!دا څه ډول اسلامیت او انسانیت دی

سید عبدالله پاچا

0 587

:متدینو او درنو هیوادوالو

   د اسلام او انسانیت دښمنانو(وسلوال طالبان او داعش) یو ځل بیا د خپلو تیرو جنایتونو په څیر د روژې مبارکې میاشت په درشل کې زمونږ پر روژه دارو او مظلومو هیوادوالو باندې د کابل ښار په دشت برچې سیمه کې پر سل بستریز روغتون، د ننګرهار ولایت په ښیوې ولسوالی کې د یو پخوانې جهادی قوماندان د جنازې د لمانځه پر مراسمو برید، د لغمان ولایت په علیشنګ ولسوالی کې د امنیتي ځواکونو پر یو بیز باندې برید، همدا رنګه په لوګر، پکتیکا او ورته نورو ولایتونو کې پر ملکي خلکو تروریستی بریدونو په تر سره کولو سره یو وار بیا وښودله چې دغه ډله هیڅ راز اسلامي او انسانی اصولو او ارزښتونو ته ژمن ندي او تل د اسلامیت او انسانیت خلاف عمل تر سره کوي. چې په یادو پیښو کې د ښځو، ماشومانو او امنیتي ځواکونو په ګډون زمونږ په لسګونو مظلوم هیوادوال حتي نوې زیږیدلي ماشومان شهیدان او ټپیان شوي دي او په یادو ولایتونو کې انساني فاجعي رامنځته کړی دي، چې د دغو المناکو پیښو شهیدانو ته د الله تعالی له دربار څخه جنت الفردوس، ټپیانو ته عاجله شفا او درنو کورنیو ته یې د صبر جمیل غوښتنه او د پیښو عامیلنو ته د جهنم غوښتنه کوو.

   اسلام هغه مبارک  دین دی چې نه یوازی په ژوندون کې د یو مسلمان شخصیت  ته درناوی لری بلکه د هغه میت (جنازې) ته هم ځانګړي پاملرنه کړی او مسلمانانو ته سپارښتنه کړي، ترڅو د یو مسلمان جنازه د اسلامی او انسانی اصولو مطابق خاورو ته وسپاري او د یو مسلمان دجنازي اداء کول یې په نورو مسلمانانو فرض ګڼلي  ترڅو د دغي اسلامي  فریضي په اداء کولو سره د یو مسلمان ورور پروړاندي خپل ایمانی او انساني مکلفیت ترسره کړي، خو له بده مرغه چې طالبان بیا په جنازه برید کوي او په لسګونو تنه مسلمان لمونځ کوونکي په شهادت رسوي نو دا څه ډول اسلامیت او انسانیت دی؟

   د سولې او ثبات د راوستو په موخه د افغانستان اسلامی جمهوری دولت ژمنتیا او ښه نیت روښانه دی، خو له بده مرغه چې طالبان د سولې پر ځای افغان وژني، وینې تویولو، بې رحمۍ ته په عامه ځایونو، دیني او مذهبي مراسمو باندې بریدونو، د علماو وژنه او ترور څرنګه په تیرو ورځو کې په کابل او غزنی ولایتونو کې د تراویح د لمانځه پر مهال زمونږ دوه تنه متدین علما شهیدان کړل، همدا رنګه د ماشومان، ښځو، سپینږيرو، ناروغانو، داکترانو او ټولو دیني، انساني  او بشری حقوقو او لارښوونو خلاف عمل او دوام ته ژمنتیا لري، نه اسلامیت او انسانیت ته.

  د طالبانو له لورې د تاوتریخوالی نه کمول د هغه هوکړه لیک خلاف دی چې د طالبانو او امریکا د متحده ایالاتو تر منځ لاسلیک شوی او په هغه کې د سولې لپاره پر تیاریو ټینکارشوی وو.

  د اسلام د مقدس دین ستر پیشوا او رهنما جناب حضرت محمد مصطفی (صلی الله علیه و اله و سلم)  فرمایلی دي: په کومه سیمه کې چې د آزان غږ  اوریدل کیږي هلته جګړه ناروا ده.

   له یاد حدیث شریف څخه دا په ډاګه  څرګندیږي چې د مسلمانانو پر وړاندې جګړه د اسلام پر خلاف دی، خو د اوسني جګړي ټیکه داران چې د پردیو د ناوړو اهدافو لپاره اسلام یو وسیله ګرځولي او د مسلمانانو په وژنه بیا په دغه مبارکه میاشت کې به له خپل رب څخه د مغفرت او بخښنی تمه هم لري.

په درنښت

سید عبدالله پاچا

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply