ملي امنیت: د داعش خراسان څانګې مهم مسول مو نیولی

0 707

ملي امنیت وایي د داعش د خراسان څانګې یو لوړ پوړی مسول یې نیولی دی.

ملي امنیت وایي  د منیب په نامه دا شخص د سردارخان زوی او د پاکستان اوسیدونکی دی چې په ابو بلال، ابوهلال او ابوهمام مشهور دی.

ملي امنیت وایي منیب د داعش د خراسان څانګې د مرکزي شورا غړی، له لشکرطیبه، حقاني شبکې، سپاه صحابه، جمعیت علمای اسلام او طالبانو د پېښور له شورا سره د داعش خراسان د همغږۍ مسول و.

سرچینه وایي منیب له نورو ترهګرو ډلو سره د داعش خراسان څانګې د اړیکو او همغږی مسولیت درلود او مخکې له دې چې داعش خراسان ته شامل شي د القاعده شبکې غړی و.

ملي امنیت وایي منیب د عملیاتو په ترڅ کې نیول شوی، خو په دې اړه یې جزیات نه دي ورکړي چې عملیات څه وخت او چیرته شوي دي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply