د طالب مشر ملا هبت الله مرګ ډاګیز شو

نوید احمد څرک

0 1,222

بهرنیو رسنیو د کویټې شورا له لوړپوړو چارواکو له قوله لیکلي چې د طالبانو مشر ملا هیبت الله مړ شوی دی.

د طالبانو د کویټې شورا چې د جګړې رهبري پر غاړه لري، د ملا هیبت الله مړینه د کرونا ناروغي له کبله یاده کړې، خو داسې ښکاري چې د ملي امنیت هغه ناتایید شوی راپور او مالومات سم و چې څو میاشتې وړاندې یې د ملا هیبت الله د وژل کیدو ویلي و.

د ملي امنیت ځینو سرچینو څو میاشتې وړاندې ویلي و چې ملا هبیت الله د کویټې په چاودنه کې له خپلو ورور سره وژل شوی دی.

د کویټې په یو جومات کې تېر ۲۰۱۹م کال د اګست په ۱۶مه نیټه ځانمرګی برید وشو چې د ملا هیبت الله د ورور وژنه پکې تایید شوه، خو ملا هیبت الله پټ وساتل شو.

هغه مهال هم ځینو طالب سرچینو د ملا هیبت الله د ټپي کیدو خبر تایید کړی و، خو مړینه باندې یې ټول چوپ و.

ویل کیږي چې همغه د تیر کال اګست میاشت کې ملا هیبت الله په چاودنه کې تر ټپي کیدو وروسته وژل شوی دی، خو طالبانو دا خبره پټه ساتلې وه.

که څه هم اوس یو ځل بیا طالبانو د خپل مشر د وژل کیدو یا مړه کیدو خبر رد کړی، خو د طالبانو د مخکینیو مشرانو د خبر په ځنډ خپریدلو سره دا خبر رښتیا ده.

کله چې ملا عمر مړ شو، مړی یې زابل کې خاورو ته وسپارل شو، طالبانو نه تایید کو، خو درې میاشتې وروسته یې د هغه مړینه ډاګیزه کړه.

تر دې وروسته کله چې ملا اخترمحمد منصور باندې برید وشو او د هغه د وژل کیدو په تړاو ویډیو هم خپره شوه، طالبانو نه منله، څو ورځې وروسته طالبانو ومنله چې مشر ملا منصور یې د بې پيلوټه الوتکې په برید کې وژل شوی دی.

د ملا هیبت الله د مرګ خبر ځکه رښتیا ده چې اختریز پیغام کې د ملا هیبت الله غږ نه و، په داسې حال کې چې نور کله به اختریز پیغامونه د طالبانو مشرانو په غږ کې خپرول، خو دا ځل یواځې لیکلې بڼه باندې خپور شوی دی.

لس میاشتې وړاندې چې د کویټې په یو جومات کې چاودنه وشوه او د طالبانو دا مشر پکې له خپل ورور او څو نورو طالبانو سره ووژل شو، تراوسه طالبان په دې تړاو پلټنه کوي چې مالومه کړي، مشر یې څنګه وژل شوی دی.

په دې تړاو د ځینو طالبانو انګیرنه داده چې هغه د ای ایس ای له لوري وژل شوی، خو ځینې نور بیا پر دې هم باور نه لري.

دا چې طالبان غواړي د خپل مشر وژنه په جومات او ځانمرګي برید کې پټه کړي، اوس یې اوازه خپره کړه چې هغه په کرونا مړ شوی دی.

خو یو څه چې اوس روښانه شول، مخکیني او اوسني مالومات او وضعیت داسې ښيي چې د طالبانو مشر ملا هیبت الله نور دې نړۍ کې نشته او طالبان د یو خیالي رهبر اوامرو باندې فعالیت لري.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply