د ایران ملیشې (طالبان) ولې په وروستیو پېښو چوپ دي؟

عبدالمنان توحیدیار

0 571

یوه میاشت کې پر افغانانو دوه داسې پېښې راغلې چې په ښکاره پکې د ایران لاس و، دا داسې پېښې دي چې بشري جنایت بلل کیږي او ټوله نړۍ پرې وخوځیده او غبرګونونه یې پرې وښودل.

خو د ایران ملیشې (طالبان) ځکه په دې موضوعاتو چوپ دي، که یې غږ پورته کړ، ایران کې میشت طالب قومندانانو شپې بیا ایران کې نه کیږي او دغه راز هغه مرستې چې ایران یې طالبانو ته ورکوي، پرې بندوي یې.

طالبانو پخوا یو (مېړه) درلوده چې پاکستان و، خو اوس یې د نورو میړونو تر څنګ ایران سره هم نکاح تړلې او د افغانستان د بربادۍ او افغان وژنې لپاره ترې امکانات اخلي.

تاسو ولیدل چې دوه کاله وړاندې فراه کې د ایران په دستور باندې برید وشو چې زیاتې ودانۍ یې وسوځولې او پردي اولادونه یې پکې قرباني کړل.

دغه راز په لویدیځه حوزه کې د ایران ملیشي (طالبان) د ایران د ګټو لپاره ښکاره کار کوي او په دې اعتراف کوي چې دا کار به سم نه وي، خو ایران ورته امر کړی دی.

د سلما بند پروژه چې یوه بنسټیزه پروژه وه، طالبانو پوره هڅه وکړه چې د دې پروژې مخه ونیسي او  دا کار يې د ایران په دستور کو، څو ځل یې پر امنیتي پوستو بریدونه وکړل، ډير سرتيري او خلک یې د ایران لپاره قرباني کړل، خو بیا هم دا پروژه بشپړه او ګټنې ته وړاندې شوه.

دغه راز لویدیځ کې د کمال خان بند پروژې کارونو ته هم طالبان اجازه نه ورکوي او د دې لپاره ایران باقاعده پيسې ورکوي چې د اوبو مدیریت پروژې باید بشپړ نه شي.

هلمند کجکي ولسوالۍ کې ښکاره د طالبانو قومندانان چیغې وهي چې د کجکي بند انکشاف ته اجازه نه ورکوي، ځکه ایران باندې بیا اوبه کمیږي، د همدې لپاره کلونه وشول چې د کجکي برښنا بند ظرفیت کارونه نه دي بشپړ شوي.

که څه هم اوس یې کارونه روان دي، خو طالبان یا د ایران ملیشې هڅه کوي چې مخه یې ونیسي، څو د هلمند د سیند اوبه مهار نه شي.

ډیرې نورې پېښې شته چې د طالبانو او ایران اړیکې برسیره کوي، خو طالب چې یو پلورل شوی مړ جسد دی، هر هغه کار کوي چې د ده شخصي ژوند پکې جوړ وي، نه د افغان کیسه کې دی او نه د افغانستان.

کنه لږ تر لږه طالبانو خو دې د ایراني ځواکونو له لوري د دې پېښو څخه غندنه وکړي چې ولې افغانان د ایراني ځواکونو له لوري په بې رحمۍ سره وژل کیږي او له منځه وړل کیږي.

همدا د دې ښکارندوی ده چې طالبان د ایران ملیشې دي او نه غواړي چې خپل بادار ته د پړې ګوته ونیسي.

ایران ښه په دې پوهیږي چې د طالبانو واکمني یې په خیر نه ده، خو ایران د دې لپاره د طالبانو ملاتړ کوي چې د ایران د ګټو خلاف کسان پر طالبانو ووژني، د ایران په تاوان پروژو مخه ونیسي او نور له طالب د کرایي قاتل کار واخلي.

طالب کرایي قاتل دی او هر چا چې امکانات او وسایل ورکړل، د هم هغوی لپاره جګړه کوي او دا په تیرو شل کلونو کې روښانه شوې ده.

که ایران شل ځل نور هم طالبانو ته امکانات او پيسې ورکړي، هیڅکله به شومو موخو ته و نه رسیږي، ځکه افغانان اوس پیاوړي امنیتي او دفاعي ځواکونه لري چې د طالب د هر ډول وحشي بریدونو د مخنیوي توان لري.

تر څو چې افغان امنیتي او دفاعي ځواکونه ژوندي وي، طالب بل تل خپل بادار ته مختوری وي، تل به خپل ولس ته ټيټ سترګی وي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply