په ټوله نړۍ کي د کرونا له کبله د وژل سوو انسانانو شمېر تر ۲۲ لکو زيات سوی دی. د امريکا تر څنګ په زياتو هيوادونو کي د کرونا ضد درملو جوړولو هڅې ادامه لري.
د ملي روغتيا له پاره د امريکا د متحده ايالاتو انستيتيوت په يوه رسنيزه اعلاميه کي ويلي چي دغه درمل يې د (Remdesivir) په نوم موادو پر بنياد جوړ کړي دي چي پر بيزوګانو يې اغېزې مثبتې او حوصله ورکوونکي دي.
ياد مواد چي اېبولا او ماربورګر ويروسونو د مخنيوي له پاره ازمويل سوي، لا تر اوسه د درملو په توګه په بازار کي د خرڅلاؤ له پاره د وړاندي کېدو جواز نه لري.
ياد امريکايي انستيتيوت ويلي چي په کرونا و اخته بيزوګانو ته د يادو ازمويښتي درملو د ورکول کېدو وروسته د هغوی په روغتيايي وضعيت کي بهتري راغلې. په دې ترڅ کي د کرونا ويروس له کبله د هغوی سږي هم بهتره سوي دي. پر دغه درملو ازموينې لا ادامه لري.
ياد درمل چي لا تر اوسه په رسمي توګه د خرڅلاو اجازه نه لري، په روغتونونو کي پر داخلو د کرونا پر يو شمېر مريضانو هم ازمويل سوي دي. دغه درمل چي کله بدن ته داخل سي نو د ويروس د له منځه وړلو هڅه کوي.
د ياد انستيتيوت په خبرپاڼه کي راغلي چي شپږو په کرونا کويد ۱۹ اخته بيزوګانو ته دغه درمل د رګونو له لاري ورکول سول. زياته سوې چي د درمل د مقدار د زياتولو وروسته د دغو بيزوګانو په سږو کي بهتري راغله او د يوې اونۍ په جريان کي په مجموعي توګه د هغوی ناروغي د کمېدو پر لور روانه سوه.
ياد درمل د امريکا د متحده ايالاتو د جيليډ سائنسز بائيو فارماسيوټيکل طبي تحقيقي ادارې د هڅو پايله ده. د دغې ادارې مقر په کاليفورنيا کي دی چي د تجارت له پاره درمل جوړوي.
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320