ايران د افغانستان اوبه له خپل حق څخه ډېرې کاروي

لیکنه: محمد داود نیازی

0 848

له امیر دوست محمد خان څخه  وروسته د ایران سره  د سیستان  د اوبو ستونزه د هلمند هریرود سیند په هکله څو ځلی راپورته شوه ځکه هلمند سیند چې د بابا له غره څخه پیليږي ټولټال 1150 کیلو متره په اوږد والی او د ارغنداب سیند هم ورسره یو ځای کيږي ، تر سیستان جهیل پوری ځی بیا راتاویږی د مارګو دښتی څخه د نمیروز تاسوکی او ګوډ زره پورې حتا که اوبه طوفاني وي تر بلوچستان پورې هم ځي د یاد سیند د ټولو اوږدوالي له جملې 27 کیلومتره له ایران سره شریکې دي . د لومړي ځل لپاره په کال 1871 زیږدیز کې د یو انګریز افسر چې ګولډا سمید نومیده د سیستان اوبه زموږ او د ایران ترمنځ وویشلی  او د سیستان جهل یې ایران ته ورکړو خو نهر جوړول یې منع کړی و . دوهم ځل په کال ۱۹۰۵ بیا د انګریز بل جنرال د مکمهن په نوم د دې ستونزې د حل لپاره لاړو او داسې پریکړه یې وکړه چی یوازې هغه اوبه چې سیستان سیمې ته ځي هغه د هغه سیمې د لګښت لپاره دي. خو دا ستونزه د ملت بابا محمد ظاهر شاه په وخت کې بیا رامینځته شوه ځکه مخکینې پریکړې د ښکیلات په وخت کې ترسره شوی وې خو داځل په قانوني او رسمي توګه په کال 1972 زیږدیز د مارچ په میاشت کې د افغان استازی لومړی  وزیر محمد موسی شفیق او د ایران استازی لومړی  وزیر امیر عباس هویدا تر مینځ د اوبو د نړیوالو اصولو پر بنسټ یو تړون لاسلیک شو چې د تړون ځېنې مادې په لاندې ډول دي  :

دویمه ماده : ټولې هغه اوبه چې د هملند سیند څخه ایران ته ورکول کيږي په نورمال یا غیرې نورمال کال کې په منځني ډول په یوه ثانیه کې 22 متره مکعبه دي  خو افغانستان د ښه ګاونډیتوب له کبله څلور متر مکعب اضافه ورکوي چې ټولې 26 متره معکب کيږي

دویمه ماده : ټول هغه اوبه چې د هملند سیند څخه ایران ته ورکول کيږي په نورمال یا غیرې نورمال کال کې په منځني ډول په یوه ثانیه کې 22 متره مکعبه دي  خو افغانستان د ښه ګاونډیتوب له کبله څلور متر مکعب اضافه ورکوي چې ټولې 26 متره معکب کيږي

پينځمه ماده : افغانستان هوکړه کړې چې ایران هغه مقدار اوبه چې افغانستان ورکړي د دې تړون د دریمې ،دویمې او څلورمي مادې له مخې ایران ترې محروم نه کړي . او افغانستان حق لري چې د ټولو حقوقو په نظر کې نیولو سره له پاتې اوبو څخه چې څنګه غواړي ګټه پورته کړي .او ایران د دې اوبو څخه پرته د نورو اوبو د اخیستلو حق نه لري او نه هم ادعا کولای شي حتا که دا اوبه د دلته په وروستی برخه کې هم وي او د ایران تر استفادي هم وي  .

لسمه ماده : افغانستان او ایران دا مني چې دا تړون د دواړو دولتونو تر منځ د کامل او دایمی موافقت ښکارندوي دی. او ددې تړون احکام یواځې د تړون د محتویاتو په حدودو کې دننه اعتبار لري او د هیڅ یو موجود یا راتلونکي اصل (پرنسیپ) یا سابقې تابع نه دی.

دولسمه ماده : دا تړون له هغه وخت څخه قابل دی اجرا ده چې اسناد خپل قانوني پړاونه تیر کړي.دا تړون په پښتو ،دري،فارسي او انګليسي ژبو هر یو په دوه نسخو کې تنظیم شوي چې ټول سره یو شان باور لري . چې د اړتیا پر وخت انګلیس متن ته مراجعه کيږي . چې په کابل کې د کب د میاشتې په دویمه کال 1351 لیږدیز کال چې د مارچ د میاشتي دریالسمه 1973 سره برابره وه لاسلیک شوه چې د افغانستان له لوري محمد موسی شفیق  د افغانستان د وخت صدراعظم او د ایران له لوري امیر عباس هویدا د ایران لومړی وزیر و .

که پورتني تړون ته وکتل شي نو هر څه په کې روښانه دي اړتیا نه لیدل کيږي چې ایران یا افغانستان د هلمند د سیند پر سره ستونزې را پيدا کړي خو ایران د نړیوالو او د همدې تړون خلاف لومړی یو نهر بیا وروسته څلور نهرونه چې ۵۵ متر مکعب اوبه په هر ثانیه او اوس نهه نهره  د تړون خلاف جوړ کړي دي .چې ۱۵۰ متر مکعب اوبه په هر ثانیه کې زیرمه کوي بل دا چې هغه اوبه چې دوباره نیمروز ته راتللی هغه یی هم بندې کړي دي  ځکه دا اوبه تر زاهدان او کرمان پوری هم رسيږي  د واټرپمپونو سربیره زمونږ اوبه په ډالرو پر کویت قطر او په دوبی هم پلوری او د کوهک په نوم یې د برښنا بند هم جوړ کړی چی همدا بریښنا زمونږ په نیمروز او هلمند ځینو سیمو هم پلوری ایران  د شوي تړون خلاف چې په كې درې سيمې د اوبو د اخستلو لپاره ټاكل شوي، له ۳۰ تر۴۰ سيمو څخه اوبه اخلي. د ياد تړون د پنځمې مادې له مخې ايران، د هلمند د سيند پر اوبو له هغې كچې پورته چې په تړون كې تثبيت شوې ده، د هېڅ ډول ادعا حق نه لري. د ياد تړون په هيڅ ماده کې افغان حکومت له ايران سره داسې تعهد نه لري چې ګويا ايران دې د سيستان او بلوچستان او د زاهدان ښار د ځمکو خړوبولو لپاره د اړتيا وړ اوبه د هلمند له سيند نه واخلي. خو له بده مرغه چې د راپورونو له مخې همدا اوس هم د تړون خلاف زاهدان ته ۳۷ مليون متر مكعبه اوبه د هلمند له سيند ورکول کيږي> او هڅه کوي چې په افغانستان کې هغه بندونو چې د دې سیند پر سر جوړيږي مخه یې ونیسي ښه بیلګه یې د بخش اباد د بند جوړیدل دي او غواړي دا سیمې په یوه نه يو ډول سره نا امني کړي چې فراه ولایت یې ښه بیلګه ده .دا چې ایران ولې دا کار کوي نو سبب یې دا دی چې ایران ځکه داسې اټکل شوی چې ایران به  تر 2025 کال پورې  د اوبو له کمښت سره مخ شي په همدې حال کې په کال 1393 کې واشنګټن پوسټ هم راپور ورکړو او وویل چې  ایران د اوبو د کمښت له خطرناک حالت سره مخ دی . په ایران کې د اوبو د کمښت عوامل د نفوسو وده، نا ګټوره کرنه او د اوبو د ښه مدیریت نشتون  دی  چې ورځ تر بلې دا مسله له ایران سره سختیږي او افغان حکومت باید خپلو اوبو ته ځانګړی پاملرنه وکړي او که ایران بیا هم د اوبو نړیوال قوانین تر پښو لاندې کوي نو نړیوالو بنسټونو ته چې د اوبو په برخه کې کار کوي شکایت وکړي .

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply