یوې باوري سرچینې وویل، چې دا هوکړه سبا لاسلیک کېږي.

د سرچینې په خبره، مراسم ډېر کوچني نیول شوي دي، چې ولسمشر غني او عبدالله عبدالله به په کې وینا هم ولري.

سرچینه وايي، ښايي د هوکړې لاسلیک مراسمو کې د بهرنیو هېوادونو ځینې استازي هم برخه واخلي.

د عبدالله عبدالله او ولسمشر غني په نوي سیاسي توافق کې، عبدالله ته هم سهم ورکړل شوی دی.

سرچینې وویل، عبدالله عبدالله ته ۱۱ وزارتونه ورکړل شوي، د دې ۱۱ وزیرانو ټاکلو لپاره به هم ولسمشر غني سره مشوره کوي.

د مالوماتو له مخې، پخوانی اجراییه رییس عبدالله عبدالله به د ۳۴ ولایتونو لپاره د والیانو په ټاکلو کې هېڅ راز نقش ونه لري؛ خو ځينو مواردو کې به ورسره مشوره کېږي.

مالومات ښيي، چې عبدالله عبدالله ته په سیاسي توافق کې له ۱۱ وزارتونو پرته نور هېڅ راز ونډه نه ده ورکړل شوې.