له سلو زیاتو وکیلانو دوستم ته د مارشالۍ رتبې ورکړې سره سخت مخالف وکړ

0 514

د ولسي جرګې له ۱۰۰ زیاتو غړیو، نن په عمومي غونډه کې ویلي چې جنرال عبدالرشید دوستم د مارشالۍ رتبې وړ نه دی او حکومت باید په خپله پرېکړه له سره کتنه وکړي.

یادو غړو دوستم ته د مارشالۍ رتبې ورکړې مخالفت پخاطر نن سل لاسلیکونه هم راټول کړي دي او زیاته کړې يې ده چې فشار راوړي تر څو حکومت له خپلې پرېکړې بېرته راوګرځوي.

د وکیلانو په خبره، دوستم د بشري حقونو پښو لاندې کوونکی دی او د افغانستان په ټولو داخلي جګړو کې چې ملکیان یې قربانیان دي، ښکېل دی.

د هغوی په وینا، جنرال دوستم د ملکیانو په وژنه کې لاس لري او اوسنیو شرایطو کې د مارشالۍ رتبې وړ نه دی.

وکیلانو دا هم ویلي، که دوستم ته د مارشالۍ رتبه ورکړل شي، د تېرو شلو کلونو لاسته راوړنې به له پوښتنو سره مخ او د امنیتي ځواکونو قربانیو ته به سپکاوی وشي.

دا په داسې حال کې ده، داسې راپورونه خپاره شوي چې د ولسمشر غني او پخواني اجراییه رییس عبدالله عبدالله د سیاسي توافق په نتیجه کې حکومت دوستم ته د مارشالۍ رتبه ورکوي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply