د بایسکل او چاپیریال نړیووالې ورځې

شریف الله دولتزی

0 529

هیوادوالو مو څو ورځې وړاندې د بایسکل نړیواله ورځ په فیسبوک کې ښه په شور ولمانځله. د دې ورځې په ویاړ یې خپل اوسني او پخواني انځورونه فیسبوک ته پورته کړل، ځینو خپلې جالبې خاطرې هم شریکې کړې.

له دې لمانځنې څرګندیږي چې زموږ د هیواد ځوانان کوښښ کوي چې په نړیواله کچه له هرې لویې او وړې خبرې ځان خبر کړي چې دا د ځوانانو د بیدارۍ په برخه کې ښه زیری دی..

بله دا چې ځینو ملګرو د پخوانیو بایسکلونو په اړه خپلې په زړه پورې او خوندورې خاطرې شریکې کړې، او په دې غمجن ماحول کې یې شاید د ځینو هیوالو په خوله خندا راوستې وي.

خو!!!

نن (جمعه د جون ۵) د چاپیریال نړیواله ورځ وه، له سهاره په فیسبوک کې ښکته پورته ګرځم یوازې یوه ملګري عباد سلطاني چې په هند کې د ځنګلونو د ساتنې په برخه کې ماستري کوي د  چاپیریال د نړیوالې ورځې په اړه پوست کړی، نور نو زما په ۵۰۰۰ملګرو کې هیچا هم د دې مهمې نړیوالې ورځې تش يادونه هم نه ده کړې.

نو!!!

له دې څرګنديږي چې چاپیریال(ژوند) موږ ته کوم خاص ارزښت نه لري، اونه له ککړ چاپیریال راپورته کیدونکو وژونکو ناروغیو ته پام کوو، همدا لامل دی چې نه یې له ارزښت ځان خبروو او نه یې د عامه پوهاوي په په برخه کې مرسته کوو زموږ باخبره ځوانان یوازې هغه کوچنیو مسایلو ته  چې هیڅ درد نه دوا کوي هوا ورکوي چې ددوی  شخصي تمایلات او خوښۍ په کې اظهاریږي

په هېواد کې د شنو ساحو لمنځه وړل او په کورونو بدلیدل، د ځنګلونو قطع کول، د هېواد په بیلابیلو سیمو کې د خښتو بټیو کې د بې کفیته سون توکو نه ګټنه هغه عوامل دي چې د چاپیریال د ککړتیا سبب ګرځي، دولت یې باید د مخنیوي په برخه کې خاصه پاملرنه وکړي او عام ولس باید ورسره د عامه پوهاوي په برخه کې همکار اوسې، تر څو د چاپیریال د ککړتیا نه رامنځ ته کیدونکو ناروغیو مخنیوی وشوي..

د چاپیریال نړیواله ورځ ۱۹۷۴ زیږدیز کال راپدې خوا کې لمانځل کیږي، چې سږکالبه (۵) د جون د کولامبیا هېواد په کوربتوب او د جرمني هېواد په همکاري ولمانځل شي..

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply