افغانستان؛ نامعلوم مسیر، یرغمل ولس او خاین مشران

عبدالوافي نایبـزی

0 704

پرون د ۲۰۲۰ ز د می میاشتې ۱۱مه وه، په نړۍ کې د مور ورځ نمانځل کېده. زه چې ډېرې وخت نړۍوالې رسنۍ هر سهار تعقیبوم، د نړۍ کابو هر ځوان او هرې پېغلې د مور ورځ په انلاین بڼه نمانځلې وه.
نن د می ۱۲مه ده، د کابل په یوه کې افغانه مور ستونې ستاغ غځېدلې، پر چپ مټ يې خپل نوی زېږېدلی ماشوم پروت دی، دې مور په ټټر د هغه نامعلوم دښمن مرمۍ خوړلې، چې ښايي د کورنۍ غړي يوه پېړه وروسته هم پوه نه‌شي، چې چا او ولې؟ ماشوم هم د مور په ټټر شهید پروت دی، خو دا افغان ماشوم دی، هغه ماشوم چې نړۍ به يې د وژنې په مقابل کې سوڼ هم ونه‌کړي، آه کاش دا د سوریې وو، کاش د امریکې وو، کاش د بل وطن، د دې وطن ماشومان به سوی ځګر د رب په مخکې ودرېږي، او د وطن ټوله کیسه به ورته کوي، عجب صبری خدا دارد…

ولې چوپ یو؟
جګړې د ځاني، اقتصادي او ټولنیزو زیانونو تر څنګ موږ سخت روحي هم وځپلو، یاد مو شي، پخوا که به یو کس وغورځېد، ضعف به يې وکړ، نو ټول کلي به ورمنډه کړه، که شخص به د ښار په کوم واټ کې ضعف وکړ، نو ټول ښار يې مرستې ته راټول شو، خو نن څه کیسه ده؟ سل ووژل شي، له تېغه تېر شي، واټونه او د ښار ویالې په وینو رنګ شي، خو پوره یو ساعت وروسته هيڅ هم نه‌وي، ته به وايي، چې د اطفايي اوبه زموږ د وجدان تومنه هم مېنځي، هېڅ‌څوک د کثیف دښمن په مقابل کې غږ نه‌باسي، ښايي د وجدان فرېکونسې دومره ټيټه شوي‌وي، چې هېڅ د خپل هم‌نوعه درد نه‌شو حس کولای.

آیا موږ فکراً غلامۍ او وژنې ته اماده یو؟
زه په‌دې اند یم، تر څو چې موږ پر خپلو فکرونو کار ونه‌کړو، تر هغې به هم‌داسې قتلېږو، د هر هېواد د نظام او حکومت تر شاه یو نامريي ځواک وي، چې هېواد سمې لارې ته سوق کوي، موږ بدبختانه داسې مشران یا Elites نه لرو، یانې په کُل کې موږ د هېواد په کچه رهبرۍ له خلا سره مخ یو. « د هر ملت ضعف د هغه ملت په منځ کې ریښه لري او باندنۍ ضربې چندانې تاوان نه ورته کوي، خو که تاوان له دننه وي، نو بیا دا ضربې هم کار کوي، استعمار ځکه کېده، چې ځینې خلک استعمار ته جوړ وو. اول باید د خپلو عیبونو او نیمگړتیاوو چاره وکړو، ځکه د دې عیبونو په وجه راته «بل» زیان رارسولی شي. دا نیمگړتیاوې یوازې د ایمان او عقیدې ضُعف پورې نه‌دي، ځکه د ژوند ټولې چارې خو په ایمان او عقیده نه‌کېږي، بلکې پوهه، اخلاق، فرهنگ، هنر، قانون، عرف، پانگه، امکانات، حکومت، مدیریت، صنعت، تجارت او…هر یو په ټولنیز ژوند کې مهم دي. که مو پوهه د پخوانیو پېړیو وي، اخلاق مو د عوامو تر عرفه راټیټ شوي وي، فرهنگ مو په مړاوي کېدو وي، هنر مو له غوړېدو پاتې وي، قانون ته څوک غاړه نه‌ږدي، عرف مو د وړو سیمو پورې محدود پاتې وي، پانگه مو ځای پر ځای ولاړه وي او دوران ونه‌کړي، لازم امکانات او ابزار مو د کارگرانو او صنعتگرو په لاس کې نه‌وي، حکومت مو خپلې دنده ترسره نه‌کړي، کامیابه مدیریت نه‌وي عام شوی، صنعت نه‌وي او تجارت مو بې‌خونده وي، نو طبیعي خبره ده، چې ټولنه به مو د غورځېدو پر پاڼ درېدلې وي. داسې ټولنه د وړو ستونزو په حل کې هم پاتې راځي او په اسانۍ سره په داسې میدان بدلېدای شي، چې هر زورور پرې ورودانگي. – استاد محق، والیل اذا عسعس».

خاین چارواکي
د سټالین مشهوره وینا ده، چې سیاسیون که خپلو کې وران وي، نو موږ وژني او که خپلو کې سره جوړ شول، نو زموږ سرمایه لوټي. په افغانستان کې د وژنو یو علت هم‌دا دی، چې د معاصر تاریخ له پیله تر دې دمه سیاسیون په‌خپلو کې سره نه‌دي جوړ، د دوی دا نفاق تل بېرونیو کړیو ته زمینه مساعده کړې‌ده، چې راشي او زموږ په اینده لوبه وکړي، خورا کم پاک سیاسیون که شتون ولري، خو په‌داسې موقفونو به يې ونه‌مومي، چې د هېواد په کچه د تصمیم‌نېونې مرجع وي. هغه چارواکی به وطن ته څه خدمت وکړي، چې کورنۍ يې پاکستان، ایران، جرمني، مسکو، کاناډا، امریکا او هندوستان کې مېشته وي؟ په وطن کې اوسېدل، خپله یوه قرباني ده، تر څو چې مشران قرباني ورنه‌کړي، نو کشران (ولس) به هم‌داسې پاه‌بسته پسه په‌څېر قتلېږي.

بې‌غیرته او پست دښمن:
نړۍ کې که جګړه کېږي، نو د اصول پر مخ وړل کېږي، په دې نړۍ کې د هر څه د پاره اصول وضع شوي‌دي، خو بدبختانه په افغانستان کې نه د جګړې روایت Narrative معلوم دی، نه يې اصول معلوم دي، بس چې څرنګه د وحشي دښمن وس ورسېد، افغانان قتلوي، د افغانستان اوسنی دښمن د نړۍ د ظلمونو په مقابل کې رېکارډ جوړوي، د افغانستان په تاریخ کې په مېرمنو او بیا هغه ډول مېرمنو چې د ولادت په موخه روغتون ته وړل شوي‌وي، بريد چا نه دی ثابت کړی، دلته هغه کیسې کېږي، چې د سړي ستونې زېږ شي، دا کوم وحشت دی، دا کوم بربریت، دا دښمن تالب دی، که داعش، او که تر شا يې امریکا، ایران او که پاکستان دی، تر ټول پست او بدفطرته دښمن دی. دوی په لوی لاس د افغانانو پاڅون ته لار اواروي، هغه پاڅون چې پایله به يې بیا د وطن او ځان‌ورانونه وي. د افغانانو دښمن دومره بُزدله دی، نه پر جومات اسره کوي، نه په ښار اسره کوي، نه د مقابل لوري پر ناموس اسره کوي، حتا دوی د خدای له اسماني سپېڅلي کتاب پروا هم نه ساتي، دوی د قران په منځ کې هم بم ځای پر ځای کوي، تر څو افغانان پرې ووژني، دوه د انسانیت ټولې پولې نړولی دي، د افغانانو دښمن انسان نه‌دی، خلاص!

څه کول په‌ کار دي؟
لومړی، په فکرونو کار کول: د افغانانو فکرونه جګړې ته تل اماده دي، ما مخکې هم وویل، چې کله موږ فکراً اماده ونه اوسو، نو د نړۍ یو زبر ځواک هم پر موږ څه نه‌شي کولای، خو موږ تاریخ ګورو، چې موږ تل فکرا استعمار ته اماده وو، چې استعمارېدلو. نو فکر بدلول په کار دي، تر هر څه اول باید موږ ته وطن لومړیتوب ولري.
دویم، د ولس له لوري حکومت ته کرښه کش کول، د ولس زور د خدای زور دی، په‌کار ده، چې په د وطن په هره سیمه کې ظلم کېږي، که دښمن يې کوي، او که د حکومت کوم نا اهله چارواکی، ولس باید ورپسې پورته شي، او خپل حق وغواړي، وژل کېږي ولس، خو ولس غلی دی، حق يې خوړل کېږي، خو غلی دی، بمونه پرې وورول شي، خو ولس غلی دی، ولس چې کوم کار کولای شي، هېڅ‌څوک يې هم نه‌شي کولای. همدا ولس دی، چې حکومت ته هم شکل ورکولای شي او دښمن ته په کور کې هم شپه!
درېیم، تعلیم هر مهال د هر دښمن پر مخ کلکه څپېړه ده، تر هغه چې په افغانستان کې د معیاري تعلیم کچه لوړه نه‌شي، نو ستونزې له‌دې هم بدترې وګڼه، تاسو فکر وکړئ، چې ۴۰٪ باسواده وي، او ۶۰٪ بې‌سواده، نو معلومه خبره ده، چې ۶۰٪ به ډېرې ستونزې جوړوي، بیا داسې ضدي بې‌سواده، چې په اګاهانه ډول بدلون ته هم غاړه هم نه‌ږدي، ښوونځي هم نه مني، د مېرمنو تعلیم هم نه‌مني، نو معلومه خبره ده، چې دا ۶۰ سلنه به په ۴۰ سلنو برلاسي وي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply