ولسمشر محمد اشرف غني افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو ته امر وکړ چې د طالبانو خلاف جګړه کې تهاجمي حالت غوره کړي.

ولسمشر نن ملت ته وینا کې وویل، طالبانو افغان وژنه روانه کړې ده.

د هغه په خبره، طالبانو د ولس ارادې ته منفي ځواب ورکړی او د ټولو اړخونو د اوربند غوښتنه یې رد کړې ده.

د هغه په وینا، افغان ځواکونه دې په طالبانو خپل عملیات پیل کړي؛ خو تر څنګ يې حکومت سولې ته هم ژمن ی.