حکومت ګرم دی که ملت؟

حکمت آصفي

0 656
افغانستان پنځه زره کلن تاریخ لري، مونږ یو باتور ملت یو. مونږ دا یو مونږ هغه یو…!
ای باتور ملته دا ټول یو خوب دی او خیال، ټول عمر مو په همدا شان خبرو تېر کړ خو نه مونږ څه لاس ته راوړل او نه مو هم د هیواد لپاره څه وکړل. موږ تل د حق او حقدار خبرې کوو خو په عمل کې خپله د حق تابع نه یو. تل د خپلو وګړو، قام او حکومت د ړنګولو هڅې کوو او تل مو د خپل حکومتونو او وطنپاله مشرانو پسې راخیستې ده. خو د دې هیواد د یو مسئول بچي په توګه هیڅکله مو خپل حق نده اداء نکړ. مونږ که هر څه درلودل هغه د تاریخ پاڼو ته وسپارئ، راځئ چې نوی تاریخ جوړ کړو.
راځئ چې اوس فکر او پیل وکړو چې څه لرو او څنګه پرې مخ ته لاړ شو؟
اړینه ده چې د حکومت او د ولسمشر پسې د خبرو او نیوکو پر ځای د خپل حکومت، ولسمشر او د نورو وطنپاله مشرانو او چارواکو څخه او د یو خپلواک، ودان او د پوهې ډک افغانستان لپاره لاس په کار شو. آخر تر کومه ولې مونږ د غفلت په خوب ویده پاتې یو. ولې د یو مسئول وګړي په توګه خپله دنده نه تر سره کوو، ولې د خپل چاپیریال څخه پیل نه کوو. آیا پنځه دیرش میلیونه وګړي د دې توان نلري چې د خپل هیواد د هوساینې او آبادۍ لپاره هلې ځلې وکړي او د امنیت تینګولو لپاره لاس په کار شي. اکثره مشران مو په فساد ککړ دي که مو پولیس دی اکثره ېې د غلو او قاتلیونو سره لاس لري که مو وکیلان دي د غاصبیونو او زورواکو سره لاس لري که مو سیاسي کارپوهان او شنونکي دي اکثره د پردیو هیوادنو غلامان شول. ټول خپلو شخصي ګټو ته ارزښت ورکوو خو کله چې خبره د ملي ګټو ته راشي ټول خپل ځانونه تیر باسو، آخر ولې مګر افغانستان زمونږ هیواد ندی؟ که دا وطن زموږ دی نو څوک به دا وطن جوړوي. “هر هغه څه چې کرو هغه به ریبو” تر څو چې مونږ دا خپلو غلطو لارو ته بدلون ورنکړو دا هیواد به هیڅ کله یو ودان او پیاوړی هیواد نشي. په سیاسي علومو کې یوه اصطلاح ده
” ملتونه حکومتنونه جوړوي” خو له بدې مرغې زمونږ ملت حکومت ړنګوي.
تر څو چې مونږ خپل منفي لور ته بدلون ورنکړو دا هیواد به هیڅ کله مثبت بدلون و نه مومي.
تل مو په خپل حکومت د انتقاد ګته پورته کړې خو هیڅ کله مو یو ځل هم د خپل په منفي کارونو انتقاد ونکړ.
نو راځئ چې له خپل ځانه پیل وکړو او د خپل نوي نسل لپاره یو تل پاتې خپلواک، ودان او د پوهې ډک افغانستان ډالۍ او د خپل نوي نسل لپاره د هوساینې او سولییز ژوند زمینه برابره کړو.
د یو تل پاتې خپلواک او ودان افغانستان په هیله ان شاءالله!

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply