د کرونا؛ پوښتنې او ځوابونه

ایمل ښمر

0 752
سرچینه: د روغتیا نړیوال سازمان
ژباړه: ایمل ښمر
ارو مرو یې ولولئ، یوازې پینځه دقیقې وخت مو اخلي، مالومات کره، عام فهمه او اړین دي، ما یې ځکه د ژباړې هڅه وکړه چې یو خو دقیق او کره وو، یانې د روغتیا نړیوال سازمان وړاندې کړي، بل دا چې دغو پوښتنو یوازې ژباړه غوښته، مسلک نه او تر ټولو مهمه دا چې موږ باید د کرونا په اړه ځانونه او خپل خلک اپډېټ کړو، نور خلک دا کار په ډېره چټکۍ کوي.
خپله او د کورنۍ غړو ته یې ولولئ او چې ومولوستل، حتما یې تر نورو هم ورسوئ.
هغه پوښتنې چې ډېری خلک یې د کرونا یا COVID-19 ویروس په اړه کوي:
۱: د دې ویروس عوارض کوم دي؟
ځواب: معمول اعراض یې: تبه، ستړیا او وچ ټوخی دی.
نامعمول اعراض یې: د عضلاتو درد، ستوني درد، د پزې بندېدل، د پزې اوبه بهیدل او اسهال/پېچ دی. په دې ویروس ځینې اخته ککړ کسان بې له عوارضو هم وي.
۲: کوم کسان باید روغتیایي مرکزونو ته لاړ شي؟
ځواب: هغه کسان چې تبه لري، ټوخی لري او په سا اخیستو کې ستونزه لري.
۳: په دې ویروس ټول ککړ کسان په روغتون کې بسترېدو ته اړتیا لري؟
ځواب: پر دې ویروس 80% هغه ککړ کسان چې کوم ځانګړي اهتمامات ونه لري، روغېږي، او پر دې ویروس له هرو شپږو ککړو کسانو څخه ښایي د یوه یې حالت خراب شي او د سا اخیستنه یې ستونزمنه شي، چې دا ډول کس په روغتون کې بسترېدو ته اړتیا لري.
۴: آیا پر دې ویروس د ککړو شیانو او لوښو سره په مازې لاس لګېدو سره پرې ککړېږو؟
ځواب: نه، دا ویروس د پوستکي له لارې بدن ته نه ننوځي، یوازې هغه وخت یو کس پرې ککړېږي چې پر دې ویروس ککړ لاس خولې، سترګو او پزې ته وروړي.
۵:له هغه کس نه چې د دې ویروس د ککړتیا شک پرې کېږي، څومره باید لرې اوسو؟
ځواب: هغه کسان چې پر دې ویروس ککړ دي یا یې د ککړتیا شک پرې کېږي، دا ویروس د ټوخي په وسیله او د سا اخیستو پر مهال چې کومه هوا بهر ته را وباسي، خپروي، نو ځکه له دغه ډول کسانو څخه باید د ۱-۲ میترو پورې واټن ولرو.
۶: ایا پر دې ویروس د هغو ککړو کسانو څخه چې اعراض یې نه لري، دا ناروغي نورو ورځي؟
ځواب: له هغو کسانو چې د دې ناروغۍ اعراض نه لري، نورو ته د دې ناروغۍ د خپرېدو چانس لږ دی.
.
۷:د دې ویروس د خپرېدو او ډېرېدو د مخنیوي لپاره کوم روغتیايي ټکو ته پام وکړو؟
ځواب : په اوبو او صابون یا الکولو سره د لاسونو مینځل.
– له هغه کسانو چې د دې ویروس اعراض لري د یو میتر په واټن لرې کېدل.
ککړ یا ناپاک لاسونه خولې، پزې او سترګو ته نه وړل.
– په هوا یا کوټه کې د ویروس د نه خپرېدو یا محدویت لپاره باید د ټوخېدو پر مهال کاغذي دستمال وکارو یا هم پخپلت څنګله کې وټوخېږو.
– که د ناروغۍ احساس مو کاوه باید په کور پاتې شئ، که سختې سایزې ستونزې او له ټوخې سره تبه کوم کس ته پیدا شوه، اړوند روغتیايي مرکز ته دې لاړ شي
– هغه ځایونو ته له تګه ډډه کول چې د دې ویروس د شته والي خطر پکې ډېر دی
.
۸: ایا پر کرونا اخته کېدو ته اندېښمن شو؟
– په ټوله کې هغه ناروغي چې له کرونا ویروس راپیدا کېږي، اسانه وي، په ځانګړي ډول په ماشومانو او ځوانانو کې؛ نیږدې ۲۰ سلنه کسان داسې وي چې روغتوني مرستو ته اړتیا لري او هو! خلک د دې ویروس له زیانونو څخه د ځان د او خپلوانو په اړه اندېښمن دي.
۹: کوم کسان پر دې ناروغۍ د اخته کېدو له سخت خطر سره مخ دي؟
ځواب -ډېر ځله د لوړ عمر لرونکي او هغه کسان چې (د وینې لوړ فشار لري، د زړه ناروغۍ لري، سایزې یا تنفسي ناروغۍ لري، سرطان او د وینې د لوړ شکر لرونکي) وي، له کرونا د راپیدا کېدونکې سختې ناروغۍ له خطر سره مخ دي.
۱۰: ایا د انټي بایوټیکو درملو اخیستل/خوړل د کرونا د مخنیوي او درملنې لپاره ګټور دي؟
ځواب – نه، انټي بایوټیک درمل د باکتریایي ناروغي لپاره اغېزناک دي، نه د ویروسي ناروغۍ لپاره.
۱۱: ایا د کرونا درملنه یا درمل پیداشوي/جوړ شوي دي؟
ځواب- د روغتیا نړیوال سازمان (WHO) تر دې مهاله د کرونا د درملنې یا مخنیوي لپاره د هېڅ ډول درملو سپارښتنه نه کوي، پاتې دې نه وي چې په ځینو هېوادونو کې د کرونا ویروس د درملو یا واکسین جوړولو لپاره کلینکي څېړنې روانې دي.
۱۲:ایا ماسک وتړو/واچوو؟
ځواب- که تاسو پر کرونا ویروس ککړ یئ یا ټوخېږئ، یا پر کرونا ویروس له ککړ کس سره مو مخه ده، باید ماسک وتړئ، له دې پرته، نه!
روغتیا نړیوال سازمان په نړۍ کې د ماسکونو د کمښت خبرتیا ورکړې کړې ده او خلکو ته سپارښتنه کېږي چې له اړتیا پرته ماسکونه ضایع نه کړي.
۱۳: دا ویروس څومره وخت په یوه سطحه پاتې کېږي؟
ځواب -تر اوس د نوي کرونا ویروس covid -19 په اړه دا څرګنده نه ده، خو که د کرونا ویروسونو ته پام وکړو، پر سطحو یې د پاتېدو وختونه توپیر کوي، له څو ساعتو نیولې بیا تر څو ورځو پورې؛ او دا هم د یوې سطحې د تودوښې او رطوبت د درجو له مخې بدلون کوي، ښه دا ده چې پر دې ویروس د یوې سطحې د ککړېدو د شک په صورت کې دا ډول سطحې پر عفوني ضدو مایعاتو پاکې کړو.
۱۴: د هغو هېوادونو مالونه او توکي چې موږ ته را رسېږي او په یادو هېوادونو کې کروناویروس ډېر خپور شوی/خپرېدونکی هم دی، له کرونا ویروس څخه خوندي دي؟
ځواب-هو، د دې ډول مالونو په وسیله د خلکو ککړتیا لږه ده، ځکه دا مالونه په بېلابېلو شرایطو کې د یو څه وخت لپاره په تودوخه او رطوبت کې پرېږدي او دا کار پر ویروس د خلکو د ککړتیا خطر راکموي.
۱۵: کومه کارونه باید ونه کړو؟
ځواب- له سیګرېټ څکولو، د څو غبرګو ماسکونو له تړلو او انټي بایوټیکو د کارونې څخه باید ډډه وکړو.
۱۶: ایا نوی کرونا ویروس د هوا له لارې لېږدیږي؟
ځواب- دا چې نوی کروناویروس دروند دی او په هوا کې د زیات وخت لپاره ځوړند نه شي پاتېدلی، په چټکۍ سره پر شیانو او ځمکه کېني، نو که له ناروغ سره له یو میتر څخه کم واټن ولرئ نو پر دې ویروس د ککړې هوا د تنفس امکان شته، له دې پرته د هوا له لارې نه لېږدېږي.
ژباړه: ایمل ښمر
ماخذ: د روغتیا نړیوال سازمان وېبپاڼه

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply