شعر؛ د عاطفې اولاد

سميع وحدت

0 1,240

عاطفه په شعر کې د ذاتي او وجودي توکيو څخه یوه ده. د شعرپوهانو له نظره بې عاطفي شعر ته، شعر نه‌، شو ویلای، ځینو کره‌کتونکي خو لا «شعر ته د عاطفې اولاد» وایي.

تاسو ګورئ، هنر که ښکلى وي يا هيجان پارونکى يا تصوير درلودونکى، په هر صورت له احساساتو او عواطفو سره به نېغه  اړيکه لري. د هنرونو تر نورو ټولو شاخصونو وروستی شاخص عاطفه ده، چې د یو ښه هنر له‌پاره مهمه ګڼله کېږي. څنګه چې موږ په یوه شعر د ښه شعر یا د شعریت اطلاق کوو، همدا وروستی برید، چې عاطفه یې بولي دا به نو د شعریت کمال او بشپړاوی وي.

په هنر او ادب کې عاطفه یوه له هغو  څخه ده، چې ادب  یې په پار ټوکېږي. که موږ له شعر نه د لوست په مهال د هغه له ژبې خوند واخلو، همدومره یې د اغېز او عواطفو په جادو کې هم را ایسارېږو، چې موږ ورته د ښه هنر وروستۍ جزیره وایو.

تاسو یې وینئ، په نړۍ کې، چې اختراعات اوانکشافات هرڅومره وړاندې ولاړ شي، له انسانه یې بیا هم، دوه شیان نه دي اخيستي، چې هغه احساس او عاطفه ده؛ تر څو چې دا دوه توکي له انسان سره وي، هنر نه ورکېږي او څو چې هنر وي، تر هغو به یې په هسک د شعر ستوری ځلېږي، اجمل ښکلی په دې اړه وایي:

” احساس چې په شاعرۍ کې نه وي، هم شاعري شاعري نه ده. د یوه شعر ژبه به خوندوره وي یابه پکې پیاوړی ادبي استدلال وي یا به پکې ښه اخلاقي پیغام او فکر وي؛ خو پوټی خوند به را نه کړي، ځکه چې د احساساتو له پلوه به خنثی وي، عاطفه به پکې نه وي. شاعر به شعري ارزښت له فکره قربان کړی وي، لکه:

کر د ګلو کره چې سیمه دې ګلزار شي

اغزي مه کره په پښو کې به دې خار شي

ته چې بل په غشو ولې، هسې پوه شه

چې همدا غشی به ستا په لور ګوزار شي

ـــــ رحمان بابا

د لومړي بیت ژبه خوندوره ده، په دواړو کې ښه قوي استدلال وینو او په دواړو کې یو اخلاقي پېغام هم شته؛ خو بیا هم خوند نه راکوي او د نثر خبره راته ښکاري، چې رحمان بابا صرف نظم کړې ده. دا ځکه چې احساسات پکې نه‌شته . رحمان بابا له موضوع سره عاطفي نه، علمي چلند کړی دی.”

(ادبي زاویې: ۸)

په دې دلیل، موږ معمولا د شعر له‌پاره احساس/ عاطفه پاروونکي موضوع غوره کوو. که موږ ووایو، چې لېوه ظالم دی، ښایې اورېدونکو ته عادي خبره ښکاره شي؛ خو که ووایو چې لېوه ماشوم سره لوبې کولې، د هغه عاطفه را‌پارېږي. په شعر کې احساس یا عاطفه ضروري شرط دی. که شاعر درد، ارزو، احساس اندېښنه، قهر او اغېز و‌نه لري؛ نو لوستونکي یا اورېدونکی له داسې شعر څخه خوند نه‌شي  اخيستلای.

بې‌عاطفې شعر د شنډې ونې په څېر بې‌روحه شی دی. زموږ په اوسني بهير کې که يو شمېر شاعران عاطفې ته ارزښت ورکوي؛ خو يو شمېر نور داسې شته، چې په شعر کې په تخییلي انځورونو تکیه کوي او عاطفې ته پکې هېڅ اهميت نه ورکوي.

په شعر کې بې عاطفي خيال، وهم او خوب ته ورته دی، چې په مخاطب هېڅ ډول اغېز نه‌شي کولی؛ خو که په شعر کې عاطفه رښتینې وي او تخییل و‌نه لري بيا هم په مخاطب اغېز کوي؛ خو دې وخت کې به شاعري نو تش احساسات وي، پکار دا ده چې شاعر خپل عواطف د فکر له غلبېله چاڼ کړي.

خپله انسان له بېروني محیط سره، یا له بېرونۍ نړۍ سره د حواسو په مرسته تړلی دی. مثلا، که انسان موږ یوه نړۍ وګڼو او دا نور ټول کایېنات بله نړۍ، د دې دوو نړيو ترمنځ چې کوم مزي غځېدلي، دا د انسان د حواسو مزی دی. موږ چې څه وینو، څه چې لمسوو، څه چې بویوو، کومې پېښې چې ګورو دا هرڅه زموږ د حواسو له لارې جذبېږي او دا  جذب ممکن د انسان په ذهن کې بېلابېل عکس‌العلمونه راوپنځوي. دا عکس‌العملونه چې: امید، ناهیلي، مينه، غوسه، تعجب، وېره، کرکه او… دي، دا ټول د انسان ذهني تولیدات دي، چې موږ یې د بېرونيو حوادثو یا له طبعیي پېښو څخه اخلو، نو دې ټولو عکس‌العملونو ته عواطف وایي.

مثلا که موږ په بېروني محيط کې کومه بده پېښه ګورو، چې هلته ظلم کېږي، موږ یوه اړخ ته غوسه کېږو او په مقابل لوري مو ترحم راځي. یا که حسن ګورو، ښایست وینو، ګل وینو او هغه بویوو، له هغه خوند اخلو په موږ کې د مینې عکس‌العمل را ټوکېږي.

دا عکس‌العمل ممکن کله له کټ مټ پېښو څخه را وپاريږي او  کله  له ذهني پېښو څخه. داسې هم کېږي چې موږ ځينې وخت په تیاره کې تنها ناست او اوسېږو، په ذهن کې مو یو پخوانی یاد وګرځېږي او د دې  یاد په مقابل کې زموږ یو ډول عاطفي برخورد را وپارېږي یا وژاړو یا وخاندو یا خپه شو یا خوشحاله شو دا ټول عواطف دي.

ځیني خلک فکر کوي چې په شعر کې یوازې مینه او زړه سوی عاطفه ده، که کوم شاعر د یتيم په سر لاس راښکل تصویر کړل، یا یې له ګل سره مينه وښووده؛ نو ګواکې دا عاطفي شعر دی او له دې هاخوا بل څه ته عاطفه نه‌شو ویلای، مګر داسې نه ده، د انسان د ذهن ټول عکس‌العملونه په عاطفه کې شامل دي او دا ټول په شعر کې تبلور کوي. مثلا:

په بنګاليو کوډو نه‌شي دوزخ مخيه! واوره.

پېغله زمونږ کلمه داره له ټټره تړي

په پورتني بيت کې له مخاطب نه کرکه په دوزخ مخې تعبير شوې. کرکه منفي او ياهم سلبي عاطفه ده. په ټټر د کلمه‌دارې تړل کليوالي عاطفوي انځور دی، چې د کليوالې پېغلې ټول ژوند پکې ګورو.

څومره چې په طبعیت کې پېښې ګڼې دي، حوادث زیات دي، همدومره زموږ عواطف او عکس‌العملونه هم ګڼ دي. دا هېڅ مهمه نه ده چې په شعر کې دې یوه شاعر خامخا زړه سوی یا مینه راوړې وي او موږ بیا ووایو چې دا شعر، عاطفي شعر دی.

عاطفه اصلا د شعر اړیکه له ژوند سره تعریفوي. د دې مطلب دا دی، چې شعر باید د یوې داسې شېبې زېږنده وي، چې لومړی د شاعر ذهن د یوې پېښې په وړاندې عکس‌العمل ښوولی وي. له هغې وروسته هماغه عکس‌العمل په هماغه شېبه کې یا وروسته له یوه پروسس نه تېر شوی وي او بیا په شعر اوښتی وي.

که چېرته د شاعر ذهن د هېڅ پېښې په مقابل کې عکس‌العمل نه وي کړی او دی د عکس‌العمل په خلا کې تصویرونه جوړوي دا عکس‌العملونه به هرڅه وي، ډېر به ښکلي وي، ډېر به نوي وي؛ خو کله چې د دې تصویرونو تر شا عاطفي تکیه نه وي موجوده، ممکن دا تصویرونه ډېر زیات پایښت و‌نه کړي.

عاطفه د شعر له نورو توکیو سره د ګوډي‌پران د تار په شان اړیکه لري، که ګوډي‌پران هرڅومره مضبوط او ښکلی جوړ شي؛ خو چې تار و‌نه لري او بازي‌کوونکی تار ور خوشی نه کړي، نه الوزي. شعر هم که هرڅومره ښه اهنګ ولري، فکر او خيال پکې غځونې وکړي؛ خو عاطفي برخه چې پکې کمزورې یا هېڅ وي؛ نو د پايښت چانس به یې ډېر کم وي.

په هغو شعرونو کې چې نګه عاطفه وي، هغه ډېر مشهور شوی وي او خوله په خوله د متلونو په څېر کارېږي. تاسو د دروېش دې بیت ته وګورئ چې څومره مشهور دی:

زړه مې درد کوي له زړه ورپسې ژاړم

دښمنان که مې وي مړه ورپسـې ژاړم

ـــ دروېش درانی

په دې بیت کې د خيال، فکر او اهنګ پيچلتیا نه‌شته، یوازې عاطفي برخه یې زوروره ده او د شاعر د نورې شاعرۍ په پرتله یې ډېر شهرت تر لاسه کړی.

لیف تولستوی پخپل اثر «هنر څه دی؟» په دې ټینګار کوي، چې د شعر اصلي دنده دا ده چې مقابل لوري ته احساس ولېږدوي؛ خو په لوستونکي کې د احساس را پارول خپله د پنځونکي له احساس سره نېغه اړیکه لري.

 که موږ درد نه وې لیدلی، د درد په اړه له تصنع او ریا کاري څخه کار اخلو، چې دا کار زموږ هنر پیکه کوي. په ادب او شعر کې د ګل پاچا الفت  په قول د عاطفې صدق باید یو عاطفي حقیقي بنسټ ولري.

 د تخلیق کوونکو او شاعر د زړه غږ وي، که چېرې په یو شعر کې صدق نه وي، ساړه تشبیهات، پیکه ستاینې، تکلفي مبالغې، څه اغېزه  نه لري او ذوق ورځنې کرکه کوي. بلیغ او اوچت ادب یوازې په مبالغې نه وي بنا او ایجاد شوی؛ بلکې د عواطفو په صدق او رښتینولۍ پورې اړه لري، هغه شاعر کې چې د عاطفي صدقت نه لري، که هرڅومره لفظي، تکلف، مبالغې او ښکلایيز صنعتونه پکې ځای شي، اغېزمنتیا به یې له هغه ولسي عاطفي سندرو او شعرونو څخه لږ وي. ځکه چې د عاطفې رښتینولي پکې پیکه ده.

که په شعر کې عاطفه رښتینې وي او تخييل و‌نه لري، بيا هم په مخاطب اغېز کوي، د پښتو ژبې معاصر شاعر دروېش درانی وايي:

بېلتانه په داسې حال يم رسولی

يار د بل درومي او زه ورپسې ژاړم

په دې بيت کې استعاره، تشبېه، تخييل، مجاز او نورې معنوي ښکلاګانې نه‌شته؛ خو بيا هم زموږ په حواسو نېغ په نېغه اغېز کوي، دا ځکه چې شاعر راسره خپله ذاتې تجربه چې له فردي عاطفې رازيږېدلې شريکه کړې ده. د شاعر عاطفه رښتینې ده، توانېدلی چې د لفظونو پر مټ يې په هماغسې تازه‌ګۍ تر موږ راورسوي. دروېش درانی يو بل ځای وايي:

ښی لاس مې پروت و د سېنې په ژور زخم باندې

له مجبورۍ مې کيڼ لاس پورته کړ دعا ته خدايه!

په دې بيت کې هم، شاعر راسره خپله عاطفه، چې د هغه له ذاتي تجربې سرچينه اخلي شريکوي. موږ ترې بيا هم  هماغه خوند اخلو، چې شاعر ترې کوم خوند د ليکلو پر مهال اخيستی و. په بيت کې (د سينې زخم، پر زخم لاس اېښودل، مجبوري، دعا او عاجزي)، ټول عاطفوي حالتونه دي، چې په مخاطب باندې اغېز کوي او له شاعر سره يې په دې عاطفوي حالت کې شريکوي، چې دېته د شعر وروستۍ جزیره هم ویلای شو.

عبدالرحمن شکري هم، د عاطفې په اړه، پورتنیو خبرو ته ورته خبرې لري. دوی وایي، چې د شعر تر لیکلو مخکې شاعر ته یو عجیب حالت پیدا کېږي، چې د هغه له دوام سره کلمات او معناوې را درومي او په شعر بدلېږي.

 “شاعر هغه وخت شعر لیکلی شي چې یو ډول عصبي انفعال رامنځته شي، په دې وخت کې یې شعر ذهن ته لاره کوي او د ده په زړه کې عواطف او احساسات را پاروي، بیا نو شعر د سېل پر څېر بهېږی. که دغسي حالت نه وي او شاعر شعر ولیکي، دا شعر پیکه وي او اغېز به یې کمزوری وي.”

__ عبدالرحمن شکري

له پورتنیو خبرو څخه دې پایلې ته رسېږو، هغه څوک چې شعر په تکلف او زور جوړوي صنعتګر ورته ویلای شو او هغه څوک چې د خپل زړه نارې، چې طبیعي شکل ولري په شعر کې راوړي؛ نو شعر یې د رښتینې ولولې او احساساتو درلودنکی وي یا یو نیم وخت وییونه د رنګونو غوندې له یو بل سره ترکیب کېږي ګډېږي او د تخييل په ځواکمن او هنرمن لاس ورڅخه یوه ښکلې تابلو جوړېږي، دا رنګونه چې د خوږې شاعرانه او موسیقیت لرونکې ژبې په وسيله بیان شي او بېلابېل سېمبولیک مفاهیم د اند په مرسته وپېیي دا بیان نو بیا صمیمي او عاطفي وي، چې دېته بیا یوه ښکلې شعري تابلو هم ویلای شو.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply