د ځانګړو عملیاتو قول اردو وایي، کومانډو ځواکونو  تېره  ورځ په فعاله دفاعي حالت کې، د کندهار ولایت په شاه ولي کوټ ولسوالۍ کې ۱۳ طالبان وژلي دي.

له یادې قول اردو خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د طالبانو جسدونه د جنګ په میدان پاتې دي.

خبرپاڼه کاږي چې طالبانو غوښتل شاه ولي کوټ کې د افغان ځواکونو پر پوستو برید وکړ چې دوی پرې وار ړومبی کړی دی.

دې نښته کې زیات شمېر وسلې هم د افغان ځواکونو لاس ته پرېوتې دي.