د روغتیا معنا

ډاکتر کامران وزیري

0 1,197

روغتیا یو داسی حالت ته وایي چې انسان په کې دبشپړ فزیکي(باندیني ځان او داخلي غړو )،بشپړ رواني روغوالي او جوړوالي او هم ټولنیز قرار او هوساینې برخمن وي. ډیره اړینه خبره دا ده چې یواځې د ناروغې نه شتون روغتیا نه ګڼل کیږي. بله دا چې د انسان فزیکي او رواني روغتیا د یو بل سره او بیا دواړه د ټولنیز قرار او هوساینې سره سیخه اړیکه لري او تل یو بل اغیزمنوي.

په خواشینۍ سره ډیرې وګړي د رواني ناروغتیا او ټولنیز قرار او هوساینې په هکله بې خبره دي او فکر کوي چې روغتیا  د جوړ ځان په معنی او یا د ناروغې نه شتون وي.

د روغ انسان لپاره دا دری واړه څیزونه اړین دي خو په ځانګړی ډول پرته د روغ رواني حالت هیڅکله انسان د پوره روغتیا څښتن نه ګڼل کیږي.

عقلي او رواني ناروغي څه ته وایي؟

زموږ ټول کړه وړه او سلوک، فکرونه او احساسات د مغزو د کنترول او اغيز لاندې دي او په ټوله کې دا ټول څيزونه زموږ د روان (راوني حالت یا د ذهن) څرګندوي کوي او ورسره سيخه او پرلپسې اړيکه لري.

دا فزيکي ناروغتيا نه ده مانا دا چې د مغزو په فزيکي جوړښت يا بڼه کې کوم بدلون نه تر سترګو کيږي خو بیا هم مغزه اغیزمن شوي وي او په پورتنيو دری واړو څیزونو خپل منفي اغيز لري او په دې برخو کې د ځينو ستونزو لامل کيږي چې ورته رواني ناروغتيا ویل کیږي.

د رواني ناروغتیا د تشخیص لپاره کومې ځانګړې معاینې یا ارزونې لکه د وینې معاینه یا داسې نورې نشته او تر ډیره کچه د انسان د خپل ځان په هکله خپل فکر پورې او هم د تیرو تجربو یا اخیستنو پورې او هم د نږدې خپلوانو یا ملګرو زموږ په هکله په پورتنیو درې واړو اړخونو کې د هغوی د فکر او څرګندونو پورې تړلی وي.

روغ او جوړ رواني حالت د نورمال فکر، احساس او کړنو لامل وي او دا بیا په خپل وار په ژوند کې له ستونزو سره د مقاومت، انساني اړیکو د پاللو او د سمو تصمیمونو په نيولو کې څرګند رول لري. روغ انسان او بیا روغ انسانان مانا روغه ټولنه.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply