آی آر سي: افغانستان له نازک حالت سره مخ او بیړنۍ مرستې ته اړتیا لري

0 810

یوې مرستندویه ډلې خبرداری ور کړی که د افغانستان په څېر زیانمنونکو هېوادونو سره بېړنۍ مرستې ونه شي نو ښايي په نړۍ کې تر یو ملیارد کسان پر کرونا وېروس اخته شي. د ژغورې نړیوالې کمیټې (ای ار سي) ویلي اړتیا ده چې د دې وېروس د مخنیوي لپاره مالي او بشري مرستې وشي.

دې کمېټې ویلي د افغانستان او سوریې په څېر له نازک حالت سره مخامخ هېوادونه په بیړنۍ توګه تمویل او مرستې ته اړتیا لري.

دې کمېټې خبر داری ورکړی چې له دې هېوادونو سره د مرستې لپاره په لنډه موده کې پياوړو ګامونه باید پورته شي.

د ای ار سي په رپوټ کې، چې د نړیوال روغتیايي سازمان او د لندن امپیریل کالج د شمېرو پر بنسټ جوړ شوی، اټکل شوی چې ښايي په نړۍ کې د ۵۰۰ ملیونه او یو ملیارد کسانو ترمنځ پر کورونا وېروس اخته شي.

د امریکا د جان هاپکنز پوهنتون د مالوماتو له مخې په نړۍ کې د کوویډ-۱۹ ناروغۍ څه باندې درې ملیونه مثبتې پېښې ثبت شوې دي او له امله یې تر اوسه څه باندې دوه لکه کسان مړه شوي دی.

دې راپور کې دغه راز ویل شوي چې ښايي د کرونا وېروس له امله د شخړو په لسګونو سیمو او هغو هېوادونو کې چې ناکراره دي له درې ملیونو ډېر کسان مړه شي.

د ژغورنې نړیوالې کمېټې مشر ډیویډ میلیبنډ ویلی، دا شمېرې باید له خوبه د را وېښېدلو لپاره یو خبرداری وي.

هغه زیاته کړې، د دې وبا ویجاړوونکی او نامتناسب فشار لا په ډېرو نازک حالت لرونکو او جګړه ځپلو هېوادونو کې نه دی احساس شوی.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply