د جنازې په مراسمو په برید کې ۲۱ کسه وژل شوي او ۵۵ نور ټپیان دي

0 693

د ننګرهار په خېوه  د سیمه ییزو پولیسو د یوه پخواني قوماندان شیخ اکرم په جنازه کې چاودنې د مړیو او ټپیانو شمېر له اویا وو لوړشو.

دا چاودنه نن غرمه وشوه.  د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوګیاڼی وایي په دغه پیښه کې د” شهیدانو شمېر ۲۱ او ټپیان شمېر ۵۵ تنو ته ورسید”.

تراوسه د دغه ځانمرګي برید مسوولیت کومې ډلې پرغاړه نه دی اخیستی، خو طالبانو په کې خپل لاس درلودل رد کړي دي.

ویل کیږي چې په مړو او ټپیانو کې د ننګرهار د ولایتي شورا ځیني غړي او نور کسان هم شامل دي.

د ننګرهار د والي ویاند وایي : ” په شهیدانو کې متاسفانه د ولایتي شورا غړی عبدالله ملکزی ( لالاخان) او ټپیانو کې د ولسي جرګې غړی ملک قیس نورآغا ملکزی شامل دي”.

په ولسي جرګه کې د ننګرهار د خلکو استازى حضرت علي چې هم په دغه جنازه کې ګډون کړی و د مرګ ژوبلې شمېره تر دې لوړه ګڼي .

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply