د کورونا ويروس مړي چېرته لاړل؟

محمد امين علمي

0 847

موږ او دا هېواد څو لسيزې د جګړو له تورتم سره مخ، لاس او ګرېوان يو، په يو لوی ناورين کې ښکېل یو. وګړي او د هر کور دېوال د مرميو له تلپاتې ناسور څخه کړېږي، د لوږې، ناروغيو، بدبختيو پدې حساسو شرائطو کې بې چاره او غريب اولس د ځان وژنې هر ډول تکتيک ازمايلو ته چمتووالی نيسي. دومره څه نه لري چې شپه پرې باندې سبا کړي. اقتصادي، کلتوري او ګڼو نورو ناورينونو خپلې د کساد او سر وهلو چاړې راايستلي دي. په انساني ټولنه کې په ټوله مانا زور زياتی واکمن او حاکم دی. د خوار غريب مخ او چاره يوازې او يوازې لوی خدای ج ته ده. نور څه په واک او خوا کې نه لري.

له هغه يې ورها خوا، دا يو څه وخت د کرونا له وخيمې ناروغۍ او ويروس څخه په کور دننه په ډار او بيم شپې سبا کوو، د زندانيانو په څېر مو هر څه د بل تر ولکې او خوښې لاندې پرمخ وړل کېږي. له کرونا څخه مړو شويو ته ځانګړې شوې ځمکې د هر مجلس او ناستې د تمسخر او شخوند وهلو بابېزه وسيلې يادېږي. د اندېښنې او خجالت وړ يې لا دا ده چې وګړي د خپل ځان او کورنۍ په غم کې نه دي، مسؤليت نه احساسوي، که يې په ښار کې کار هم نه وي د چکر لپاره ښار ته ځي. ملګرتيا او انډيوالي د پخوا په څېر ډېر په خوند پالي. د ګڼې ګوڼې له ځايونو خوند اخلي. پدې نه دي چې ګواکې دا لوی خطر او ناورين به ما او د کورنۍ ټول غړي له ځان سره واخلي. ځای، کور، ځمکې او… به مې تربور ته په وړيا ډول ورپاتې شي. د خلکو د پېغور له وجې به سبا څوک په هديره کې مړی نه راسره خښوي. که په همدې ناوړه ناروغۍ ومري څوک به دعا، ختم او فاتحې ته ځان نه حاضروي. د ښه نوم، ښه ملَک، ښه سړي، ښه کور او ښې ځمکې څېښتن به بيا څوک په ښه نوم نه يادوي. د لوی جومات څېښتن او ستر قومي مشر به بيا د مسخرې په شکل د هر مجلس د ټوکو ټکالو مالګه وي. له هر څه او کړنې به يې خلک بېزار او په منډه وي. د سلام، کلام او پوښتنې به يې څوک نه وي. هغه خاني، هغه دبدبه، هغه شان، هغه شوکت، هغه نفوذ، هغه باډي ګاردان، هغه ټول منلې خبرې، هغه موټرې او بلااخره هغه نېک کردار به يې بيا څوک په هېڅ حسابوي.

دا ولې؟؟

دا ځکه چې؛ ډېری خلک او هېوادوال همدا ناوړه او بده ناروغي او پديده د کفارو په لاس جوړه شوې توطيه، چل او فرېب ګڼي. دا ځکه چې ډېری وګړي غواړي په لوی لاس له خلکو ګوسفندي ملت جوړ کړي. دا ځکه چې ډېری وګړي الهي عذاب او ناروغيو ته جدي پاملرنه نه کوي. دا ځکه چې ډېری وګړي د خلکو له احساساتو سره لوبې کوي او ناسمه ګټه ترې پورته کوي. دا ځکه چې ډېری وګړي په يو او بل نوم مسلمانان او انسانان په لوی لاس د بدبختيو کندې ته ورټېل وهي. دا ځکه چې د ناروغيو په انتشار او ډېرېدلو سره د دوی غوا لنګېږي. دا ځکه چې کاروبارونه يې ورسره غوړېږي. دا ځکه چې د ګټې وټې فرصتونه يې لا ډېرېږي. دا ځکه چې د انسان د وينې زبېښل ورته اسانېږي او دا ځکه چې…..
ګورئ مسلمانانو وروڼو! له ناروغيو سره د ځينو هېوادوالو عادي او مسخريي چلند کلي او ښارونه په لوی افت او وبا ککړوي. په سپين سترګي او بابېزه ډول چلند ورسره کوي. قرنتين زما او ستا د وسې کار نه دی، زه پخپله په کور دومره څه لرم چې په سبا يې وخورم او له لوږې په امان شم. هغوی چې يې نه لري د هغوی په مخ کې خطر ما او تا جوړ کړی، پرېږده چې د ژوند کولو له پاره يوازې هغوی ښار ته لاړ شي او يوه مړۍ ډوډۍ د ځان او ماشومانو لپاره ترلاسه کړي. کنه نو جېب دې ډک دی يوه اندازه مرسته ورسره وکړئ تر څو له دې ناخوالو هغوی هم په امان شي. پرېږده چې د ناروغيو مخه ونيول شي. پرېږده چې هغوی د ځان او کور د ژوندي پاتې کېدلو لپاره پخپله قضاوت وکړي. پرېږده چې غريب او نادار ورور پخپله مخه د ځان په اړه تصميم ونيسي.

تصميم يې بايد زموږ او ستاسو له لاسه ځان وژنه نه وي، تصميم يې بايد زموږ او ستاسو له لاسه په لوی لاس په ناروغي اخته کېدل نه وي. تصميم يې بايد زموږ او ستاسو له لاسه د نرخونو په لوړولو سره د هغوی د ژوند اخيستل نه وي. تصميم يې بايد هغوی ته د يو څو روپيو په ورکړې سره سجدې ته اړ کول نه وي. تصميم يې بايد اسلامي او انساني غرور تر پښو لاندې کول نه وي. تصميم يې بايد په لوی لاس د اولاد او کورنۍ پر مخ تلپاتې تور داغ او څپېړه نه وي او….
دا ډول ناروغۍ ماشومان، ځوانان، سپين ږيري، نر، ښځه، لوی، واړه، کشر، مشر، مسلمان، کافر، يهود، نصراني او…. نه پېژني.

بلکه
هغوی پېژني چې له ناروغيو او الهي افتونو سره سم چلند نه کوي.
هغوی پېژني چې ناروغ کس د ناروغ په څېر نه پېژني.
هغوی پېژني چې د ناروغي پر وړاندې پخپل وخت اقدام نه کوي او لازم تدابير يې په اړه نه نيسي.
هغوی پېژني چې له پخوانيو تجربو سمه ګټه نه پورته کوي.
هغوی پېژني چې له خپل سالم عقل څخه په سم ډول کار نه اخلي.
هغوی پېژني چې د معاصرو علماوو او روغتيا پالانو، رنځپوهانو خبرې جدي نه ګڼي او بابېزه يې له مخې يوې او بلې خوا ته کوي.
هغوی پېژني چې پدې ډول ترينګلو حالاتو کې لا هم ځان مسؤل نه ګڼي.
هغوی پېژني چې پخپل سر او د رنځپوهانو له سلا مشورې پرته درمل استعمالوي.
هغوی پېژني چې

ځانګړې_هيله!

مسلمانه وروره! د دې لپاره چې د بل مسلمان په وژنه کې مو لاس نه وي لرلی او مسؤل نه وو ګڼل شوي، ښه به دا وي چې د بل مسلمان ورور د خوندي ساتلو لپاره په کور پاتې شو.

ښه به دا وي چې ښار او د ګڼې ګوڼې ځای ته له تلو وړاندې خپل ماشومان، کورنۍ، ملګري او همځولي په ذهن کې راولو تر څو له تللو او هسې ګرځېدو لاس په سر شو.

ښه به دا وي چې د اړتيا په صورت کې په ښار او د ګڼې ګوڼې ځايونو کې د دوه متره فاصلې او ماسک څخه ګټه پورته کړو.

ښه به دا وي چې له هېڅ چا سره روغبړ او ستړي مه شي ونه کړو.

ښه به دا وي چې کور ته له ستنېدلو سره سم لاسونه په صابون پرېمنځو او خپل اغوستي کالي وباسو.
ښه به دا وي چې په کور کلي کې له اړتيا پرته د ګڼې ګوڼې ځايونو ته لاړ نه شو.

ښه به دا وي چې په جومات کې د لمانځه پرمهال ماسک او له يو بل څخه دوه فوټه لېرې ودرېږو تر څو لمونځ اداء کړو.
ښه به دا وي، چې د متخصصو ديني عالمانو، طبي رنځپوهانو سلا مشورې په ټوله تعقيب کړو.

ښه به دا وي، چې له اسبابو څخه په استفادې او له هغې وروسته توکل ته په کار ويلو دا ډول او نورې ناروغۍ له چاپېرياله پسې واخلو.

ښه به دا وي چې له لوی رب ج څخه د همدې او نورو ناوړه ناروغيو د لېرې کولو په اړه استغفار او دعاګانې وکړو.
ښه به دا وي چې له غريب او ناچاره هېوادوالو سره د خپل وس مطابق مرسته وکړو.

که شديده ناروغي نه وي او له عادي رنځ څخه کړېږئ؛ نو لطفا د ډاکټرانو تر کتنځايونو او روغتونونو پورې مه ورځئ!
درنښت

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply