هغې په خپلې تازه مرکه کې د افغان حکومت او طالبانو له لوري د بندیانو د تبادلې بهیر ستایلی دی او ویلي يې دي چې دغه چاره بین الافغاني سولې ته زمینه برابروي.

د هغې په خبره، اوس مهال د ناټو سازمان او افغان حکومت اړیکې ژورې او پخې دي او سلاکاران يې د افغان ځواکونو روزنې او مشورو ورکولو ته دوام ورکوي.

نوموړې ټینګار کړی دی چې د سولې بهیر کې دې د ښځو حقونو ته پاملرنه وشي او ناټو له افغان مېرمنو ملاتړ ته ژمنه ده.