هرات کې تر سل پورې دولتي کارمندان په کرونا ویروس اخته شوي

0 787

په هرات کې له سلو ډېر دولتي کارمندان په کرونا ویروس اخته شوي دي.

دا کسان د عامې روغتیا، ښاروالۍ ، اوبو رسولو، مستوفیت، امنیې قوماندانۍ او والي د دفتر کارکوونکي دي.

په هرات کې له ۸۹۴ کسان په کرونا ویروس اخته دي، چې ویل کیږي تر سل پورې یې دولتي کارکوونکي دي.

د هرات د عامې روغتیا ریاست یوه سرچینه وایي دولتي کارکوونکي روغتیا ساتنې ته پام نکوي او په دولتي ادارو کې هم د خلکو ګڼه ګوڼه وي چې له امله یې دولتي کارمندان په کرونا ویروس اخته شوي دي.

 د هرات د اوبو رسولو ادارې درې، د ښاروالۍ څلور، د مستوفیت درې، د برېښنا شرکت پنځه، د عامې روغتیا اویا  کارمندان او لس پولیس سرتیري او د امنیې قوماندانۍ کارمندان، درې د هرات امبولانس کارکوونکي او درې د والي د دفتر کارکوونکي دي.

د هرات د عامې روغتیا ریاست ویاند محمد رفیق شیرزی وایي دا کسان  ډېر په خپلو کورونو کې کرنتین دي.

 ځینې دولتي مامورین وایي مسوولین یوازې شعار ورکوي چې روغتیایی سپارښتنو ته پام وکړی، خو نه ماسک ویشي او نه هم په دولتي ادارو کې د روغتیا ساتنې په موخه د وسایلو او امکاناتو درک شته.

د هرات د عامې روغتیا په ریاست کې یوه سرچینه وایي که په دغه ولایت کې عمومي تیست وشي ښایي د هرات پنځوس سلنه اوسیدونکي په کرونا ویروس اخته وي.

 موندنې ښیي چې په هرات کې کرونا ویروس تازه پړاو ته داخل شوی دی.

ډېر خلک روغتیایي سپارښتنو ته پام نه ساتي، د ځینو ښارونو محدودیتونه لیرې شوي، دولتي او خصوصي غونډې له سره پیل شوې او خلک حتی د ماسک له لرلو پرته ښار ته ځي او راځي .

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply