د تاریخي ځایونو تاریخي دښمنان

لیکوال: عبدالمنان توحیدیار

0 668

طالبان د تاریخي ځایونو دښمنان دي او دا یې د خپلې واکمنۍ پر مهال او له هغې وروسته په ډاګه کړې ده.

د دوشنبې سهار یې غزني کې د اسلامي ثقافت په مرکز کې موټر بم برید وکړ چې د دې مرکز زیاتو ودانیو ته یې زیان رسولی دی.

طالبان دا موټر بم بل ځای هم کولی شو، خو دا چې موټر بم کې چاودیدونکي توکي زیات و او زیات ویجاړی یې کو، نو ځکه یې د اسلامي ثقافت مرکز کې ورته چاودنه ورکړه.

په ښکاره دا برید د امنیتي ځواکونو یو مرکز باندې شوی چې ۹ شهیدان او ۲۰ ټپيان لري، خو د برید هدف دا و چې څنګه تاریخي ودانۍ او ابدات له منځه یوسي.

پاکستان چې نه تاریخ لري او تاریخي ابدات لري، هیڅکله یې دا نه لوریږي چې افغانستان دې د تاریخ اوږدې مخینې نښې ولري.

له همدې کبله هڅه کوي هغه ابدات له منځه یوسي چې د افغانستان د راتلونکي لپاره ډير خلک جذبولی شي او په تاریخي او فرهنګي لحاظ افغانانو ته ډيره ګته رسولی شي.

پاکستان خپلو طالب ملیشو ته هر هغه لارښوونه چې وکړي، عملې کوي یې، طالبان د پاکتسان ملیشې دي او تر څو چې دا ملیشې فعالیت لري، افغانان به قربانی ورکوي او افغانستان به له پرمختګ راګرځیږي او جوړ ځایونه به ورانیږي.

تاسو به لیدلي و، یا به مو اوریدلي وي، یو ښکاره مثال یې د بودا مجسمو ورانول چې پنځه زره کلن تاریخ لري.

طالبانو د نصیر الله بابر په لارښوونه د بودا مجسمو ته د خپلې واکمنۍ پر مهال توپونه ودرول او ویجاړې یې کړې.

بابر د پاکستان د استخباراتو هغه کس و چې په ښکاره یې د طالبانو د ملاتړ او فعالیت باندې اعتراف کړی و چې افغانستان کې یې د خپلو ګټو لپاره طالبان راپورته کړل.

دا مجسمې له نیکه مرغه د کرزي د حکومت په لومړي کال بیرته پخواني وضعیت باندې ورغیدې او د طالب مخ تور شو.

که د طالب نن بیا توان بر شو، بیا د بودا مجسمې همداسې جوړې نه پریږدي، ځکه طالب پردۍ مزدور دی او مزدور ته چې خان هر څه ووایي، همغه کار کوي.

طالبان یواځې د جګړې فشار راولي، مخامخ جګړه نه شي کولی، له چاودیدونکو توکو موټر ډک کړي او یو ځای چاودنه ورکړي، خامخا پکې د ملکي وګړو تر څنګ افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو ته هم مرګ ژوبله اړوي.

خو طالبان بیا ملکي وګړي هم په امنیتي ځواکونو کې حسابوي او دا ویاړ ګڼي چې یو له ګڼې ګوڼې ډکه سیمه کې یې چاودنه کړې او مرګ ژوبله یې اړولې ده.

طالب لکه تراوسه چې مخ توری دی، همداسې به مخ توری وي، داسې ورځ راتلونکي ده چې لکه د نورو جنایتکارانو به طالبان هم خپل ولس ته مخ نه لري.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply