ولسمشر غني: په ایران کې د افغان کډوالو سوځولو قضیه په جدي ډول تعقیبېږي

0 520

ولسمشر غني نن د کابینې په غونډه کې ویلي، په ایران کې له افغان کډوالو سره د وروستي زور زیاتي او د هغوی د موټر سوځولو قضیه په جدي ډول څارل کېږي.

د ولسمشرۍ ماڼۍ ویاند صدیق صدیقي وایي، ولسمشر غني د کابینې په غونډه کې د بهرنیو چارو سرپرست وزیر څخه په ایران کې له افغان کډوالو سره د رامنځته شوي زور زیاتي قضیې د څارلو له امله مننه کړې ده.

د ولسمشر غني له قوله خپاره شوي دي: «د دې پېښې رامنځته کېدو له امله ژور خواشینی شوم، ټینګار دا دی چې دغه پېښه دې په جدي ډول د دواړو هېوادونو له ډيپلوماتیکي مراجعو څخه تعقیب شي.»

په ایران کې د افغان کډوالو د موټر سوځولو تر قضیې وړاندې د ایران سرحدي پولیسو له لوري ګڼ افغانان د هریرود سیند ته وغورځول شول، چې لا تر اوسه هم د هغې قضیې بشپړ جزیات له ولس سره نه دي شریک شوي.

د دواړو پېښو په تړاو په ټولنیزو رسنیو کې خلکو کلک غبرګون ښودلی او له ایران سره یې د ورته چلند غوښتنه کړې ده.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply