چارواکي: د داعش جنګیالي له ختیځو ولایتونو بدخشان ته ټول شوي دي

0 765

د بدخشان په شپاړسو ولسوالیو کې وسله وال مخالفین فعالیت کوي.

په بدخشان کې سیمه ییز مسوولین وایي د هغو بهرنیو ترهګرو د فعالیت ساحه پراخه شوې چې د طالبانو تر چتر لاندې د داعش په نامه فعالیت کوي.

د بدخشان والي زکریا سودا وایي د وسله والو طالبانو فعالیت داعش ډلې ته زمینه برابره کړې ده اوکه ونه ځپل شي نو راتلونکې کې به نه یوازې افغانستان بلکې چین، تاجیکستان او نړیوالې ټولنې ته جدي ګواښ وګرځي.

د بدخشان والي وایي داعش په ختیځو او سویلي ولایتونو کې ماتې خوړلې او اوس غواړي په بدخشان کې قوي قلمرو ولري.

 په همدې وخت کې د بدخشان د ولایتي شورا غړی جوید راغستانی  وایي اوس ۴۰۰ بهرنیي  جنګیالي چې داعشیان دي د بدخشان په وردوج او نورو ولسوالیو کې د طالبانو تر بیرغ لاندې فعالیت کوي.

هغه وایي چې د سولې خبرو پروخت به دا کسان د داعش بیرغ پورته او فعالیتونه به یې ښکاره کړي.

  په داسې حال کې چې یو کال وړاندې طالبانو د بدخشان په اتو ولسوالیو کې فعالیت درلود اوس چارواکي وایی چې دا فعالیت شپاړسو ولسوالیو ته پراخ شوی دی.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply