اروپایي ټولنې ویلي  که داسې و نه شي د افغانستان له امنیتي ځواکونو او پرمختیايي چارو سره مالي ملاتړ به اغیزمن شي.

په کابل کې د اروپایي ټولنې د سفیرانو د پلاوي مشر له  عبدالله عبدالله سره خبرې کړې او وروسته اروپایي ټولنې اعلامیه خپره کړې ده.

دې ټولڼې ټینګار کړی، چې د افغانانو ملي ګټو ته باید لومړیتوب ورکړ شي او اوس  د کرونا ویروس د وبا پر وړاندې ګډې مبارزې او د سولې خبرو پیل ته سخته اړتیا ده.