د کابل د وزير اکبرخان جومات پر خطيب د ځانمرګي بريد، د کابل په دشت برچي کې په نسايی ولادي روغتون او د ننګرهار په جنازه کې د يوه بريد مسووليت هم طالبانو وانخيست، نو اوس پوښتنه دا ده چې دا بريدونه چا ترسره کړل او ولې يې طالبانو مسووليت ونه مانه؟ د همدې پوښتنې ځواب د سولې په نوم د هغه سناریو جزيات روښانه کوي چې په افغانستان کې د جګړې يو بل فاز پيلوي او په دې ليکنه کې به څرګنده شي.

د سولې د روانې لوبې پټ اړخونه دا دي چې امريکا غواړي طالب نور په نظام ګډ کړي او هغه نظامي او استخباراتي فعاليتونه چې دوی پرې هر کال سلګونه ميليونه ډالر مصرفول تر دې وروسته يوازې په لس ميلونه ‌الره وکړي او هغه هم له فزيکي تلفاتو پرته.

په افغانستان کې بايد ځکه جګړه روانه وي، چې تر سولې وروسته د طالب راتلونکي ماموريت ته زمينه مساعده وي او د دې کار د عملي کولو لپاره بايد د ناامنيو يوه موقتي او که اړتيا وه منځمهاله څپه رامنځته شي او په دومره وحشت چې د هر چا زړه ولړزوي، په همدې دلیل نه بايد په جنازه رحم وشي، نه په دیني عالم او نه په نوي زېږېدلي ماشوم او نه هم د هغه په ناروغې مور.

د دې سناریو د عملي کولو لپاره يو شمېر لوبغاړو ته اړتیا ده او په ټول افغانستان کې ورته هماغه لوبغاړي انتخاب شوي چې پر افغانستان د امريکا د بريد پرمهال غوره شوي وو.

لوبغاړي:

له طالبانو سره تر سولې وروسته سناریو د عملي کولو لپاره له تېرو دوو کلونو د زړو نفوذي مهرو په بيا انسجام کار روان دی. دوی مسووليت لري د طالب تر لاسرسي هاخوا نښه شوي اهداف ترلاسه کړي. يوه ښه بېلګه يې په ننګرهار کې د جنازې پر مراسمو تر بريد وروسته د ملکزي په نوم د قومي مشر ادعا ده چې په دې بريد کې حضرت علي لاس لري. دا چې واقعا به هغه هم په کې ښکېل وي او کنه جلا موضوع ‌ده، خو يو وار بيا د زاړه لوبغاړي په توګه له طالبانو سره تر سولې وروسته سناریو لپاره د هغه د ګمارلو څرک ترې څرګندېږي. دا لوبغاړي بايد پخواني جنګسالاران، جنګي ماهرين او بې رحمه مشران وي چې د افغان ټولنې له وړاندې پايمال شوي ارزښتونه نور هم په دومره بې رحمۍ پايمال کړي چې د نوم له اخيستو سره سم يې د خلکو په زړونو کې وېره خوره شي.

دوی په ټولنه کې نخبه کسان له منځه وړي، حساسيتونه ته لاس ور اچوي او ديني مناسک د خلکو د احساساتو راپارولي لپاره په نښه کوي. دا ټول د دې لپاره چې د وحشت په اوج کې يې اهدافو ته ښه تبليغ وشي.

له طالب سره سوله جګړه ختموي؟

ډېری ځوانان احساساتي غبرګون ښيي او فکر کوي له طالبانو سره سوله به د افغانستان ټول دردونه دوا کړي. ارامي به شي او په همدې دليل د سولې په خبرو کې طالب ته ټول امتيازات ورکوي خو د دې پروا نه کوي چې په بدل کې يې څه ترلاسه کوي او کنه.

د نوې سناریو د عملي کېدو بهير ښيي چې افغانستان به د جګړې يوه بله څپه هم تجربه کوي او هغه مهال چې له طالب سره سوله بشپړه ارامي را نه ولي، نو بيا يې ولې ټول امتياز ورکړل شي؟

د طالبانو د خپلې ادعا پر اساس، که چېرې دوی پر اويا سلنه افغانستان ولکه لري، نو بيا د دوی د اوربند او اورکم په ورځو کې ولې دغه بريدونه وشول؟ که د طالب تر واک لاندې هم د کابل او ننګرهار په څېر بريدونه کېدای شي، بيا هم طالب د بشپړ امنيت د ترلاسه کولو امتياز خاوند دی؟ که طالب دا بريدونه نه دي کړي چا به کړي وي؟ د طالب او امريکا ترمنځ د لاسليک شوې هوکړې دوه پټې ضمیمې ولې نه روښانه کېږي؟ دغه دوه پټې ضمیمې خو به د نوې سناریو د عملي کېدو لپاره نه وي؟

دا ټولې پوښتنې يو ځواب لري او هغه دا چې د امريکا او طالب تر سولې وروسته هم بايد جګړه په يو نه يو ډول روانه اوسي چې طالب ته دليل پاتې شي چې د جګړې د دوام له وجې دوی مجبور وو امريکا سره د نظامي اډو د پاتې کیدو هوکړه وکړي، امريکا ته دليل وي چې د ناامنيو له وجې د دوی پاتې کېدو ته اړتيا وه او تر طالب جلا شويو نورو ترهګرو ګروپونو او کسانو ته د افراطيت د دوام بهانه او يو چوکاټ وي. په دې ټولو‌ کې لوی قرباني بيا هم افغان ملت دی چې د سر سړي به يې هم وژل کېږي، جنازه او لمونځ به يې هم خوندي نه وي او په مېندوارو مېرمنو به يې هم بريدونه کېږي او له ځان به خبر نه وي.

د دې ټولې لوبې لپاره سوند توکي بيا هم پاکستان برابروي، په دوه دليلونو؛ معلومات لري چې د سولې پروسه کې ورته هغومره امکانات نه ورکول کېږي چې دوی يې تمه لري يا هم جګړه بايد دوام وکړي ټيک د همدې لپاره چې تر سولې وروسته دغه سناریو عملي اړخ پيدا کړي.

له تېرو څو ورځو راهیسی په وزيرستانونو د پاکستاني پوځيانو تمرکز، دغلته د القاعده غړو لپاره د روزنځايونو بيا پرانيستل، د قبايلي سيمو په سرنوشت د پي ټي ايم او پاکستاني پوځيانو تازه جنجال او بالاخره هغه استخباراتي معلومات چې پاکستان په افغانستان کې د جګړې ماشين د ګرم ساتلو لپاره خپل زاړه چينلونه تر يوې لنډې دمې وروسته بېرته فعال کړي او توليدات به تر سولې وروسته جګړه جاري وساتي. دا ټول د سولې سناریو تر شا د روانې کيسې يوه برخه ده.