د هلمند ولایت لسګونه اوسېدونکیو نن د یو سوله ییز لاریون پر مهال غوښتنه کړې، چې کابل کې دې د ایران سفارت وتړل شي.

لاریون کوونکیو ویلي، ایران په افغانانو ظلم روان کړی دی او شدیده اړتیا ده چې دغه هېواد د افغانانو خلاف د خپلو کړو ظلمونو او کړو وړو حساب ورکړي.

یادو لاریون کوونکیو خبرداری ورکړی، که چېرې ایران کې د افغانانو خلاف د شوي وحشت پوښتنه ونه شي او عاملین یې سزا ونه ګوري، په نورو لویو لویو مدني حرکتونو به لاس پورې. د ایران د پولیسو او واکمنو د افغانانو په وړاندې وروستیو جنایتونو افغانان خورا قهرجن او له ایران څخه کرکجن کړي دي.