لنډه کیسه: بې نومه ډوډۍ

لیکوال: محمدنور شاهین

0 720
اسمان خپل مخ په ګردونو پوښلی وه، سپینې ملغلرې د خدای (ج) امر ته په تمه وې، څنګ ته مې داسې ځوانان تېرېدل چې د هر یوه پر تن به رنګینې جامې وې.
له اوږو نه مې بوجۍ را کښته کړه، خوله مې پرې خلاصه کړه، تر نیمایي مې زیات پلاستیکونه راټول کړي و، خپلو لاسونو ته مې وکتل، داسې تور شوي ول، لکه په مبلینو کې دې چې کښته کړي وي.
 لاسونه مې پر خپلو جامو تېر کړل؛ خو تر لمنې څو ځایه بند شول، وروسته مې پر خپلې سورۍ سورۍ لمنې کې ومروړل، لمنه مې نوره هم توره شوه، لاسونه مې پاک نه شول؛ خو بیا یې هم خپل رنګ زما پر کالیو  پرېښود.
د بوجۍ خوله مې تاووله، په سپین رنګ کې چې تور غټ غټ ټایرونه یې درلودل، موټر ودرید.
د دویم سیټ دروازه پرانیستل شوه، تور بوټان چې ګرد، پرې نه ښکاره کېده په ځمکه  کېښودل شول.
پورته مې ورته وکتل، له سپينو کالیو سره یې تورې کورتۍ او په سترګو یې تورو عینکو ځوانۍ ته لا ښکلا ور بښلې وه.
د خدای ج داد ته حیران شوم، چې څومره ښکلې څېره یې ورکړې ده.
بوجۍ مې پر اوږو  واچوله، سر ته مې د افسوس څو ټکانه ورکړل، له خپل ځای څخه مې دوه قدمه نه وه پورته کړي، چې له شا مې د یو چا غږ تر غوږو تېر شو:
ودریږه!!  و ناځوانه چېرته ځې؟
باور مې نه کېده چې ماته وایي، په نه زړه مې مخ ور واړاوه.
سړی یو قدم نور هم رانږدې شو، له سترګو یې عینکې لرې کړې، لاس یې را اوږد کړ او ورسره سم یې وویل:
لکه چې زه دې ونه پیژندم؟
د ده له دې خبرې سره سم مې په مغز کې دده د څېرې اړوند نورې څېرې، لکه د بریښنا په څیر یو په بل پسې تېرې شوې؛ خو دی مې پکې ونه لیده.
زړه مې نه غوښتل چې په خپلو تورو لاسونو د هغه د سپینو لاسونو رنګ ور تور کړم، په همدې سوچونو کې وم، چې خپل لاس ته یې ټکان ورکړ، ما هم بې له ځنډه خپل لاس د هغه په لاس کې ور کېښوده، له دوه درې ځلې ښورولو وروسته یې زما لاس را پرېښوده.
له یوې کوچنۍ مسکا وروسته یې وویل:
زما نوم سردار دی زه ستا د پلار د تره لمسۍ یم، زه او ته په کوچنیوالي کې ډېر کلک ملګري وو، دا څو ورځې مې ته لیدلې چې تا به پلاستیکونه ټولول؛ خو نن مې له څېرې څخه وپېژندلې او در پسې راغلم چې له ما سره لاړ شې او په خپل دفتر کې درته وظیفه درکړم.
سړی مې ونه پېژانده؛ خو خبرو یې ډېر خوند راکړ او د وظیفې نوم مې چې واوریده، داسې خوږ راباندې ولګید لکه څوک چې راته ووایې، د مور ناروغي دې ښه شوه.
سړی موټر ته ور پورته شو، ما مې خپلې بوجۍ ته وکتل،
خوله یې نیمایي خلاصه وه، زر مې د سرک په څنګ کې کېښوده او سړي پسې موټر ته ور وختلم.
په ژوند کې مې  لمړی وار وه چې په یو داسې ښکلي موټر کې کښېنم. سیټونه یې ډېر پاسته ول، ځان مې له ډېرو همزولو څخه غوره ګاڼه؛ چې خپلو خیرنو جامو ته به مې نظر شو، بیا لکه خزان وهلې پاڼه داسې به غونجې شوم.
په څنګ کې مې سردار،  موټروان ته وویل:
موټر لږ تېز کړه، زما ملګری به وږی شوی وي.
دا خبره مې چې واوریده، داسې وږی شوم لکه دوه ورځې مې چې خوراک نه وي کړی او په دې کې وم چې زر ورسېږو.
له لږ څه مزل وروسته، موټر په یوه لویه کوڅه کې راتاو شو او یوې لويې دروازې ته چې ژېړ رنګ یې درلود،  ودرید.
موټروان د موټر هارن ته زور ورکړ، د سترګو په رپ کې، د دروازې دواړه پلې زمونږ په طرف خلاصې شوې، موټر یې په تم ځای کې ودراوه، سردار مخ راواړاوه:
را کښته شه، کورته راورسېدلو.
له موټر څخه راکښته شوم، سترګې مې په هغو کسانو ولګېدې، چې لاسونه یې د سلام لپاره خپلو سرونو ته نږدې کړي و.
وروسته مې په هغه شین رنګه اته پوړیزې ودانۍ  سترګې ولګېدې چې زه یې په غولي ولاړ وم، ډېره لوړه وه، چې له حیرانۍ مې سترګې رډې او خوله خلاصه پاتې شوه.
سردار خپلو کسانو ته وویل:
ژر شﺉ زما ملګري ته ډوډۍ تیاره کړﺉ!
سردار دوه قدمه مخکې لاړ، شاته یې را وکتل، په نرۍ مسکا یې خپلې شونډې سره لرې کړې او ویې وویل:
راځه ولې ودرېدې؟
بې له دې چې ځواب ورکړم، زر یې څنګ ته راغلم او قدم په قدم ورسره روان شوم.
په څنګ مې بعضې کسان ول، چې ماته یې  په ډېرې حیرانۍ کتل، چې هر یوه ته یې زما غوصه راتله؛ خو دوی هم ملامت نه ول، زما خیرن بدن او په یو داسې ښایسته محل کې، د دوی له ریس سره زما تګ ډېر حیران کړي و.
په څنګ کې مې شین چمن، ښایسته رنګارنګ ګلان ول، چې یو کس یې د وچو پاڼو په لرې کولو بوخت و.
سردار یوې لویې خونې ته، چې ماته یې د صالون په نوم را وپېژانده، د ننوتو وویل.
خونې ته په لومړي قدم اخیستو سره یو ځل بیا، زما سترګې رډې او خوله خلاصه پاتې شوه.
د خونې چت ته مې وکتل لوی لوی برقونه چې شرنګاني ترې زنګېدل رنګارنګه رڼا پاشله.
سردار راته په یوې داسې چوکې د کښیناستو وویل، چې مخې ته یې لوی میز و.
وروسته د سردار په امر څو کسانو بیلابیل خواړه زما مخې ته کېښودل، چې ما په ژوند کې هم نه وو لیدلي.
په ټولو تیار کړل شویو خوړو کې مې یواځې سور کړی چرګ وپېژانده، لاس مې ور اوږد کړ، زر مې خپلې مخې ته کېښوده، په خپلو خیرنو لاسونو مې د ورون په بېلولو پیل وکړ، له ډېر زور وروسته هم ورون را بیل نه شو، اخر مجبور شوم، ټول چرګ مې خولې ته را جګ کړ.
سم مې چې خوله خلاصه کړه، په اوږه مې چا لاس کېښوده او ویې خوځولم. د سردار غږ مې په غوږو کې انګازې شروع کړې، خواړه نور راوړي که بس دي، خواړه نور راوړي که….
یو ځل بیا مې چا اوږه په تېزۍ سره وښوروله، چې سترګې مې خلاصې کړې، مخې ته مې مور ناسته وه، په حیرانۍ یې راته وویل: څه درباندې شوي دې زویه څومره مې وښورولې؛ خو تا هېڅ غږ نه کاوه، لاړ شه لږ پلاستیکونه را ټول کړه، یو لپه اوړه پاتي دي هغه به پرې پاخه کړم.
مور مې جګه شوه، خپلې تورې بوجۍ ته مې فکر شو، چې خپله تشه خوله یې د اسمان په طرف نیولې وه.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply