په لسو ورځو کې د رېل پټلۍ له لارې ۱۶۳ زره ټنه توکي هیواد ته وارد شوي دي

0 535

د افغانستان د اوسپنې پټلۍ اداره وايي، د روانې میاشتې له ۱۱ مې څخه تر  ۲۲ مې نېټې پورې د حیرتان ـ مزارشریف، اقینې او تورغونډۍ بندرونو له لارې په بېلابېلو توکو بار ۲۸۱۹ واګونونه هیواد ته را رسېدلي دي.

دغه اداره وايي، په دغو واګونونو کې ۱۶۳زره ټنه ، غذايي، نفتي، ساختماني او ځینې نور مواد شامل دي.

د افغانستان د اوسپنې د  پټلۍ اداره وایي  په دغه موده کې ۳۵زره ټنه غنم، ۴۶زره ټنه اوړه، ۲زره ټنه غوړي،۴۹زره ټنه تېل،۱۸زره ټنه اوبلن غاز، ۶۴۰۰ ټنه ساختماني موادو او څه باندې۴۵۰۰ ټنه نورد اړتیا وړ مواد شامل دي.

د یادونې وړده چې په دې وروستیو کې د کرونا ویروس د خپرېیدو له امله د افغانستان ډېر بازارونه تړل شوي او د خوراکی توکو بیې هم لوړې شوې دي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply