اروپایي ټولنه له افغانستان سره دوه اعشاریه اوه میلیون یورو مرسته کوي

0 546

اروپايي ټولنه وایي له بیړنیو شرایطو د اغیزمن شویو افغان  ماشومانو د ملاتړ په موخه د ماشومانو د ملاتړ له صندوق سره د ۲.۷ میلیون یورو مرسته کوي.

اروپایي ټولنه وایي په دې مرسته به ماشومانو ته د زده کړې فرصتونه برابرشي او په لیرې پرتو سیمو کې به د ماشومانو د خوارځواکۍ  په درملنه کې ترې کار واخیستل شي.

اروپایي ټولنه وایي کووید ۱۹ په چټکتیا خپریږي چې د افغانستان کمزوری روغتیایی سیستم یې ډېر اغیزمن کړی دی.

 د افغانستان لپاره د اروپایی ټولنی د بشری مرستو مسؤل لویجي پانډولوفي وايي: د ۲۰۲۰ کال د مارچ له ۱۴ نېټې څخه د ښوونځیو په تړل کېدو سره، له ۹.۵ میلیون ډېر ماشومان په عادي ښوونځیو او ۵۰۰.۰۰۰ نور ماشومان د محلي زده کړو په ښوونځیو کې له عادي مهالوېش سره سم د زده کړو له دوامه پاتې شوي.

 هغه زیاته کړې: سر بیره پر دی، د ناروغۍ د خپرېدو څخه د مخنیوي په موخه وضع شوی محدودیتونود ادامې له امله ، ډیر شمیر کورنیو خپل عاید له لاسه ورکړی او لازام او با کیفیته غذایی توکي نلری چۍ دا به په ځانګړی ډول پر ماشومانو ناوړه اغیزه و کړي او دا هغه قیمت دی چی افغان ماشومان یی له وس نه لري.

په افغانستان کی د یونسیف استاذی ډاکټر ابوبکر کامپو وايي: «په داسې یوه هېواد کې چې د ښوونځي عمر ماشومانو درېیمه برخه یې (۳.۷ میلیون تنه) چې ۶۰ سلنه یی نجونې دي، زده کړو ته لاسرسي نه لري او په اټکلي توګه ۶۹۰.۰۰۰ تنه له ۵ کالو کم عمر لرونکي ماشومان له  سختی خوار ځواکۍ سره مخ دي (چې د ۲۰۱۹ کال په پرتله ۱۱سلنه زیاتوالی ښيي)، د اروپا د اتحادیی  دغه شان مرسته به د وضعیت له لا خرابېدو څخه د مخنیوي لپاره ډېره اړینه او په موقع وی

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply