ای افغانه! څه وليکم؟

عظم الدین علیمي

0 486

څه وليکم؟
!ای افغانه
سم انسان شه
يو کاروان شه
وځلېږه
لکه ستوری د آسمان شه
ــ * * * * * * * * * * * * * * *
نور جنگ بس دی ليونيه
وږی تږی د قدرته
گټه کړی نه شې قسم دی
د پرديو له خدمته
څه نادودې دې ونکړې
ای منکر له ندامته
د نفرت د اغځو ياره
ای دوښمن د محبته
يو خوشبويه گل د مينې د بوستان شه
ـ * * * * * * * * * * * * * * * * *
تا اخيستې له چا نه ده
قباله د ستر وطن
دا هيواد ويجاړوه مه
د اغيارو په گفتن
ولې تښتې له نرخونو
د نيکونو د مسکن
شاو خوا ته دې خوځيږي
پرديپال پمن پمن
د يتيم له آه ناترسه له الله ځنې ترسان شه
ـ * * * * * * * * * * * * * * * * * * * *
د فساد له ډنډه ووځه
کثافت دی بدبويي ده
کړه شنوا کاڼه غوږونه
ستا په برخه رسوايي ده
د اوچتو غرو هيواد کې
ناروا بې همتي ده
مظلومان کړي فريادونه
جنگ راوړې تباهي ده
ترهگرو, لنډغرو کور مو ونړيږه وران شه
ـ * * * * * * * * * * * * * * * * * * *
د اشغال نيانځکو ولې؟
ستاسې خوښه بلواکي ده
چوکۍ غواړئ اجنبي نه
اشغالگر ته مو زاري ده
د تاريخ پاڼې گواه دي
دلته غوره خپلواکي ده
په دې خاوره د غيرت کې
تل مردوده بې ننگي ده
د نفاق خزانه ورک له تاريخي افغانستان شه
ــ * * * * * * * * * * * * * * * * * * * *
!ای افغانه
سم انسان شه
يو کاروان شه
وځليږه
لکه ستوری د آسمان شه

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply