وزيرستان کې طالبان بیا ازاد تګ راتګ پیل کړی

0 611

  له څو ورځو راهیسی په وزيرستان کې د پاکستاني استخباراتو د نفوذي ملکانو او قومي مشرانو له لوري جرګې روانې دي چې د قومي تړونونو او ولسي هوکړو پر اساس د وزيرستان د امنيت ټينګښت لپاره د دې ځای ټولې چارې طالبانو ته وسپاري.

 دوی ټينګار کوي چې حکومت دې له دې ځايه ووځي او د امنيت په تړاو مسايلو کې هم پي ټي ايم يا د پښتون ژغورنې غورځنګ د څرګندونو حق نه لري، هغه څه چې د دې غورځنګ د رامنځته کېدو داعيه د له منځه تلو له ګواښ سره مخ کوي.

  په وزيرستان کې خبريال اسمعيل داوړ وايي، پرون د جمعې په ورځ په بازار کې طالبانو ازاد تګ راتګ کاوه او تر جرګې وروسته يې لومړنی ښکاره پرېډ ترسره کړ.

د واڼې د پنجشنبې ورځې جرګې ګډونوال او قومي مشر علي احمد کاکړ خبريال ته په همدې تړاو وويل: «ټول فوکس پر دې دی چې رياست وزيرستان بېرته طالبانو ته حواله کړي او له دې طريقه د هغوی په وسيله هدفي وژنې وکړي، خپلې برنامې عملي کړي او د پښتون ژغورنې غورځنګ مخه ډب کړي.»  د نوموړي په وينا، پاکستان له پيدايښت راهيسی بيا تر ننه د ناامنيو او د جنګيالو د روزنې لپاره د وزيرستان له خاورې څخه استفاده کړې ده.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply