سوداګريزه اوونۍ د نړۍ په ورغوي کې

راټولونه: نوماند دوکتور پوهنيار رحمت الله پښتون، کندهار پوهنتون

0 541

نېټه: April 18th 2020

  • سعودي عربستان او روسيه خپل د تېلو جګړه وروسته تر څو اونيو ختمه کړله او پدې هوکړي سره موافق سوله چي د تيلو توليدونکي هيوادونه به د ورځي 9.7 ميليونه بېلره تر راتلونکو دوو مياشتو پوري را ټيټوي، چي د نړۍ 10 سلنه د عرضې برخه تشکيولوي. د هغه وروسته به په کمو کچو کي راټيټوي. د انرژی نړيوالي ايجنسی د تيلو د نړيوالي تقاضا په اړه د ۲۰۲۰ زېږديز کال لپاره داسي وړاندوينه کړې وه، چي د ورځي به 9.3 ميليونه بېلره وي. دغه مياشت به ممکن ډېره خرابه واوسي، ځکه چي دا مياشت د تيلو په کمپنيو کي د توري اپرېل په مياشت نومول سوې مياشت ده.

 

  • د امريکا متحده آيالاتو فيډرل بانک غير قابل پذيره اقدامونه په همدغو څو اونيو کي واخيستله، چي د هغو څخه يې يوه دا وه چي تجارتونو، کورنو، محلي، داخلي او حوزوي حکومتونو د 2.3 تريليارډه امريکايي ډالرو پور او مرسته اعلان کړله. مرکزي بانک شاوخوا د 600 بيليارډه امريکايي ډالرو قرض و وړوکو او منځنی ډوله کمپنيو ته د مرستي په پار برابر کړ تر څو په معقولو دليلونو سره خپل کارکوونکي بيرته وساتي. فيډرل بانک بازار په بشپړه توګه هيجاني کړ کله چي ورته سازمان په exchange-traded funds کي سهمونه وپېرله سربېره پردې چي د خطر کچه يې لوړه هم وه.

 

  • د ونډو بازارونه په دوامداره توګه تغيير پذيره سوله. په يوه بېړنۍ ناسته کي چي په جنوبي افريقا کي ترسره سوې وه، د همغه ځای مرکزي بانک نور هم خپله د سود کچه 1 سلنه را ټيټه کړله، چي تېره مياشت يې په عين بڼه هم را ټيټه کړې وه. اوسمهال هلته د repo rate کچه 4.25 سلنه ده، چي تر هر وخت يې دا کچه ټيټه ښودل سوې.

 

  • د چين هيواد د صادراتو سختي ورځي بلاخره د مارچ په مياشت کي څه نا څه نرمي سولې. صادارت يې 6.6 سلنه راټيټ سوله، مګر کوم چي وړاندوينه کېدله، تر هغه بيا هم ښه پايله ورکړې. چين هيواد خپل سوداګريز مضاف چي 19.9 بيليارډه امريکايي ډالره کيدی د جنوري او فېبروري د مياشتي کسر يې په معادل برابر کړ، دا ځکه چي په دغو مياشتو کي ډېري کارخانې په ټپه ولاړي وې. اوسمهال بيرته اکثره هغه کارخانې چي بندي وې، بيرته په کار شروع وکړله که څه هم نړيواله تقاضا اوس هم په کشمکش حالت کي مشاهده کيږي.

 

  • د چين مرکزي بانک نور هم غوښتله چي په ورته بحران کي خپلي هڅي ګړندی وساتي، چي بلاخره يې اساسي هڅه همدا وه چي په مارکېټ کي liquidity ډېره کړي. پدې کار سره يې 100 بيليارډه ياون نور هم مالي سيستم ته داخل کړله.

 

  • د آسيا پرمختيايي بانک خپلي د مرستي کڅوړي نوري هم غښتلي او بډايي کړلې، چي له کبله يې و خپلو غړو هيوادونو ته شاوخوا 20 بيليارډه امريکايي ډالره د مرستي په پار آماده کړله. پدې مرستو کي اکثره برخه يې د دولت له لوري د درملو او شخصي صحي محافظتي سامان آلاتو د پېرلو لپاره وقف سوي دي.

 

  • په امريکا متحده آيالاتو کي retail sales د مارچ په مياشت کي شاوخوا 8.7 سلنه رکود کړی، چي دا د دريو لسيزو را هيسي چي کومه ډاټا شتون لري، تر ټولو لوی زيان او رکود مشاهده سوی.

 

  • د امريکا متحده آيالاتو د الوتنو لويو کمپنيو د دولت څخه د 25 بيليارډه امريکايي ډالرو مرستي د پور په بڼه د غوښتلو پار توافق ته رسېدلي. په ورته هوکړه کي به dividends په بشپړه توګه ترې ليري وي. امريکايي الوتنو کمپنی به په مستقيمه بڼه 4.1 بيليارډه امريکايي ډالره ګټه ولري، چي پر همدغه پور باندي به ډېر ټيټ د سود کچه چي د 1.7 بيليارډه امريکايي ډالرو معادل کيږي، راوځي.

 

  • د پرليکه بازارونو په نړۍ کي هم د کاروبار کشمکش مشاهده سوی، چي په دې لړۍ کي د امازون نړيوالي کمپنی سربېره پردې ګرځبنديز شاوخوا 75000 نورو کسانو ته د دندو ورکولو اعلان وکړ، چي ددې خبر سره سم يې لږي مودې دمخه هم 100000 کارګرو ته دندي ورکړلې. په فرانسه کي د امازون ټوله ګدامونه وتړل سوله تر څو هغه په بشپړه توګه پاک او په ضد عفوني دواؤ پاک سي.

 

  • د امازون د سهم قيمت بيا ځل لوړ ټارګيټ ووهی، چي له کبله يې و سازمان د بازار ارزښت يې شاوخواه 1.5 تريليارډه امريکايي ډالره کړ.

اخځليکونه: د ايکونميسټ، بيزنيس پارټل، ټایمز اپ اينډيا، ګوګل نيوز، ويکس نيوز او مارکيټ اينسايډر وېبپاڼي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply