د ښاغلي حاجي کمال خپلواک د لا سياسي پوهاوي په پار

سيد حسين پاچا

0 721

د ښاغلي حاجي کمال خپلواک د لا سياسي پوهاوي په پار 

سمه ده چې ملا محمد عمر به مسلمان وو، خو ناپوه وو

څښتن تعالی داوود عليه السلام ته له نبوة سره خلافت، ملک وحکمة يعنې سلطنت (پاچاهي) او سلطنتي [حکومتي] پوهه هم ورکړې وه. له دې امله قرآن همدېته اشاره کوي چې موږ داوود وسليمان عليهما السلام پلار و زوی دواړو ته پوهه ورکړې وه

د حکومت ونظام لپاره يوازې مسلماني شرط نه، بلکې پوهه، تجربه، اړونده زده کړه، لېوالتيا او ذمه واري يعنې مسووليت اخېستنه او سرته رسونه شرط ده

نوټ : د حکومت [نظام] لپاره مسلماني شرط نه، بلکې اړونده پوهه شرط ده. ځکه افغانستان يو اسلامي هېواد دی او مشرتابه به يې مسلمان وي، خو همدغه ناپوهي وه چې ځان او ولس يې دواړه تباه کړل. که پوهه يې لرلی، نو اتومي پاکستان او د اتوم په هڅه کې ايران دواړو ځان وساته او له عمر البشيره يې پرځان راتاوان کړ.

داوود او سليمان عليه السلام دواړه انبياء، بلکې قرآن داوود عليه السلام ته د ((خليفة)) کليمه کارولی ”يا داود انا جعلناک خليفة فی الارض“، نو ملا محمد عمر خو د هغوی پر وړاندې هېڅ نه دی. قرآن له ”خليفةً“ سره سره بيا هم دواړو ته د ”علمًا“ کليمه کارولې. هغوی دواړو ته ان تر لقمان حکيم او يوسف عليه السلام ته قرآن لاسوند شته، نو ملا صاحب بېچاره ته څه شته؟ البته کرنيل پخپل کتاب ”داستان جهاد افغانستان“ کې يوه خبره کړې چې هغه هم د ملا صاحب حيثيت سخته صدمه ده.

خبريال :

حاجي کمال خپلواک :

ملګرو ملامحمدعمردومره مسلمان و، چې د مسلمانانو ترمنځ يې دعرب اوعجم توپيرهم نه کاوه او د هغوي دعزت اونفس د ساتنې لپاره يې خپل ځان او واکمني دواړه قرباني ته وړاندي کړل.

زه له ليکوال سره د مشر ملا صاحب په ښو صفتونو کې متفق يم چې البته ډېر ښه صفتونه به يې لرل، خو رسالت ومسووليت يا مکلفيت او دنده ځانته جلا اړخ دی. رسالت ومکلفيت يا دندې ته اړونده پوهه او زده کړه اړينه ده. له دې امله قرآن د ((ان تؤدوا الأمانات الی أهلها)) سپارښتنه کړې ده. خو دومره ده چې دندې ته بيا ځينې نور اړخونه يا ذمه واري يا مسلکي پوهه وتجربه هم اړينه ده چې نن ورځ په نړيواله کچه ورته په CV or Curriculum Vitiate کې ځای ورکړل شوی دی چې څنګه پرې انسان خپل ځان پر خپل employer يا نړيوال مارکېټ کې وپلوري، نو هلته بيا هر څوک خپل سوانخ، زده کړه او نور زياتي مهارتونه additional skills ږدي چې زه څه کولی شم او څه خصوصيات لرم او څه شی مې خوښيږي. ان تر دې چې کمپنۍ او سازمانونه د انسان عادتونو hobbies ته هم په CVs کې پاملرنه کوي. نو ساده توب يو څه او له توپيري چلنده ځان ساتل او نور دا ښه خبره ده، خو د رسمياتو لپاره د هېواد په کچه بيا خپله ملي پاليسي، سيمه ييزه پاليسي او نړيواله پالېسۍ باندې پوهاوی بيله خبره ده. که مو پوهه لرلای، نو ولې به داسې لوبې راباندې کېدای او ولې به د سيمه ييزو او نړيوالو استخباراتي دامونو او موخو ښکار کېدای او پکې داسې سخت نښتلی چې اوس لار له ټولو نه ورکه ده.

فهزموهم باذن الله وقتل داود جالوت واتاه الله الملک والحکمة وعلمه مما يشآء

ولقد آتينا داود وسليمان علمًا وقالا الحمد لله الذي فضلنا علی کثير من عباده المؤمنين

يا داوُود انا جعلناک خليفة فی الأرض لتحکم بين الناس بالحق ولاتتبع الهوی فيضللک عن سبيل الله

((خليفة)) أي مستخلفًا على الملك والحكم بين الناس، بمعنى: نصَّبْنَاكَ حاكمًا لتنفيذِ أوامرنا، (بالحق) بالعدل

وهب لي ملکاً لاينبغي لأحد من بعدي

[[وفي نسيم الرياض : في شرح المواقف : طلب سليمان عليه السلام لملک لايتيسر لغير لم يکن حسداً منه وفتنة بالملک؛ بل لأن کل نبيّ کان له ما يفتخر به أهل زمانه، وکانوا جبارة يفتخرون بالملک وکثرة الجند والمال وقوة الأعيان؛ فأراد سليمان أن يکون له مد ذلک ما لايقدر عليه غيره؛ فملکه الله ملکاً عظيماً، ولم يجعله شاغلاً له عن زهده وعبادته؛ليعلم الناس أن زخارف الدنيا لاتله خلص عبادة عن خدمته؛ولذا قدم الإستغفار علی طلبه؛ فقال : رب اغفر لي وهب لي ملکاً …. وليکون أدعی للايجابة.]]

The Rise of Taliban

Rafiq Afghan has come out with detailed arguments with his own viewpoint which appeared in weekly Takbeer of March 02, 1995 (Pp. 17-20). Resume of this article is produced here-in-under:

The America CIA is involved in raising the Taliban through the British diplomats who have good knowledge about the people of Afghanistan against whom they had fought three wars. The British diplomats selected two Maulvis of JUI (F & S) who had strong links across the border. Beside financial assistance they were given such vehicles which were equipped with most modern communication system. After that they were noticed on regular errands to Kandahar. For one year they struggled constantly, contacted pro-Zahir commanders of Kandahar, assuring them necessary assistance, and met regularly the Maulvis of the maddrassas along the border. Then it was decided to raise the Taliban force.”

بېنظيره له ليموند ورځپاڼې سره :

طالبان د برتانيه طرحه وه چې مالي ونظامي لګښتونه يې امريکا وسعودي پر غاړه دي او روزنه يې زموږ ده چې زموږ د موخو (اهدافو) لپاره کار کوي.

پاکستانی ژورناليست حامد مير د مشر ملا صاحب ملا محمد عمر او د اسامه بن لادن په تړاو چې له بېنظير بوټو سره د ملګرو ملتونو پنځوسمې نمانځغونډې ته تللی وو او هلته يې په نيويارک کې د ملګرو ملتونو په دفتر کې د امريکا د هغه وخت د بهرنيو چارو وزارت سيکرټره آغلې Robin Lynn Raphael هم ليدلې وه چې د طالبانو د ملاتړ يې بېنظيرې ته سپارښتنه کړې وه دلته کتلای شئ :

Hamid Mir talks about his meeting Osama Bin Laden and Mullah Omar

‘Robin Raphael Convinced Benazir to Support the Taliban’ – US Embassy

Indian Strategic Studies

د ښاغلي خپلواک د لا پوهاوي لپاره همدومره اړينه بولم چې داوود عليه السلام ته ملک (پاچاهي) له جالوت راپاتې او زوی يې د داسې يوې پاچاهۍ غوښتنه وکړه چې بيا له هغه وروسته بل چا ورنه کړ شي، نو الله تعالی همغسې سلطنت وپاچاهي ورکړه، خو زموږ د مشر ملا صاحب باچاهي چې پورته انګرېزي پاراګراف کې ورته نغوته شوې چې برتانيا، امريکا، پاکستان، عرب استخبارات او مذهبي شعوري وناشعوري ګوندونه پکې ښکېل دي، نو څنګه له خپل توانه زياته خبره کوي چې له هر اړخيز پلوه د نورو په اوږو سپور او د هغوی له لورې تمويليږي او تغذيه کيږي. په داسې حال کې چې ترکي الفيصل او نور پاکستاني لوړپوړي نظامي واستخباراتي چارواکي ورځي او ده خپله د خره لکۍ ټينګه کړې وه، نو لږ انصاف په کار دی. قرآن داوود او سليمان عليهما السلام ته له نبوة وخلافت سره سره علم کارولی. ان تر دې چې اوسپنه يې ورته تابع کړې وه او قرطبي لا دا هم راخېستي چې ((صنعة الکيميا)) د کيميا پوهه الله تعالی ورکړې وه. همداسې سليمان عليه السلام ته منطق الطير د مرغانو او حيواناتو ژبه باندې پوهاوی الله تعالی ورکړی وو چې هُدهُد کيسه يې قرآن راخېستې ده.

ولقد آتينا لقمان الحکمة

قال اجعلني علی خزآئن الأرض اني حفيظ عليم

اختلف اهل التأويل في تأويله

قال بعضهم معنی ذلک اني حفيظ لما استودعني؛ عليم بما وليتني.

ذکر من قال ذلک :

حدثنا ابن حميد قال ، حدثنا سلمة ، عن ابن إسحاق: (إني حفيظ عليم)، إني حافظ لما استودعتني ، عالم بما وليتني . قال: قد فعلت.

حدثنا بشر قال: حدثنا يزيد قال ، حدثنا سعيد ، عن قتادة قوله: (إني حفيظ عليم)، يقول: حفيظ لما وليت ، عليم بأمره.

حدثنا ابن حميد قال ، حدثنا إبراهيم بن المختار ، عن شيبة الضبي في قوله: (إني حفيظ عليم) يقول: إني حفيظ لما استودعتني ، عليم بسني المجاعة. (6)

* * *

وقال آخرون: إني حافظ للحساب ، عليم بالألسن .

*ذكر من قال ذلك:

حدثنا ابن وكيع قال ، حدثنا عمرو ، عن الأشجعي: (إني حفيظ عليم) ، حافظ للحساب ، عليم بالألسن.

* * *

قال أبو جعفر : وأولى القولين عندنا بالصواب ، قولُ من قال: معنى ذلك: ” إني حافظ لما استودعتني ، عالم بما أوليتني، لأن ذلك عقيب قوله: (اجعلني على خزائن الأرض)، ومسألته الملك استكفاءه خزائن الأرض ، فكان إعلامه بأن عنده خبرةً في ذلك وكفايته إياه ، أشبه من إعلامه حفظه الحساب، ومعرفته بالألسن

هيټلر ته د شاه امان الله خان ځواب

[[زما عزيز ورور آډولف هيټلر!

ستاسې پيشنهاد مې په غور ولوست، بايد زه خپل ښاغلي ورور ته دا څرګنده کړم چې زه د هيڅ نوم او نښان او د قدرت د لاسته راوړلو له پاره په افغانستان کې د تخت او تاج غوښتونکى نه يم. په خاصه بيا هغه مهال چې دغه تاج او تخت د يو بل هيواد په مرسته را کول کيږي، که څه هغه هيواد او ولس يې زما همنژاده هم وي او که څه هم زموږ سياسي ګټې مشروع او مشترکې هم وي. زه هيڅکله و دې ته نه يم حاضر چې په افغانستان کې د سلطنت د تاج او تخت د لاسته راوړلو له پاره خپل حيثيت او د افغان ولس حيثيت پايمال کړم. زه د خپل ورور څخه هيله کوم چي زما معذرت قبول کړي. “]]

د افغانستان و امريکا د اړيکو لنډه تاريخچه

افغانستان ته انګليستان څو ځله لوړپوړي چارواکي او وروسته يې د وخت صدراعظم راواستاوه او د اعليحضرت محمد شاه سره يې وکتل.

جنرال سردار عبدالولي چې د شاه اوخی او د اکا مارشال شاه وليخان زوی دی په ارګ کې د ليدنې (۱۰۰۳) پر مهال ماراقم ته وويل.

پلاوي پاچا ته وړانديز وکړ چې د امريکا او پلوي هېوادونو هوډ کړی دی چې د شوروي اتحاد په مقابل کې د سنټو (Central treaty Organisation “Cento”)  په نامه دفاعي تړون جوړ کاندي، که تاسو پکې غړيتوب واخلئ، په بدل کې به موږ د احمد شاه بابا امپراتوري درته جوړه کړو. مګر ظاهر شاه ونه منله. وروسته د امريکا ولسمشر ايزنهاور پخپله افغانستان ته راغی او د کابل هوايي ډګر په VIP کې يې له پاچا سره وکتل او پاچا ته يې وويل :

((که ته زموږ دا هيله ونه منئ، نو موږ اړ يونوی هېواد جوړ کړو او دا کار راته ستونزمن دی. که ته راسره يوځای شې، دا پيسې به ستا په مرسته ولګوو او هم به څلور ميليونه مسلمانان په افغانستان ورګډ کړو. محمد ظاهر شاه ورسره ونه منله)).

جنرال سردار عبدالولي زياته کړه چې سردار داوود خان، زما پلار مارشال شاه ولي خان، صدراعظم ډاکټر محمد ظاهر او يو شمېر نورو لوړ رتبه منصبدارانو هڅې وکړې چې پاچا دې غوښتنې ته چمتو کړي، خو بريالي نه شول. پايله دا شوه چې د امريکا او انګليستان په همکارئ پاکستان جوړ شو.

[14 اګست 1947 ز]

The Baghdad Pact (1955) and the Central Treaty Organization (CENTO)

The Central Treaty Organization (CENTO), originally known as the Baghdad Pact or the Middle East Treaty Organization (METO), was a military alliance of the Cold War. It was formed in 1955 by Iran, Iraq, Pakistan, Turkey and the United Kingdom and dissolved in 1979.

Extinction: 16 March 1979

Formation: 24 February 1955

Why did Pakistan leave Cento?

In 1965 and in 1971, Pakistan tried fruitlessly to get support in its wars with India from CENTO, but this was rejected because it was viewed that CENTO was aimed at containing the USSR instead of India. … Spontaneous withdrawal of Pakistan and Iran in 1979 caused the collapsed of Central Treaty Organization (CENTO).

جنرال پروېز مشرف او افغانستان

که موږ دغه درېواړه پورته تاريخي لاسوندونو او د پروېز مشرف مرکې ته لږ ځغلنده کتنه وکړو، نو وبه ګورو چې زموږ ختيځ ګاونډي ولې د سينټو له تړون ځان ويست؟ دا ځکه چې دوی هغه وخت په ۱۹۶۵ او ۱۹۷۱ غوښتل چې له دغه تړونه به د هند پر وړاندې ملاتړ ترلاسه کړي، خو په هغه تړون (لاسوند / سند) کې د دوی سره د مرستې وملاتړ لپاره د هند پر وړاندې څه نه ول، نو مرسته يې ورسره نه شوای کولی. فلهذا دوی خپه شول او له تړونه ووتل او ځکه خو يې جنګونه وبايلل. ځکه چې هغه تړون له روسانو نه د دفاع په موخه وو، نه له هند سره او دوی غوښتل چې د هند پر وړاندې ترې کار واخلي، خو هند خپله هلته په هغه تړون کې شامل وو. په دې وروستيو کې دوی بيا چې هند کشمير له ځان يوځای کړ او هغه پخوانی حيثيت يې ورختم کړ، نو پاکستان ډېره ډنډوره وغږوله، خو چا يې غږ وانه ورېده. له دې مخکې چې هند د لشکر طيّبه د حافظ سعيد ډله په دې وروستيو کې پروسږکال بمبارد کړه، نو قريشي ډېره هڅه وکړه چې د اسلامي هېوادونو په سازمان کې د پاکستان لپاره ملاتړ راجلب کړي، خو هغه ونه شو. ان تر دې چې د سعودي او د متحده عربي اماراتو لوړپوړي چارواکي راغلل او له هند سره له مخامختيا سپارښتنه ورته وکړه. دا ځکه چې قريشي (پاکستان) په تمه وو چې د نظامي مخامختيا په وخت کې به يې له مالي پلوه ملاتړ وکړي، خو هسې ونه شول. خپله خزانه يې تشه او د بل له خزانې يې جنګ کولو، نو هغوی يې غوږونه ورخلاص کړل او په قريشي يخې اوبه توی شوې او تر ننه يې بيا غږ ونه کړ، بلکې هماغوی ښاغلی مودي د يو مېلمه په توګه ونازولو.

دا چې سعودي شهزاده ترکي الفيصل کومه خبره کوي هغه په دې پار چې دوی بيا په بل اړخ کې له امريکا سره د يو متحد په توګه شريک ول، نو مجاهدين يې بيا د کمونېزم د مخنيوۍ او البته د پاکستان د ساتنې لپاره ترې هم کار واخېست چې هغه به دوی خپله چېغې وهلې :

((جهاد افغانستان دفاع پاکستان))

دوی خو هغه وخت پوهېدل، خو موږ نه پوهېدو. اوس چې پوه شو، نو کار خراب شوی دی. له مجاهدينو يې بوجۍ دين جوړ کړل او طالبان يې په ښو او بدو ووېشل.

که موږ پوهېدای او يا را کې لږ اصالت وای، نو له مشر ملا صاحب راواخله تر ملا عبدالغني برادره پورې به د سپي او د پيشو نخرې نه راباندې کېدای. څنګه يې تريتم او درپه دره کړل؟ څوک يې پخپلو غوجلو کې وراسته کړل؟ څوک يې وپلورل؟ څوک يې پخپلو غوجلو کې شهيدان کړل؟ څوک يې په هېواد کې دننه ورک او تريتم کړل او اوس هم ورپسې ګرځي او په چا کې يې اوس بيا تازه پړی اچولی او د بيا راژوندي کېدو او فعالېدو او د امارت د واک خوبونه ويني.

دا اوسنې توافقنامه يې هم همداسې درواخله. هغه استخباراتي (څارګري) اجرائيوي مهمه برخه يې پټه او نوې دنده يې د يو کراييکښ جګړه مار او قاتل ورسپارلې چې د بلکواټر مشر ايريک پرينس هم ګيله کړې، چې د هغه بزنس ته يې تاوان اړولی او دوی د هغه کمپنۍ تر پرسونل پورې وړيا او ارزانه پرېوځي. پاکستان خو يوه مستخدمه اردو ده چې هر وخت هغوی ته وړيا او په ارزانه توګه خلک روزلی او پيدا کولی شي چې موږ مجاهدين او طالبان يې ښه بېلګه ده.

شهزاده ترکي الفيصل داسې وايی :

Ex-Saudi spy head denies foreign hand in Faisal’s death

Prince Turki Al-Faisal says in TV interview assassination was based on personal vendetta

By Ahmed Asmar

[[Speaking on another issue, he said there was “Saudi-American-Pakistani cooperation to support the Mujahideen [fighters] against the invasion” of the Soviet Union in Afghanistan in the 80s.

He added also that there was a Sudanese offer to extradite Osama bin Laden, former head of al-Qaeda terrorist group.

“In 1995, former Sudanese President Omar Bashir offered to hand over Bin Laden to the Kingdom on the condition that he would not be prosecuted, but the Saudi government rejected it,” he said.

“After this I went, carrying a letter from the then Crown Prince Abdullah to Mullah Omar, the Taleban ruler of Afghanistan, seeking extradition of Bin Laden in order to try him in Riyadh but that did not happen,” he added.

He also denied any involvement of the Saudi and American intelligences in creating al-Qaeda.]]

ملا بورجان

قاضي القضات شيخ نور محمد ثاقب

ښاغلي کمال خپلواک پخپله ليکنه کې د ځينو کسانو نومونه ياد کړي، خو زه د دې دوو تنو په اړه ورته لنډه شانتې يادوري وکړم :

د ښاغلي ليکوال د لا پوهاوي لپاره همدومره اړينه بولم چې د کرنيل امام د کتاب ته دې مخه کړي او هلته به وګوري چې هغه څه ويلي دي؟

ملا بورجان هم د ۳۵ ځوانانو له پروژې نه وو.

دا هغه کسان ول چې کرنيل امام ورته په اول کې تربيه او روزنه ورکړې او د نوموړي يادونه يې پکې هم کړې ده.

دا چې ښاغلي خپلواک د قاضي القضات شيخ نور محمد ثاقب يادونه کړې، نو دومره ورته ويلی شم چې شيخ ثاقب زما په شرح جامي، ميبذي، مشکاة المصابيح، فنونو او داسې نورو کې استاذ کيږي او ما ترې په هاشميه کې زده کړه کړې ده، خو په هغه وخت کې لا د طالبانو پته نه وه چې بيا وروسته راوزږېدل. د ننګرهار والي او رئيس تنظيمه مولوي عبدالکبير هم زموږ د مدرسې شاګرد پاتې شوی دی.

نور نه غواړم چې په موضوع کې لا ژور ننوځم، خو دومره مې د ښاغلي خپلواک د لا پوهاوي لپاره اړينه بلله چې يوازې دومره مسلماني به د حکومت او نظام لپاره بسنه نه کوي لکه هومره چې مشر ملا صاحب لرله او زده کړې يې هم نيمګړې پاتې وې. د ملا اختر محمد منصور هم همداسې درواخله چې کرنيل امام هم ورته اشاره کړې ان ان د هغه د سترګې او نورې خبرې هم راخېستې دي.

له بده مرغه چې موږ ساده او سپين زړي خلک وو، خو نورو زموږ له ساده توب او ايماندارۍ داسې ناوړه ګټه پورته کړه چې نسلونه په نسلونه به يې بيا په اسانه تشه ډکه نه کړو. مشر ملا صاحب هوايي راغی او هوايي ولاړ. نه چا په پيل کې وليده او نه چا په پای کې. څنګه راوټوکېده او څنګه پوه پناه شو؟ دا ټولې داسې پوښتنې دي چې زموږ له هر اړخيز پوهاوي او زده کړو پورې اړه لري. ان تر دې چې کرنيل امام همدې ټکي ته اشاره کړې چې :

زه د پنځوسو په شاوخوا کې نوی کمانډران ټريننګ کړم، ددغو کسانو ځانګړتياوې هم را وښودل شوې، ”دوی بايد د عصري زدکړو پر ځای ديني زدکړې ولري“. ديني زدکړې يې هم بايد د نړيوالو عصري سيسټمونو پر ځای د مدرسو او جماعتونو له لارې تر لاسه کړي وي. زمونږ داسې کسان پکار وو چې هغه بايد دينداره وي او په دې فاني دنيا غولېدونکي نه وي.

مولوي محمد نبي محمدي چې د افغاني مجاهدينو لنډرانو په منځ کې تقوا دار او پاک مجاهد وو. له پاکستان سره يې خاص مينه وه او تل به يې مونږ ته د پاکستان د بقا دعا ګانې کولې.

مولوي محمد نبي ساده او مخلص انسان وو. د هرې مرستې له پاره به مو چې پرې غږ وکړ، نو نه يې نه کوله. د مولوي محمد نبي محمدي صيب ګروپ کې يوه ځانګړتيا دا وه چې د افغانستان زيات شمېر ديني عالمان په دې ډله کې وو او د مدرسو طالبانو به هم دې خوا ته ډېره مخه کوله. هغه رنګه اشخاص چې زما پکار وو هغه مې دلته پيدا کولای شول.

په همدې دوران کې مې په يوه جلسه کې د مولوي صيب محمدي نه دهمداسې ځوانانو غوښتنه وکړه چې زه بايد هغوی ته ځانګړې روزنې ورکړم.

کرنيل امام (امير سلطان تارړ) :

ما دا هر څه د پاکستان لپاره کړي چې د هلالي جنډه (بيرغ) په دې ټوله سيمه رپانده وي. هغه خپلې ټولې ناولې هڅې او موخې له جهادي پيره تر طالبي پيره په دې لاندې دريو ټکو کې رانچوړ کړي دي :

  • ګډوډي چې څنګه يوه ارامه او رسوخ داره ټولنه بېثباته (ناارامه کړي) او شورو غوغا جوړه کړي؟
  • د افغان ځوانونه روزنه چې څنګه يې د خپلې اوږد مهاله جګړې لپاره وکاروي؟
  • څنګه د سختيا (مشکل) په وخت کې له بهرنۍ مرستې پرته وړيا او په کم لګښت دومداره جګړه مخته يوسي؟

کرنيل امام زياتوي :

هغه ډول چې مونږ غوښتل د مجاهدينو حکومت هغسې جوړ نه شو، مونږ خو دا ګڼله چې افغانستان به د پاکستان لکه د پنځمې صوبې په شکل وي مونږ به د يو ښه ګاونډي هېواد په توګه له دې سيمې هر ډول ګټه اخېستلای شو او دا جعرافيه به کله هم زمونږ په خلاف بيا استعماله نه شي او نه به هم د پاکستان دښمن دلته د پښې کېښودو د ځای پيدا کولو جوګه شي خو دا هرڅه يو خوب شول او مونږ په تش ميدان پاتې شوو.

مونږ ډېر کوشش وکړ چې د جمعيت اسلامي او حزب اسلامي په مشرۍ افغانستان يو سياسي حکومت جوړ کړي خو ددوی ترمنځ اختلاف، جنګونو او شخړو مونږ په يو بل فکر مجبور کړو او دا مو د ځان له پاره يوه ښه لاره وبلله چې د طالبانو ملاتړ وکړو او يوه سيمه د ځان له پاره خوندي پيدا کړو.

مشاهد حسين :

هغه وخت خو زموږ پلان او فکر دا وو چې په افغانستان کې يو اسلامي دولت د ګلبدين حکمتيار په مشرۍ رامينځته او له هغې وروسته منځنۍ اسيا هم فتحه کړو

کرنيل امام ورپسې زياتوي :

په افغان مجاهدينو کې يوه داسې شور او ولوله پيدا کړې وه چې د امريکا ولسمشرانو جيمی کارټر او صدر ريګن به يې تل صفتونه کول.

((يوه شپه جنرال صيب ضياالحق مونږ څو لوړرتبه نظامي افسران ماښامنۍ ته مېلمانه کړي و د ضياصيب لخوا همدا خبره وشوه چې کارټر او ريګن وايي افغان مجاهدين د اسلام ريښتيني ساتونکي دي. په دې سره اول ضيا صيب او بيا ټولو حاضرينو ښه شېبه وخندل)).

له همدې امله قرآن دې ټکي ته اشاره کوي :

وقال لهم نبيّهم ان الله قد بعث لکم طالوت ملکا، قالوا أنی يکون له الملک علينا ولم يؤت سعة من المال، قال ان الله اصطفاه عليکم وزاده بسطة في العلم (۱) والجسم (۲) والله يؤتي ملکه من يشآء، والله واسع عليم.

البقرة : ۲۴۷

د ملا محمد عمر د سترګې حال

د ملا عمر د سترګې په اړه به درته سهي او ريښتيني کيسه وکړم په دې اړه ځينې افسانې هم مشهورې دي.

داسې ويلی کيږي چې کله په جګړه کې د ده يوه سترګه زخمي شوه، نو دا دومره بهادر او شجاع انسان و چې په چاقو سره يې د سترګې زخمي شوی ګاټي را وويست او ګوزار يې کړ او بيا يې په جنګ شروع وکړله.

د هغه د يو مافوق البشر انسان ثابتولو له پاره دا يوه دروغ کيسه مشهوره شوې ده، اصل خبره دا ده چې په ځانګړې توګه د هغه د سترګې علاج د کراچۍ په يو هسپتال کې د پوځ په نګرانۍ کې وشو. او هغه سره د شوي چلند او همکارۍ له کبله هغه ډېر خوشاله او تل به يې زمونږ د ملګرو دا مرسته يادوله.

سترګه يې د روزنې (ټريننګ) په يوه ازمايښتي دوره کې له لاسه ورکړه، نه د جهاد په صحنه کې. او کرنيل امام دلته په ډېرو ښکاره ټکو ويلي چې څنګه جهاديان د مولوي محمد نبي، حکمتيار، جمعيت، سياف او د خالص ډلې کارولي. څنګه يې په دوی کې د خدای تعالی ساده ګان د خپلو موخو لپاره انتخاب کړل او پر هغوی يې کار وکړ چې هغه بايد دينداره او په دې فاني دنيا غولېدونکي نه وي. د مولوي محمد نبي په ډله کې هغه ډول اشخاص چې د کرنيل امام په کار ول پيدا کولی شول.

د پورتني ايات د حکم لاندې مشر ملا صاحب له قرآني مزاحمت سره مخ دی او لږ تر لږه دغه دواړه شرايط نه شي پوره کولی، نو موږ دا شل کاله همدا سرزوري شروع کړې ده او لا تراوسه دا مزاحمت درک کولی نه شو.

د اميرالمؤمنين لقب ورکونه

کرنيل امام زياتوي :

زمونږ د يو لايق شاګرد چې خدای د خبرو کولو ډېر ښه استعداد ورکړی و. په خپله وينا کې له ګډونوالو غوښتنه وکړه چې ملا محمد عمر مجاهد ته د امير المومنين لقب ورکړي. همدا وو چې ملا محمد عمر مجاهد د امير المومنين په توګه ومنل شو. دا داسلامي نظام اساس وو چې هغې کې باچايان او ولسمشران نه وي، بلکې اميران وي، لکه امير المومنين حضرت عمر فاروق رض.

په دې هيله چې ښاغلی خپلواک د مشر ملا صاحب د رحلت په پلمه (بهانه) دې پايلې ته ورسيږي چې د نظام وحکومتولۍ او ادارې لپاره يوازې نيمګړې ملايي پوهه او زده کړه بسنه نه کوي، نو ځکه قرآن کريم په پوهه، روغتيا او حکمة او مسلکي پوهه او مسووليت اخېستو او ځان باندې باور (اعتماد) يعنې حفيظ عليم باندې سپارښتنه کړې ده.

په درنښت

سيد حسين پاچا

د ملا محمد مجاهد د رحلت په بهانه / حاجي کمال خپلواک

https://khabarial.com/archives/3153

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply