د “ناڅرګندو وسله‌والو” له خوا د طالب قوماندانانو د سرونو لو پيل شوی

0 899

د لوبې روخ بدلېږي؛
د “ناڅرګندو وسله‌والو” له خوا د طالب قوماندانانو د سرونو لو پيل شوی

د ناڅرګندو کسانو له خوا د خلکو د ترور او وژنو لړۍ له مودو راهيسې د ډېورنډ کرښې دواړو غاړو ته روانه ده، خو دواړو غاړو ته دغه لړۍ د يو بل په پرتله يو څه توپيرونه لري.

يو ټکی چې دواړو غاړو ته مشترک دی، هغه دا دی چې ناڅرګند وسله‌وال تر ډېره هغه قومي مخور، د خبرو، مرکو او جرګو سړي په نښه کوي چې څو تنه پرې راټولېږي.

تر ډېورنډ کرښه دې غاړې ته زيات وخت هدفي وژني چې ناڅرګند وسله‌وال يې کوي، ريښې يې په مافيا پورې تړليو ډلو ته رسېږي، خو کله کله يې طالب اورپکي هم مسووليت مني، خو تر ډېورنډ کرښه پورې غاړه ناڅرګند وسله‌وال له څېلمې هماغه کسان دي چې پاکستان يې ښه يا ګوډ طالبان بولي.

پاکستان ښه طالبان هغو طالبانو ته وايې چې يوازې په افغانستان کې جګړه کوي او تر ډېورنډ کرښه پورې غاړه هغه پښتانه مشران وژني چې خلک ورباندې راټولېږي.

پاکستان پر دغو ښو طالبانو بېلابېلو نومونه ايښي دي، ځينو ته د امن کمېټه، ځينو ته ښه يا ګوډ طالبان او ځينو ته نور نومونه کاروي.
د دوی لويه برخه تر ډېورنډ کرښه پورې غاړه په وزيرستانونو، پېښور او سوېلي پښتونخوا کې فعال دي.

اوس داسې ښکاري چې د لوبې روخ بدل شوی دی او د جنګ د تاوجنو لمبو په منځ کې، يو نوې شغله سر پورته کوي.

له څه مودې راهيسې تر ډېورنډ پورې غاړه د ښو طالبانو مشران چې پاکستان يې نامعلوم او ناڅرګند وسله‌وال بولي، د ځينو نورو ناڅرګندو وسله‌والو له خوا په نښه کېږي او له منځه وړل کېږي.

هيڅوک نه پوهېدل چې ناڅرګند وسله‌وال څوک دي او چېرته اوسي، خو اوس چې د نورو ناڅرګندو له خوا پخواني ناڅرګند په نښه کېږي، مخکېني نامعلوم يو يو مالومېږي، خو د نويو هويت لا هم پټ دی.

د دغې لړۍ په وروستۍ پېښه کې د طالبانو د مخکېني قوماندان او د امن کمېټې، يا ګوډ طالبان يو مشر تحصيل خان په نښه شوی دی.
تحصيل خان د ملا نذير د ګروپ يو له وتليو جنګي قوماندانانو څخه و.

دی له خپل ورور شاه کرم خان سره له اعظم ورسک څخه واڼه ته پر لاره و چې “ناڅرګندو مخ‌پټو وسله‌والو” بريد ورباندې وکړ، ورور يې وژل شوی او دی مرګونی ژوبل شو.

د ګوډ طالبانو دغه مشر د پاکستان د استخباراتو له خوا د واڼه روغتون ته لېږدول شوی، خو ډاکټران وايي، سړی د جوړېدو نه دی.

مالومه نه ده چې ولې او څوک تر ډېورنډ کرښه پورې غاړه، د پاکستان د استخباراتو تر وزرو لاندې د هغوی نازولي چوچوڼي يو په بل پسې وژني، خو يوه خبره چې مالومه ده، هغه دا ده چې حالات په جبري توګه مخ په بدلېدو روان دي او په نوې څپه کې د طالبانو زاړه نامالوم قوماندانان هم د نويو ناڅرګند وسله‌والو له سترګو نه دي پټ.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply