طالبان د کرونا ویروس له سختې څپې سره مخامخ دي

0 852

طالبانو افغانستان ته د کرونا ویروس د رسیدو پر مهال ویلي وو چې کولی شي د دې ویروس د خپریدو مخه ونیسي، خو اوس چې له هغه وخته یو څه موده تیره شوې ده دغه ډله نه شي کولای چې تر خپل کنترول لاندې سیمو کې د کوید-۱۹ مخه ډبه کړي.   

د افغانستان په سویل کې د طالبانو تر کنترول لاندې د یوې سیمې اوسیدونکي حبیب الرحمان، له میاشتو راهیسې په دې نه پوهیږي چې ټوخی یې د کرونا ویروس له کبله دی او که کومې بلې ناروغۍ.

د هلمند ولایت دغه ۳۲ کلن اوسیدونکی وایي: «زه ټوخیږم، تبه لرم او سینه مې درد کوي. دلته د تشخیص او درملنې کوم مرکز نه شته او نه هم داسې کوم پروګرام شته چې په ترڅ کې یې خلکو ته معلومات ورکړل شي.»

په افغانستان کې اوس هم په رسمي توګه تر ۱۷۰۰۰ زیاتې د کرونا ویروس تایید شوې پیښې ثبت شوې دي. پر دې سربیره چارواکي وایي چې د طالبانو تر کنترول لاندې سیمو کې هم په زرهاو کسان په دې ویروس اخته دي. خو د کرونا د آزموینو، طبي وسایلو او ضعیفه روغتیایي سیستم له کبله ښايي شمیرې تر هغه څه چې ویل کیږي لوړې وي.

طالبانو په مارچ مارچ میاشت کې د کرونا پر ضد یو کمپاین پیل کړې چې په ترڅ کې یې په ټولنیزو رسنیو په خپرو شویو ویډیوګانو د طالبانو جنګیالي ځايي اوسیدونکو ته د ماسکونو او صابون د ویشلو په حال کې ښوول کیږي. خو هغه څه چې په دغو ویډیوګانو کې د خلکو پام ځان ته اړوي دا دی چې دغه جنګیالي آن د ماسکونو ویشلو پر مهال هم ټولنیز واټن نه مراعتوي.

کرونا ویروس په قوي احتمال افغانستان ته له ایران څخه اخراج شویو مهاجرو له ځان سره راوړی دی. طالبانو له دې هیواد څخه راستانه شوي په سلهاو کسان قرنطین کړي هم دي. په ځینو سیمو کې خو دې ډلې آن د حکومت روغتیایي کارکوونکو ته اجازه ورکړه چې د وایروس د خپریدو مخه ونیسي.

خو په وروستیو اوونیو کې د کندز، هلمند، ارزګان او کندهار ولایتونو یو شمیراو سیدونکي له دې شکایت کوي چې د کرونا کړکیچ پر مهال یوازې پریښودل شوي دي. طالبان په دې ولایتونو کې ډیرې سیمې کنترولوي.

طالبانو بیا په کندز کې د حکومت روغتیایي کارکوونکو ته اجازه نه ده ورکړي چې د کرونا ویروس په مخنیوي کې ورسره مرسته وکړي. د کندز د یوې ولسوالۍ ډاکټر صبغت الله، ویلي: «هغوی [طالبانو] وویل چې پخپله به د ویروس د پراخیدو مخه ونیسي.»

صبغت الله اندیښمن دی چې د طالبانو تر کنترول لاندې سیمو کې د کرونا ویروس په اړه عامه پوهاوي ډیره کمه ده. د هلمند ولایت یو اوسیدونکی حاجي قدرت الله، وایي چې په وروستیو وختونو کې یې د طالبانو یوه ډله ولیده چې په یوه کلنیک کې یې ویډیو ثبتوله، خو په خبره یې دغه کسان بیا دې سیمې ته را نه غلل. هغه وایي: «ما نه دي لیدلي چې څوک دې د کرونا ویروس په اړه د عامه پوهاوي د لوړولو په موخه څه وکړي.»

خو د طالبانو قوماندانان بیا ټینګار کوي چې د کرونا ویروس پر ضد مبارزه کې مرسته کوي. د طالبانو یوه قوماندان حفیظ محمد، د ارزګان د مرکز په اړه وویل: «هغه څوک چې لوړه تبه، ټوخی او ځان دردي ولري، ترینکوټ که لیږدول کیږي.»

پخپله طالب جنګیالي او قوماندانان هم له کرونا ویروس څخه په آمان کې نه دي پاتې شوي. ویل کیږي چې د دې ډلې څو لوړپوړي غړي په دې ویروس اخته دي. طالبان بیا دغه رپوټونه ردوي.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد، ویلي دي چې ډلې یې خلکو ته د کرونا ویروس په اړه معلوماتي پاڼې ویشلې دي. هغه زیاته کړې ده: «زموږ ګرځنده ګروپونه د موټرسایکلونو په مرسته هغه خلک چې د کرونا ویروس علایم ولري، روغتونونو ته لیږدوي.»

خو روغتیایي کارپوهان وایي چې طالبان د دې وړتیا نه لري چې د کرونا ویروس مخه ونیسي. روغتیایي چارواکي حامد احمدي، وویل: «هغو امبولانسونه او مسلکي کسان نه لري چې له خلکو سمپلونه واخلي او د کرونا ناروغانو درملنه وکړي.»

dw.com/ps

آژانسونه/ م.ج

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply