!امریکایانو په افغانستان کی د جعلی دیموکراسی فاتحه واخستله

ډاکټر محمد نذیر نعیمي

0 695

سره له دی چی ډاکټر عبدالله زما له نظره نه کوم علمي او نه هم د افغانستان ملي ګټو ته وفادار شخص دی خو پوښتنه دا نه ده چې غنی په ارګ کی او یا عبدالله په سېېدار ماڼۍ کې وی او یا د دی بر عکس.

 بلکه پوښتنه د نظام د جوړښت، د وطن راتلوونکی سرنوشت او د ملی ګټو ده. امریکایان د دی لپاره چه افغانستان کله هم د یو قوي مرکزی حکومت خاوند نه شی تیر وار انتخابات سبوتاژ کړل. او یو سهامی شرکت یی جوړ کړ چی نتیجه یې ټول ولس ولیدله دا وار اول دوی غوښتل چی د تالب سره د نامعلومی سولې به بهانه له انتخاباتو تیر شی خو ډاکټر غنی ورسره دا خبره ونه منله، انتخابات وشول خو امریکایانو د دوهم وار له پاره نتیجه سبو تاژ او مقابل لوری یی تشویق کړ چی د انتخاباتو نتیجه ونه منی.

چی کله ډاکټر غنی د دی کار سره مقاومت وښود. نو امریاکایانو د یو میلیارد ‌‌‌‌‌‌ډالرو د کومک کمولو ګواښ وکړ او دا یی هم وویل چی که د مقابل لوری سره جوړ جاړی ونه کړې نو کومک به نور هم کموو او د پلان مطابق به خپل عسکر هم د افغانستان څخه باسو، دا پدی معنی چی د کومک د قطع کیدو په صورت کی به ستاسو ملي امنیتی قواوې کمزوری او قدرت به تالب ته انتقال کړو. روسیي ، ایران او ترکیی هم د مشارکتی او کمزوری حکومت ملاتړ کړی دی.

له دی کبله ډاکټر غنی ته بل هیڅ لیاره پاتی نه شوه پرته له دی چی د دې ټوپکدارانو، زورواکانو او د قانون نه یاغیانو ته په حکومت کی د ونډي ورکولو باج ور کړی. په دی کې هیڅ شک نشته چی افغانستان د ټولو ورونو قومونو ګډ هېواد دی او د حکومت په جوړښت کی باید هر څوک خپل ځان وګوری او هیڅ چا ته باید د قدرت د انحصار اجازه ورنه کړای شی، مګر دا توازن باید د اهلییت او وطندوستی په معیار تر سره شی او نه د زورواکۍ او قانون ماتوونکو د ادرس څخه.

د دا ‌‌‌‌‌‌ډول سهامی شرکتونو تحمیلول د افغانستان د راتلونکې له پاره ‌‌‌‌‌‌ډیر لوی ناورین دی او هغه پدی مانا چی په راتلونکې کې به چې کله هر څوک انتخابات ګټې نو بل طرف به یی نه مني او نتیجه به یی غیر قانونی د قدرت تقسیم وی او پدی وسیله به اولس کله هم په نږدی راتلونکې کی د یو ولسواک نظام خاوند نه شی او د زورواکو پاچاهی به دوام کوی.

پوښتنه دا ده چی امریکا ولی نه غواړی چې افغانستان یو باورمند او قوی مرکزی حکومت ولری او په ځای یی یو کمزوری، بی اتفاقه او فساد نه ‌‌‌‌‌‌ډک حکومت حاکم وي؟. د یو کمزوری حکومت په موجودیت کی امریکا کولای شی خپلی ټولی هغه وعدی چی یی د پاکستان سره تالب ته په افغان نظام کی د ‌‌‌‌‌‌ډیری لویې برخی د ورکولو کړی په افغان حکومت باندی تحمیل کړی او پدی وسیله د تالب له لیاری د پنجاب د غلامۍ حلقه د افغان اولس په غاړه کی واچوی او خپلی پښی د افغانستان څخه سپکی کړی.

اوس بله پوښتنه دا ده چی د دی زورواکو چی د امریکی په اشاره او ملاتړ غواړی افغان حکومت کمزوری کړی پدی لوبه کی څه ګټه لیدلی ده؟. پاکستان د حزب او جمعیت په شمول خپل ټول د روسانو د وخت مجاهدی ‌‌‌‌‌‌ډلی په باور کی اخیستی او دا یی ورسره وعده کړی چی ستاسی د افغان ولس نه غلا کړی دارايی به خوندی او راتلونکی حکومت کی به تاسو ته هم برخه مشخصه شوی وی. د شعیه زورواکو او د دوستم د مافیا برخه هم د ایران او ترکانو په وساطت خوندی شوی ده. او که چا سره اوس هم شک وی نو دا ټولو په خپل سر قطر، ماسکو او اسلام اباد ته څه د افغانستان د ملی ګټو د خوندی کولو لپاره من‌‌‌‌‌‌ډي وهلي او که د خپلو شخصی ګټو له پاره؟.

ولس ته دې ښکاره وي چی دې پخوانیو جګړه مارو د پاکستان، د افغانستان د ورانولو د پروژی سره همکاری کړی ده ، ځینو یی همزمان د روسانو سره هم پروتوکولونه امضا کړی دی،. ځینو یی د امریکایی اشغال زمینه ساز او ځینی یی د اشغال د ځمکنی قواوو حیثیت درلود او تر ننه یی وفادار دی.

 او اوس چی امریکی د تللو اراده کړی نو دوی بیا د پاکستان خدمت ته تیار شوی دی. دا پروژه نه د پښتون، نه د تاجک، نه د ازبک، نه د هزاره او نه د ازبک او نه د نورو په ګټه ده او باید مخالفت یی وکړی. اوس په کار ده چی ټول ولس خپله قبله بدله کړی او نور د زورواکو د ملاتړنه لاس واخلي او د افعانستان د استقلال او د ولسواکۍ د احیا له پاره خپلی هڅې شريکي کړي. رښتینی ولسواکی بدیل به یا طالبانی امارت وي او یا د زورواکو، غلو او مافیا یی ‌‌‌‌‌‌ډلو سهامی شرکت وی. دوعا ګانو، عذرونو او لاس تر زنی کیناستو باندی نه اولس ته څوک خپل حق ورکوی او نه یی څوک اواز اوری.

نو اولس او په خاص ‌‌‌‌‌‌ډول ځوان نسل کوم چی د دی وطن راتلړنکې د دوی پوری تړلې ده باید د ظلم او ناروا په مقابل کی اواز پورته کړی، حق ته حق او د زورواکو او قانون ماتوونکو په مقابل کی د مخالفت اواز پورته کړي او نور د دی کاذبو قومی ټیکدارانو په وعدو اعتبار ونه کړی. په اوسنیو شرایطو کی باید اولس د موجوده نظام [ د ‌‌‌‌‌‌ډیرو نواقصو سره سره ] نه په اخلاص دفاع او ملاتړ وکړي ځکه چی بل بدیل نه لرو .

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply