بې پولې ډاکټران : داسې احمقانه او ډارنې هڅې زموږ ارداه نه کمزورې کوي

0 649

د بې پولې ډاکترانو نړیوال سازمان د کابل د دشت برچې پر ولادي او نسایي ۱۰۰ بستریز روغتون برید غندلی او هغه یې یوه احمقانه او ډارنه هڅه بللې ده.

دغه سازمان وایی د دغه روغتون طبي فعالیتونه ځنډول شوي، خو بند نه دي .

 دا روغتون د بی پولې ډاکټرانو له خوا تمویلیږي.

په روغتون د وسله والو په برید کې ۲۶ کسان ووژل شول او شپاړس نور ټپیان شول.

په وژل شویو کې ډېر یې نوي زږیدلي ماشومان او ښځې دي.

د بې پولې ډاکترانو سازمان ویلي د دوی یو کارکوونکی هم په دغه برید کې وژل شوی دی.

 د بي پولې ډاکټرانو سازمان وایي: د بریدګرو او افغان ځواکونو ترمنځ د ډزو پر مهال په روغتون کې یو ماشوم وزیږید او اوس د هغه او د هغه د مور روغتیاي وضعیت د ډاډ وړ دی.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply