ټولنپوهنه او د ضرورت له لحاظه د وګړو خپلمنځي اړیکې

عبدالله نائل  

0 1,231

انسان چې کله نړۍ ته سترګې پرانېزي نو يو عجیبه تصویر په خپلو سترګو باندې ګوري او پدې سر ژاړي ځکه ده ته نړۍ یو ناشناخته ځای ښکاري خو په اصل کې دا باید ووایو چې د همغې لومړنۍ ورځې څخه د انسان رابطه په ټولنه پورې تړل کیږي او د ټولنې اشخاصو ته ضرورت پیداکوي دا په دې معني چې د زېږېدلو لږ وخت وروسته همدغه شخص د خپلې مور شیدو ته ضرورت پیداکوي ترڅو پرې وپایږي؛ په داسې حال کې چې مور يي هم د همده په څېر يو وخت نړۍ ته سترګې پرانیستلې وې او همداسي يي شیدو ته ضرورت درلود، خو د وخت په تېرېدو سره يي نه یوازې شیدو ته بلکې د ژوندانه نورو څېزونو ته ضرورت پیداکیږي د مثال په توګه سرپناه، کالي، غذا، د تعلیم ترلاسه کولو لپاره وسایل، همدارنګه د ژوندانه د پرمخ بېولو لپاره نور اړین څېزونه نو همدغه شخص مجبور دي ترڅو ددغه وسایلو لپاره خپلې مټې راونغاړي او خپلو هڅو ته دوام ورکړي ترڅو يي لاسته راوړي؛ خو که دې ته فکر وکړو چې په ‌ډېره کمه فیصدي خلک به پيدا شي چې د خپل ژوندانه د پرمخ بېولو لپاره اکثره وسایل په خپله جوړ کړي؛ ولې واقعیت دا دي چې هیڅکله یو شخص نشي کولي چې خپل ژوند ته په تنهايي توګه ادامه ورکړي او د خپل ځان لپاره وسایل اماده کړي نو مجبور دي چې له نورو انسانانو سره اړیکې ټينګې کړي او په دې سره خپل ژوندانه ته ادامه ورکړي. نو ټولنپوهنه ده چې مونږ د وګړو ترمنځ ټولنیزې اړیکي، فرهنګونه، رواجونه، چې ددوي ترمنځ صورت نیسي یا ترسره کیږي واضح کوي همدارنګه مونږ ته دا هم واضح کوي چې انسان څرنګه یو دبل سره اړیکې ټينګوې،څرنګه یو انسان بل انسان ته ضرورت پیداکوي، څرنګه یو د بل سره افکار تبادله کوي. نو اصل خبره داده چې انسانان همېشه یوبل ته ضرورت لري ترڅو خپل ژوند ته ادامه ورکړي ښه داده چې په دې اړه یو مثال ذکر کړم.

وايي: یوه ورځ یو صنعتګر نېزه جوړه کړه. هغه نېزه چې د هغې په وسیله یو شخص کولي شي په اسانۍ سره ښکار وکړي. دغه صنعتګر فکر وکړ چې څرنګه وکولي شي په دغه نېزه باندې په ځنګل کې ښکار وکړي. په فکر کې ډوب وو او د ځنګل په طرف يي حرکت پیل کړ، خو ويي نشو کولای چې د شپې تر پایه پورې یو حیوان ښکار کړي. په دې وخت کې صنعتګر په ځمکه کېناست او په فکر کولو کې ډوب شو تر زیات فکر کولو وروسته يي چې د خپلې دغه ناتوانۍ په اړه چې د ښکار د نه کولو له امله يي کولو د خپل ځان سره يي وویل: آه څومره بې فایدې مې نن خپل دغه قیمتي وخت ضایع کړ. اخر زه خو یو صنعت ګر یم او زما کار د نېزې جوړول دي؛ صنعتګر خو ښکار نه کوي، مګرد ښکار کولو لپاره کولي شي په ډېر ښه انداز سره وسایل جوړ کړي. ښکار خو د ښکاري کار دي او هغه يي باید ترسره کړي او ښکاري دي چې د ښکار کولو په مهارتونو باندې پوهیږي.

په دې سره په هغه ورځ چې صنعتګر ځنګل ته په ښکار پسې وتلی وو، ښکاري ددې لپاره چې د ښکار وسایل ترلاسه کړي د صنعتګر ځاي ته تللی وو؛ ولې ښکاري هم ونشو کولای چې صنعتګر پیداکړي نو په دې سره يي تصمیم ونیو ترڅو د ښکار کولو لپاره یو نېزه جوړه کړي. خو له بده مرغه چې دده دغه هڅه هم بې فایدې وه؛ ځګه له ډېر وخت تېرولو وروسته پدې وتوانېد چې نېزې ته ورته یو وسیله جوړه کړي چې ښکار پرې په اسانۍ سره نشو کیدلی؛ نو له ځان سره يي وویل:

« زه یو ښکاري یم زما دنده داده چې ښکار وکړم. د نېزې جوړول د صنعتګر کار دي. ځکه صنعتګر کولي شي په ښه توګه د نېزې په شمول د ښکار وسایل چمتو کړي؛ او زه بیا کولی شم په همدغه وسایلو په ډېر مهارت سره ښکار وکړم.

نو دلته ده چې صنعتګر او ښکاري یو بل ته ضرورت لري او نشي کولي په خپلو منځونو کې یو له بل سره دغه اړیکه پرېکړي ځکه صنعتګر ددې له امله ښکاري ته ضرورت لري چې نېزې جوړې کړي او بیا يي په ښکاري باندې خرڅې کړي؛ او ښکاري له دې اړخه صنعتګر ته ضرورت لري چې دده لپاره د ښکار وسایل جوړ کړي ترڅو ښکار پرې وکړي او دغه ښکار په صنعتګر باندې خرڅ کړي؛ نو په دې اساس مونږ وایو چې په ټولنه کې هر انسان بل انسان ته په یوه برخه کې ضرورت لري ترڅو خپل ژوند ته پرې ادامه ورکړي، او که چېرته یو شخص وغواړي چې د ټولنې څخه په انزوا کې ژوند وکړي نو نه یوازې دا چې هم به يي خپل وخت ضایع کړي وي او هم به يي یو څه ته لاس رسۍ نه وي موندلی.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply