري پلان برخه وګرځوي.

په دې وخت کې باید د تاسیساتو په جوړولو باندې خپل وخت او بودیجه ضایع نه کړي بلکې د درملنې برخې ته باید جدي توجه وکړي. له ځان څخه باید دا وپوښتي چې شته روغتونونه د تنفسي اختلاطي ناروغانو د درملنې لپاره امکانات لري؟ حتی د مصنوعي اکسجن د ورکړې کافي ماشینونه په واک کې لري؟ ښکاره ده چې د دغو دوو پوښتنو ځواب هم (نه) دی نو بیا ولې ځان یا عام خلک په دغو نویو روغتونونو جوړولو باندې وغولول شي.

حللاره څه ده؟

دا چې د کورونا ناروغۍ د مخنیوي او وقایې لپاره باید لویې غونډې جوړې نه شي او د همدې لپاره باید لوی د کنفرانسونو تالارونه او هم د ودونو تالارونه وتړل شي ترڅو د ناروغۍ مخنیوی په ښه توګه شوی وي. دا چې دغه لوی تالارونه تړل کېږي نو ښه به دا وي چې حکومت له دغو تالارونو څخه سمه او پر وخت ګټه واخلي. حکومت کولی شي له همدې تالارونو څخه د موقتي روغتونونو په حیث ګټه واخلي او د همدې موقتي ګټې اخیستنې لپاره سر له اوسه په خپله بودیجه او هم په نورو قانوني مراحلو باندې یې کار پیل کړي. که خدای مکړه په کابل یا بل کوم لوی ښار کې دغه ناروغي تیت شي نو بیا به هغه بودیجه چې د نویو روغتونونو پر جوړولو باندې مصرف شوې وي او یا مصرفېږي د کورونا د وبا مخه به څنګه ونیسي؟ په هرات کې به دغه نوی سل بستریز روغتون د ناروغانو څه علاج وکړای شي؟ ایټالیا له خپلو ټولو امکاناتو سره په سرو سترګو ژاړي او نړیوالو ته یې د مرستې لاس ور اوږد کړی نو څه فکر کوئ چې بیا به د افغانستان څه حال وي چې دغه وبا ګډه شي؟

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply