مماتي سالنګ له خپل یوه همکار سره په شپاړسو کلونو بند او نغده جریمه محکوم شوی دی

0 737

مماتي سالنګ په ۱۶ کاله بند محکوم شو

لویه څارنوالي وایي، دق آقا چې په مماتۍ سالنګ مشهور و، له خپل یو بل ملګري سره یې په ۱۶ کاله بند محکوم شوي دي.

د لویې څارنوالۍ ویاند جمشېد رسولي پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي، دغه کسان د روان کال د حمل میاشتې په ۱۸ مه نېټه په بند محکوم شوي.

د رسولي په خبره، مماتي سالګ مکلف دی چې د بند تېرولو ترڅنګ، حکومت ته (۴۰۸۶۳۲۸۲۰) افغانۍ د جبران په توګه جریمه هم ورکړي.

برېښنا شرکت ویلي وو، د برېښنا هغه ستنې چې سویلي سالنګ کې د “مماتي سالنګ” له لوري په بمونو الوځول شوې وې، پر بیا جوړېدو یې لس میلیونه افغانۍ مصرف راغلی دی او تر څنګ يې ددې شرکت یو تخنیکي کار کوونکي هم د کار پر مهال خپل ژوند له لاسه ورکړ.

د پروان په سالنګ ولسوالۍ کې د ماماتي سالنګ په نوم د نامسووله وسله والې ډلې یو مشر، له خپلو مرستیالانو سره یو ځای هغه مهال د برېښنا ستنې په بمونو والوځولې چې له برېښنا شرکت یې باج غوښته خو هغوی ترې انکار کړی و.

دغه کسان د ملي امنیت لخوا نیول شوي وو.

Image may contain: 1 person, sky, cloud and outdoor

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply